پښتانه نور نه تېروځي! / ح حقوېش

0 672

پاکستان چي له هندوستانه جلا شو د اسلام په نوم ښه فرصت لاس ته ورغى څو ځان ورباندي وساتي، او تر دې نوم لاندي اوږد ژوند وکړي. نو د انګليس په  لارښونه يې خپل يو څه لاسي ملايان جوړ کړل او په مغزو کي يې دا ورته پيچکاري کړل چي پاکستان يو ښه مسلمان دې، د اسلام لپاره جوړ شوى دې او تل به د اسلام لپاره خذمت کوي، په دې هکله يې مبالغې ته زور ورکړ ټول هغه ذهني مسلمانان چي يواځي د اسلام د نوم سره ولد وٶ بل په هيڅ هم نه پوهېدل ټول په ځان ورګرم کړل، هغه يې هم د خپلو ګټو لپاره وهڅول او هندوستان يې د نړۍ بدترينه کافر وروپېژانده، هغوۍ هم دا چکچکه بدرګه کړه د نورو ذهنونه يې ور پېچکاري کړل، خو په دې نه وٶ خبر چي هلته هم په لکونو مسلمانان د پنجاب د غلطي پاليسۍ څخه پاتي دي. او په دې هم نه وٶ خبر چي په اسيا کي ډير شمېر علماه د هندوستان له ديوبند څخه فارغه دي، او ديوبند په ايسا کي يوه پرمختللې مذهبي درسګاه ښودل کيږي. خو بدبختانه چي په  دې اساس وخت کي هندوستان د بابر جومات له منځ يوړ، او پاکستان ته يو بل فرصت په لاس ورغى له دې فرصت څخه په ګټه اخستلو سره پنجاب خپل ذهني مسلمانان راوپارول چي تر ډير بريده يې په خپلو سيمو کي هم هندوان په کراره نه پرېښودل، له بابر جومات څخه پنجاب کلونه کلونه ګټه پورته کړه او خپل ذهني مسلمانان يې هم دلته بوخت وساتل، او ډير وخت يې د ډالرو په بدل کي په افغانستان کي هم خپله ګټه ورڅخه پورته کړه چي په ډول ډول نومونو يې وجنګول او افغانستان يې په کنډواله بدل کړ.
د دې ذهني خلکو په جوړښت پنجاب ډيري ګټي تر لاسه کړې، تر ډيره بريده يې خپله بقاه پکښې وساتله، له امريکايانو يې ډالر پکښې تر لاسه کړل، اټومي ځواک شو، او داسي نوري ګټي. نو دې ګټو ته په کتو سره د پنجاب پوځ د 2007ز کال دجولائ په دریمه نېټه سور جومات(لال جومات) د ترهګرۍ په نوم محاصره کړ د خبرو اترو د ناکامو پايلو په اخر کي یې په جومات بريد وکړ، دغه بريد تر یوې وونۍ او یوې ورځي پوري اوږد شو. په سره جومات کي شاوخوا پينځه زره(5000) طالبانو زده کړې کولې، کله چي د پنجاب جاسوسي ادارې(ISI) او (MI) په جومات بمبار وکړ په دې بمباري کي ډير طالبان وسوځیدل او له یوسلو درېو(103) طالبانو نه زیات یې مړه شول. د نورو سوځیدلو شمېره مالومه نشوه، خو ویل کېدل چي له پينځه زره طالبانو نه څه کم درې نیم زره طالبان پاتي شول، او نور یې ټول تر تیغ تېر کړل. په دې بمبارۍ کې د جومات سره سره زيات شمېر قران شريفونه هم شهيدان کړل، خو د پنجاب جاسوسي ادارې(ISI) او (MI) هیڅ وخت هم هغه جنایت ښکاره نه کړ، د جومات په شهیدولو او د مسلمانانو په شهيدولو يې هيڅ غمشريکي ونښودله.

او بل کله چي د دې تور پنجاب پوځيانو د میرانشاه او میرعلي بازارونه، ښځي، ماشومان، سپینږیري، ځوانان، کاڼي او بوټي د خاورو سره خاوري کړل، او تر اوسه يې د پنجاب دبقاه لپاره په ډول ډول نومونو ورانوي او په زرګونو پښتنې خوندې يې کونډي او بورې کړې، کلي او ښارونه يې له منځه يوړولو، پښتنې خوندې او مېندې يې درپدره د کډوالۍ ژوند ته مجبوره کړې، چي کور، هستي او نور هر څه ورنه د پنجاب پوځ د اسلام په نوم وړي وٶ، همدا خوندي او مېندې يې په پرديو واټونو کي فقر کولو ته آړي کړلې، له دې هر څه سره سره دوى اوس هم زيار باسي چي پښتانه لا نور هم د اسلام په نوم درپدره کړي او خپلو شومو هداف ته ځان ورسوي. چي اوس يې بيا د اسلام په نوم يوه ډله طالبان پکښې پيدا کړي، لوي لوي څڼې او خيرنې ږيري يې ورته پرېښودلې دي، چي د GHQ سېنټر څخه تقويه کيږي. او د GHQ سېنټر کرايي کارمندان ورته د (GOOD TALIBANS) ښه طالبانو په نوم يا د امن کمېټې غړي ورته وايي. خو دا (GOOD TALIBANS) هره ورځ پښتنې خوندي او ميندې د خپلو ورڼو او زامنو په سر ژړوي. نه يې څوک پوښتنه کوي، نه دومره څوک وٶ چي دوى د خپلي غميزي دړد ورسره شريک کړى واى، بلاخر يو تاند ځوان په وچه جندړۍ د دې خلکو د دړدنو اخستلو لپاره جګ شو چي نوم يې منظور پښتون دې، او د پنجاب پوځ ته يې نور د پښتنو د وژني لپاره ګوتي تر خولې ورتېري کړې، څو پنجابى نور ځان وپېژني، پنجابي دا هر څه يوه بابيزه وبلله، ورپوري خندل يې، د ده هر څه ته يې چټيات ويل. خو دړدېدلو پښتنو منظور يواځي نه پرېښود له شا په صفونو صفونو انسانان پسې ودرېدل هغه يې وهڅوٶ چي يواځي نه يې، دخوشحالخان بابا، احمدشاه بابا او ميرويس نيکه د اولادونو لشکرې درپسې دي ته وړاندي ځه او هغه به دي تر هري ممکني لاري پوري په مېړانه او باتورۍ رسوي.

خو د پاکستان چارواکي هر وخت په ډير سپين سترګۍ سره زيار باسي چي پښتان په يو ډول نه يو ډول ګير کړي او غاړي يې تر چاړه لاندي راولي نو دا ځل يې بيا د لر او بر د پښتنو د وژلو لپاره له امريكا غوښتنه کړې څو هغه ورسره د ډالرو او اسلحو مرسته وکړي، او دوى هغه پښتانه باندي ووژني کوم چي خپلواكي غوښتنونکي او تش په نامه طالبان چي دوى جوړ کړي دي ورباندي تجهز کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرشي چي د ملګرو ملتونو د 73يمي غونډي د ګډون لپاره امريکا ته تللى دى او دمګړی هم هورې دى، له امریکايي چارواکو يې غوښتي چي خپلي نظامي مرستي بېرته ورسره پیل کړي. او هڅه کوي د ټرمپ په اداره کي پنجاب ته تبلیغات وکړي وايي واشنګټن ته په کار ده، چي له پاکستان سره خپلي نظامي مرستي بېرته پيل کړي. د ده په وینا د عمران خان په مشري نوی دولت د ترهګرۍ ضد مبارزې او په افغانستان کي د سولي راتګ ته ژمن دی او امریکا ته په کار ده، چي د باور فضا رامنځ ته کړي. هغه ویلي چې که له پاکستان سره د امریکا نظامي مرستي پيل شي نو پنجاب به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کي لاس ته راوړنې ولري.

پنجاب هر وخت د پښتنو د ځپلو لپاره زيار باسي چي مخه يې ونيسي، خو هغه پښتانه چي په يوه نوکري يې تېر ايستلي دي هغه هم د دغو چارواکو خبره بدرګه کوي، خو هغه پښتانه چي پښتو او پښتونولي خپله وينه بولي هغه نور په دې ډول سره نشي تېر ايستلى.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply