د بلېک واټر او ملي وحدت حکومت ترمينځ څه روان دي؟

0 704

بريالی نوابي /

په دې وروستيو کې د بېلک واټر د بدنام شرکت پخوانی مشر ايريک پرينس کابل ته راغلی و. جالبه دا ده چې دلته يې د ملي امنيت پخواني مشر رحمت الله نبيل او د کندهار امنيه قوماندا رازق کوربانه و.

دا دوه يو د حکومت پخوانی او بل برحاله مامور دی او دداسې چا کوربه توب يې کاوه چې غواړي افغانستان ته يوه نوې جګړه راوړي. د عراق په څېر جنايتونه وکړي او د خلکو پر سر او مال باندې تالان ګډ کړي. رحمت الله نبيل چې پدې ورستيو کې يو بې ثباته او بې دريځه شخصيت ثبت شوی د خپلو عقدو د سړولو په خاطر هېڅ سره کرښه نه پېژني له همدې کبله يې په کابل کې د ايريک پرنس خدمت کاوه. د کندهار امنيه قوماندان رازق هم ورسره ملګری شوی دی او د خپل جرمي او جنايي طبيعت له مخې غواړي چې د بلېک واټر له مشر سره له ملګرتيا څخه د خپل واک او قدرت په دوام کې استفاده وکړي.

نبيل چې د ملي وحدت حکومت په دوره کې د ملي امنيت مشر و هم حکومت ته وفادار نه و ه، زه عيني شاهد يم چې نبيل د ولسمشر محمداشرف غني تر خبرې د يوه عادي بهرني خبرې ته هم ډېر ارزښت ورکاوه او حتی اشرف غني به يې په ډېرو لويو مجلسونو کې “لېونی” ياداوه. نبيل يو وخت ويلي و چې په ټاکنو کې درغلۍ کېدې او دی شواهد لري چې د اشرف غني ټيم کولې خو واقعيت دا دی چې دغو درغليو ته ده پخپله اجازه ورکړې وه او غوښتل يې چې افغانستان او افغان حکومت بدنام کړي او يا دا چې د درغليو په پايله کې رامنځته کېدونکی حکومت تر خپل تاثير لاندې وساتي.

رازق اوس هم د حکومت برحاله مامور دی، خو په هره مياشت کې يو ځل د حکومت پر ضد موقف نيسي. کله له عطامحمد نور سره ملګری وي، کله له محقق او دوستم سره ملګری وي او کله په پارلمان کې له شته مافيا سره منډې وهي. دی له هر هغه شخص سره ملګرتيا کوي چې د حکومت پر ضد کومه اجنډا ولري. نبیل او رازق دواړو د پرنيس د اقامت پر مهال له هغه سره مرسته کوله چې له ډېرو خلکو سره وويني او په افغانستان کې دده هغې طرحې ته ملاتړ راجلب کړي چې غواړي افغانستان د بلېک واټر د حرفه يي مجرمينو منګلو ته ورغورځار کړي. دوی دواړه د افغانستان د حکومت او خلکو لپاره ددې طرحې په زيان پوهېږي خو د خپلو ګټو لپاره کوشش کوي چې هر بد کار ته لاس واچوي. دوی ته تر وطن، خلکو، خپل حکومت او خپل دولت د امريکا خوشالي ډېره مهمه ده او دا خوشالي هم د افغانستان د حکومت د ړنګېدو او د ولس د لا ځپل کېدو په بيه غواړي. بله خوا رئيس جمهور دی چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره د نبيل او رازق په څېر هر څه کوي.

د يوه نسبتا باثباته نظام پښې يې د واک په وېش سره ولړزولې او لا هم هر هغه کار ته تيار دی چې په پايله کې يې دی په واک کې پاتې شي. دی د ملي وحدت حکومت ته د خپل يوه شخصي شرکت فکر کوي او هر هغه څه کوي چې زړه يې غواړي، په داسې حال کې چې حکومت د ټولو خلکو شريک ملکيت دی. اشرف غني د ايريک پرنيس له راتلو وروسته له نبيل سره ليدلي دي. دا چې څه تمه لري معلومه نه ده، خو دا هماغه نبيل دی چې د ملي امنيت د پټو رازونو په رسوا کولو سره يې د ملي وحدت حکومت مشروعيت بيخي تر پوښتنې لاندې راووست. اشرف غني او نبيل د اشتراک دوه وجهې لري، يو دا چې دواړه د واک تږي دي او چې په هر ډول واک ته رسېږي حتی که ددې وطن او خاورې د عزت په بيه هم وي دوی به ترې مخ وا نه ړوي. دويمه وجه يې دا ده چې دواړه بيخي زيات بې ثباته اشخاص دي.

دواړه په دوو دقيقو کې خپل دريځ بدلوي او د ګټې په مقابل کې ورته بل هېڅ شی ارزښت نه لري. د اشرف غني او نبيل پخلا کېدل يوه بله مانا هم ورکوي او هغه دا چې په دوی دواړو کې يو هم خپلواک نه دی او نه هم د افغانستان د خلکو او خاورې فکر ورسره دی. واقعيت دا دی چې اشرف غني، نبيل او رازق درې واړه يو درد او يوه وېره لري. دوی پوهېږي چې نه اشرف غني او نه هم رازق او نبيل په خلکو کې ځای لري. دوی د وحشي سمارق غوندې راټوکېدلي دي. نبيل له يوه عادي ماموريت د ملي امنيت رياست ته رسېدلی و. رازق له لغړيتوبه د کندهار امنيه قوماندانۍ او اشرف غني په غرب کې له ستړي ژونده د افغانستان پاچاهي ته رسېدلی دی چې ښايي دوه لسيزې مخکې به د يوه په خيال کې هم دا نه ورګرځېدل چې يو وخت دې دغه قدرت، پيسې او امکانات په لاس ورشي. همدې سناريو ته په پام سره بايد حکومت او په حکومت کې دننه پاک او پر وطن مين اشخاص بايد محتاط و اوسي.

دوی بايد د اشرف غني، نبيل او يا رازق تر منځ د واک پر سر معالمو ته ډېر متوجه شي. زه پوهېږم چې په حکومت کې دننه نور مشکلات هم ډېر دي خو موږ بايد دا اجازه ور نه کړو چې شته ستونزې نورې هم زياتې شي. حکومت بايد په مشروع ډول مخته ولاړ شي او يوازې د افغانستان له عليا منافعو څخه دفاع وکړي نه دا چې د هېواد منافع له خطر سره مخامخ کړي. له ولسمشر څخه هيله دا ده چې پر نبيل باندې بيا تېر نه وځي او بيا يې رانه ولي. ولسمشر په تېره دوره کې هم نبيل ته ډېره حوصله وکړه او ددې پر ځای چې څارنوالي ته معرفي شي او تر عدلي تعقيب لاندې راشي، ده ته د سياسي فعاليت اجازه ورکړل شوه، خو د افغانستان اوسني حساس شرايط داسې دي چې د نبيل راوستل به نورو ګډوډيو ته هم لاره هواره کړي. دغه راز ولسمشر بايد نور د رازق حساب هم ور يو طرفه کړي. هغه ژمنه چې ولسمشر د کمپاين پر مهال کړې وه چې د قدرت جزېرې به له منځه وړي هماغه بايد پوره کړي. رازق د قدرت يوه ډېره ناوړه جزيره ده او بايد نور يې غم وخوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply