د پښتون ټبر ريښه / دوکتور نور احمد خالدي

0 800
ژباړونکی: تمهيد الله سيلاني
يو کس ليکلي و: (( د پښتنو تر ټولو ستر قام علجيان دي، چې له آره ترکان بلل کيږي. علجيان د تاريخ په اوږدو کې د خلجي په نامه هم ياد شوي دي. تر ټولو پېژندل شوی شهنشاه يې علاوالدين خلجي نومېده، چې اته پېړۍ وړاندې يې د دهلي پر تخت واکمني درلوده ))
دا ادعا هم لکه دپښتون ټبر د اسرايليت ادعا چې تر ننه پورې په ځينو تاريخونو کې يې يادونه کيږي، ناسم او غلط برداشت دی …. د منځنۍ اسيا څخه د غلجيانو د مهاجرت تيوري او پښتون ټبر ته د اسرايليت ادعا د معاصرو علومو او څېړنو په اساس په بشپره توګه ناسمه بلل شوې او پوهانو د بطلان کرښه پرې کش کړې ده.
لومړی ؛ د پښتنو، تاجکانو، ترکتبارانو، هزاروو او د سويلي هند خلکو تر منځ ژينيټکي  څېړنو او پرتلنو دا په ډاګه کړې، چې د افغانستان د پښتنو او تاجکو قومونو ريښه يوه ده، نوموړي ټبرونه دسينددريا سويلي حوزې او جنوبي هندوکش سيمې ته اړوند دي، چې دا ټبرونه په همدې خاوره کې ۱۲ زره کلن تاريخي لرغونتوب لري. دوی د دي  ان  ای  د څېړنو له آنده له ترکتبارانو او هزاروو سره هېڅ ډول اړيکې نلري.
دويم : پښتو ژبه د دري ژبې په شان د هندو اروپايي ژبو له ډلې څخه يوه ژبه ده، ترکي عربي او يهودي ژبې ددې کورنۍ له ژبو څخه نه شمېرل کيږي…
دريم : په ټوليزه توګه د ډيورند له کرښې هاخوا، جنوبي او شرقي پښتانه ټول غلجيان دي، د دوی شمېر پرته د لوی کندهار،  او هرات ابداليانو، محمدزايوو او سدوزيو څخه تر څلويښت ميلونو زياد دي.دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان، ازبکستان او ترکمستان ټول نفوس ۴۴ ميلونو ته نه رسيږي.
همدارنګه  په ټوله نړۍ کې په ټوليزه توګه د پښتنو شمېر څو برابره د يهودو له ټولو اقوامو څخه زياد دي. دا په داسې حال کې ده چې د تاريخ په اوږدو کې ددې لويې کتلې مهاجرت د منځنۍ اسيا څخه  پښتون مېشته خاورو ته نه دي تر سترګو شوي….
څلورم : پر ترکي او عبراني ژبو څه وشول؟ پښتانه د څېرو په لحاظ د پنجشير، پروان او کابل له خلکو سره نږدې والی لري؟
معلوماتي سرچينه : ژينتيکي څېړنې د انګلستان پورت سمت پوهنتون لخوا چې په ۲۰۱‍۲ کال خپره شوې ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply