پښتانه د ویښېدو په درشل کې/ فریدالله تړاو

0 1,448
کله چې د هند نيمه وچه او پښتني سيمې د انګرېزانو د استعمار لاندې وې او د پاکستان وجود منځته نه و راغلی د باچا خان په مشرۍ په پښتنو کې د لومړي ځل لپاره د پښتنو د حقه حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د عدم تشدد مبارزه پیل کړه چې د خدايي خدمتګارو تحريک په نوم یادېدل، په پښتنو کې د عدم تشدد مبارزې پیل د انګرېزانو لپاره د خطر زنګ و، انګرېزان پدې پوهېدل چې دا د عدم تشدد مبارزه له وسلوالې مبارزې څخه زیاته خطرناکه ده نو هغه و چې انګرېزانو به هر ځای د دوی د فعالیتونو مخه نیوله او له ډول ډول ستونزو سره به یې مخ کول او حتا وژل به يې چې ددې مبارزې سرلاري باچاخان ډېری کلونه په جېل کې تېر کړل، ګناه یې دا وه چې غفار خان غوښتل پښتانه د نړۍ د نورو قومونو سره سیال کړي، له بې اتفاقۍ او تربګنۍ څخه یې د اتفاق او اتحاد په لور سوق کړي او د علم په وسله یې سمبال کړي ترڅو د علم په واسطه د دښمن مقابله وکړي، غفار خان له ډول ډول ستونزو سره سره بیا هم مقاومت کاوه ترڅو له دې حالته پښتانه راوباسي، بل لور ته په هندوستان کې هم د عدم تشدد مبارزه پیل شوه او د هند لویو تجارانو به د مهاتما ګاندي سره د خپلواکۍ د اخيستلو لپاره نغدي مرسته کوله حتا ښځو به یې خپل ګاڼه (سره زر) د مرستې لپاره ورکول ترڅو د خپلواکۍ دا یون روان وساتي هغه و چې له ډیرې اوږدې مبارزې وروسته انګرېزانو هند ته ازادي ورکړه خو پدې شرط چې ځینې سیمې به ترې بېلوي او د اسلام په نوم به د مسلمانانو جدا دولت تاسیس کوي چې د اسلام په نوم یې پاکستان را منځته کړ ترڅو په راتلونکي کې د بیا لپاره د انګرېز د قدم ځای او ګټې یې خوندي کړي، انګرېزان چې د پښتنو سرسخته دښمن دي او نه یې غوښتل چې خپلواک واوسي بیا یې هم پښتانه د منافق پنجاب او د انګرېز جناح له لاس لاندې يوې بلې کندې ته ورټېل وهل، خبره رالنډوم.
په افغانستان کې د روس او د وخت افغان حکومت په مقابل کې امریکایانو او پنجابیانو افغان جهادي مشران د خپلو شومو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره مستقيم او غير مستقيم وکارول چې په هغه وخت کې به هم غفار خان پښتنو ته نارې وهلې چې روان جنګ د روس او امريکې جنګ ده او قرباني یې افغانان دي ده د جهاد دې بهیر ته هم د شک په سترګه کتل خو هغو پښتنو چې په جهاد کې يې برخه لرله او ملاتړ یې کاوه د غفار خان غږ یې نه اورېده او د پرديو روزل شويو اجنټانو تر شاه روان و او د هغوی په قومانده یې پردی جنګ ګاټه او د ويتنام وار یې په افغانستان کې ورته اخيست خپله يې ګټه ونکړه خو د خپلو وينو ثمره هم بل چا ترې يووړه او تراوسه پورې د دې جنګ ګټه هم بل ته ځي یوازې خس او خشاک د دې جنګ پښتانه دي او د خپل ځان په وژلو یې دا اور بل ساتلی ځکه وژل کیږي پښتانه ځوانان، کونډې کیږي پښتنې نجونې، یتیمان کیږي پښتانه بچي، د دې جنګ هره بده د پښتنو په برخه ده دا څلوېښت کاله پنجاب ادارې په لر او بر پښتون سیمو کې پښتون وژنه روانه کړې ده دا څلوېښت کاله دومره څوک نه و چې په وړاندې يې غږ پورته کړي او د پنجاب له دسيسو پښتون قوم خبر او را بیدار یې کړي او اصلي دښمن ورته په ګوته کړي چې زموږ اصلي دښمن پنجاب ده نه بل څوک، که په چا کې به یې د غږ پورته کولو هڅه او توان وليده نو په يو او بل نوم به یې وژل خو اخر هم د صبر کاسه ډکه شوه او د نقیب الله محسود وژنې په پښتنو کې د غچ او خپلواکۍ سکروټه جل کړه نږدې ده چې دا جل په اور بدل شي او پنجاب لولپه کړي.
هر چا غوښتل چې پښتون قوم د پنجاب له تورو منګولو خلاص کړي خو چا دا جرأت نه کاوه د یوه او بل په تمه یې شپې او ورځې سبا کولې خو نن داسې ورځ راغلې چې خدای ج دا پېرزوينه په منظور احمد پښتون او خان زمان کاکړ وکړه چې د پښتون ژغورنې په نوم يې د پنجاب پر ضد غږ پورته کړ او د پښتنو له تود هرکلي سره مخ شو اوس په لکونو غږونه په یو غږ بدل شوي او د پنجاب له لعینې ادارې څخه د وژل شويو پښتنو پوښتنه کوي او ورک پښتانه پرې را پیدا کول غواړي او پر ضد یې پراخ لاريونونه ترسره کړل، پښتانه نور په خپلو سیمو کې د تپل شوي جنګ له منځه وړل غواړي، پښتانه د ښه ژوند حق غواړي، تعليم او سوله غواړي نور نو زغم پای ته رسېدلی او پښتانه به د هر څه پوښتنه کوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان باید اوس په ولس کې د اتفاق او اتحاد لپاره کار وکړي د دې تپل شوي جنګ اصلي لوبغاړي ور وپېژني، ګټه تاوان دوست دښمن باید هر څه ورته روښانه کړي د ولس په منځ کې باید فکري او شعوري کار وکړي او سیاسي شعور یې لوړ کړي او د ولس درېدلي ماغزه او فکرونه باید په حرکت راولي ترڅو ټول پښتون ولس په يوه صف کې ودروي، او پنجاب باید پدې پوه شي چې پښتانه کله هم د ظالم په وړاندې را جګ شي خامخا یې د ظالم ګرېوان ته لاس لویږي او څو برابره غچ اخلي ان شاء الله نور د پنجاب شوم اهداف خنثی کيږي او د پښتون ژغورنې دی حرکت پسې سپین سبا راتلونکی ده پښتانه به خپلو تاريخي رواياتو او تړاونو ته په کتلو سره د خپل سرنوشت پرېکړه په خپله کوي او له دې حالته به ځان راباسي.
په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply