پښتانه ویښ شول، پخواني مشران لا ویده دي!/ ډاکټر ګل مرجان منګل

0 967

له هغې ورځې (1947 کال) راپدې خو چې د افغانستان او هندوستان پر خاورو انګریزانو دا حرامي(ځکه نه تاریخ لري،نه کومه تاریخ انګيزه موجوده وه، نه ملي هویت لري، نه د ځانه جغرافیه لري) د بل پر خاوره  هیواد پاکستان جوړ شو بې دون له یو قوم یعنی پنجابيانو نور ټول قومونو تر نن ورځې پدې خاطر خپل ځانونه بیګانه شمارلی دي چې د ټولو بشري او مدنی حوقوقو بې برخې دي.
همدغه علت وو چې بنګلادیشیانو ورڅخه  په 1971  م کال کې خپله اذادي  واخیسته، دا ځکه چې د پنجابيانو څخه پوزې ته رسیدلی وو هیڅ یې د انسانانو په سترګه نه کتل.
پدې خاطر چې بلوڅانو ته  هم په پاکستان کې  د انسانانو په سترګه نه کتل کیږي او هیڅ ډول  انساني او مدني حقوق نه ورکول کیږی ځکه بلوڅ زړور قوم کالونه کالونه د پنجاب سره په وسلواله مبارزه کې اخته دی چې پدې پاکه او مقدسه لار کې يې خواره ډیر ځانی او مالي زیانونه لیدلی دي بیا هم خپله مبارزه پداسې حالت کې پر مخ وړی چې هیڅ بهرنۍ ملاتړ ورسره نه شته.
راځو پښتنو ته، پښتانو د افغانستان او هند په ازادیو کې  د انګلسانو پر وړاندې مهم رول لوبولی دي. که داسی ووایو چې د انګریزانو هغه امپراطوری چې لمر به پکشې نه ټیټیده د پښتانو لخوا دړې وړې شوه مبالغه به نه وي، دا ځکه همدغه پښتانه وو چې د انګریزانو سره يې  په تش لاس دری جګړی وکړې چې په هر جګړه کې يې انګریزانو ته ماتی ورکړی ده دا هم پداسې حال کې چې د انګریزانو اردو په توپ،  ټنک او جنګې الوتکو مجهزه وه.
کله چې انګریزانو د زیاتو هڅو  بیا هم ونه شول کولای چې افغانستان په ټوله کې پښتانه تر خپلو واک لاندې راولي همدغه د هندوانو لپاره یو انګيزه شوه چې دوی هم ازادی واخیسته، کله چې انګریزانو د هند لویه وچه له لاسه ورکړه هغه وو چې د انګریز ستره امپراطوری مخ په ښکته روانه شوه په ترتيب سره يې د خپلې امپراطورۍ خاوره له لاسه ورکوله بلاخره  هغه امپراطوری چې په یو خوا کې به يې ورځ او بله خوا کې  به یې  شپه دومره لویه وه له لاسه ورکړه، دړې وړې شوه.
پښتانه لکه چې ویل کیږی هر وخت د جګړې ډګر ګټي خو د میز پر سر  سیاست کې يې بایلوی د انګریزانو او پنجابيانو پر وړاندې  یې همداسې وبایلله ځکه کله چې دا ناجایز هیواد پاکستان جوړیده  پښتانه یې د اسلام په نوم  سخت وغولول دوه صندوقه يې د رایو لپاره ورته کیښودل چې پر یو یې قران ورته کیښود او پر بل صندوق یې ګرنګ( د هندوانو مذهبې کتاب) ایښی وو دریم انتخاب نه وو ځکه خو پښتانو د قران پاک لپاره چې د پاکستان د جوړیدلو د رایو لپاره ایښودل شوی وو رایې واچولي چې په همهغه وخت کې  د پښتنو فخر افغان او اپې فقیر ورسره بایکاټ اعلان کړ په ټول پوښتنه یا ریفرینډم کې یې برخه وانه خیسته بلاخره یو یو داسې هیواد چې هیڅ بنسټ نه لری یو حرامی ملک پاکستان انګریزانو د خپلو اوږد وخت د ګټو لپاره جوړ کړ.
له هغې ورځې چې دا مرداره وینه پاکستان جوړ شوی دی تر نن ورځې همدغه پنجابیانو پښتانه د اسلام په نوم غولولی دي، له دوی څخه یې خپل تاریخ او ملی مشران  هیر کړی دي، ژبه او کلتور يې ورڅخه هیر کړی دی، همدارنګه له هم هغې لومړۍ ورځې پاکستان د لویو قوتونو لکه امریکا چې د انګریزانو سره يې ګټې مشترکی دی پنجابی پوځ په سیمه کې دوی ته د ژندارم دنده اجرا کړی ده.
پدې ورستیو څلويښتو کالونو کې بیا پنجابې پوځ ټوله توجه پر پښتنو راغونډه کړی ده لر دي او که بر داسې يې د اسلام په بانه وځپل چې د اخې توخې يې وباسل پدې ورستیو څلويښتو بیا ورپسې پدې د اخرو  اتلس کالونو کې پنجابي پوځ د کوزې خوا پښتانو ته هیڅ هم پری نه ښول هر څه يې ورځينې واخیستل، سخت یې وځپل،  کورونه،  جوماتونه، ښونځی ښارونه يې ورته تکه تکه کړل، په زرهاوو ځونان يې د دهشتګرۍ په نوم شهيدان همدارنګه په لسهاوو زره ځوانان اوس هم لا د تورو تمبو تر شا په زندانونو کې پراته.
دغه ټولو ناخوالو، وحشتونو او ظلمونو  چې پنجابي پوځ پر کوزو پښتانو وکړل بلاخره په وزیرستان کې یو  څو  دګوتو په شمار ځوانان چې د منظور احمد پښتون په مشرۍ راپورته شول خپل اواز پداسې حال کې د پنجابي  ظالم او جابر پوځ پر وړاندې اوچت کړ چې اویا کاله د چا په ذهن کې هم نه وتیر شوی، دا ځکه له هغې ورځې چې په بابړه کې د پښتنو پر وړاندې کوم وحشت تر سره شوی وو یو ډول ترس او ویره خوره وه، بلاخره همدغه ویره د منظور احمد پښتون په مشرۍ یو څو کسه ځوانانو د خپل سر نه په تیریدنې سره د پښتنو لرې کړه ټول پښتانه یې راويښ او په ځان په ځان پسې ودرول.
خو د کوزې خوا میراثي مشران همدارنګه د برې خوا سیاستوال اوس هم لا سر او غوږ نه پورته کوی ویده دي، دا ځکه چې د دوی سره د پښتنو غم نه وو او نه شته که وای نو دا اویا کاله خو دوی که د لر دی یا د بر تش سیاست کړی، شعارونه یې ورکړي دی د خپلو ولسونو په سترګو کې یې خاورې اچولی دي.
موږ وایو چې که د دوی سره د خپل  پښتون ولس په رښتیا  غم وای او وی نو د پښتانو ټولو مشرانو ته پکار ده چې د پښتون د ساتني د خوځښت سره چې د منظور  پښتون، ډاکټر سید عالم مسود، خان زمان کاکړ، …… وزیر او نورو تکړه ځواناڼو لخوا پر مخ وړل کیږی  اواز یو کړي ورسره یو ځای شي، ځکه که د پښتنو لپاره د حق غوښتل وي خو همدغه یې بهترینه لار ده او همدغه يې بهترین وخت دی  او که هسې غولونه وی بیا نو پښتانو ته هم پکار ده چې د همدغو مشرانو په اړه د ځانونو سره لږ فکر وکړي.
همدارنګه موږ پر افغان مشرانو، سیاستوالو او رسنیو ، د نظر او قلم پر خاوندانو  هم غږ کوو چې هسې تش شعارونه به نه ورکوو نن د عمل وخت دی موږ باید په ټوله مانا د خپلو وروڼو کوزې پښتونخوا  پښتنو سره عملاً ودریږو دا زموږ حق دی او دا زموږ فرض دي.
لر او بر یو افغان، شعار نه عمل!
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
12/03/2018

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply