د سیکهـانو دین او تاریخ ته لڼده کتنه/ همایون دوست

0 1,479

د سیکهـانو دین او تاریخ ته لڼده کتنه:
نانک بابا لنډ پیژند لیک (۱۴۶۹-۱۵۳۹م )

د سیک دین مخکښ سرلاری «نانک دیو» نومیده ، د ده د ژوند په اړوند، پاتی شوی روایتونه، کټ، مټ د نورو ادیانو د اولیاءو غوندی، د معجزو او کراماتو په اوږو سواره د افسانو سمندر په لور بهیږی، اړینه ده چې سلګونو نه یو دوه بیلګی وړاندی کړم، خو منل او نه منل وړتیا یي تاسو په قضاوت پوری اړه لري : ( نانک دیو د زیږیدو څه موده ورسته، مور یی «ترپتا» په کراتو، کراتو غیری معمولي رڼا لیدلي وه، چې د کوټې په دریڅې ننوتله، د ده ځانګو سره به څو شیبی تمیده او پس وتله، نو له هغه دمه لا فالبینو او نجوم پوهانو د ده د نبوت اټکل کړی ؤ ) یا ( ځواني کې د لمبا په مهال لادرکه شو، د ورځو په تیریدو سره ولس وانګیرله، چې ښایي اوبو وړی یا ځنګله کې په ځناورو پیښ شوی؛ دی اندیښو کلي کې د ماتم خواشیني خپره کړی وه، ځکه دی مینه ناک ځوان سره خلکو ریښتني خواخوږی لرده؛ لاکن ورسته جوته شوه، چې ملایکو د پاک رب حضور ته میلمه کړی ؤ او هلته ده ته د ګبین (شهد) نه ډک جام ورکړل شوی ؤ، چې ده هم په ډیراخلاص زړه اخیستي ؤ او پروردیګار ورته فرمایلي ؤ « ما، ته او ستا امت بختور کړ، ځه او هغوی ته هم دا زیری یوسه، چې د صورت پاکوالی (نظافت) له پاره غسل، باطن صفایی د خوندیتوب په موخه هره شیبه «زما» (رب) یاد ، د هر چا او هر څیز سره ښیګڼی او د بدو اعمالونه پرهیز می درباندی فرض کړل، د ګبین جام مي له دی درګاه څخه د نښي په توګه درکړ، ځه او زه دی مل یم»، چې بیا نانک دیو ـ دری ورځې پس کور کې په حیرانونکی ویره لړلی بڼه څرګندیږی، لومړۍ ورځ ګونګ وی، دویمه ورځ مازی د شنډو په خوزښت وایی «نه، نه هندو، نه مسلمان». ورپسې څه موده کې د سوداګري پانګه په بیوزلو خوارانو ویشی شغل نه یی لاس اخلي، چې په دی کړنه یی له پلار سره اړیکی ترینګلې کیږی، له کوره وځي او د سیک مذهب خپروی).
اصلآ د نانک بابا ژوند د افسانو ډک ګودۍ دي، خو هغه په یوی خوا.
نانک ديو: پنجاب ایالت، لاهور ته څیرمی په ۷۵ کیلومتری اوسني نانکانا ښارګوټي، هندو سوداګر «کالوچند» کور کې سترګې غړولی. په وړکوالی کې یی پلار رمو پیولو ته اړیست، څه موده شپون ؤ ؛ ورپسی د بنجارګی پڼډوکی ورپه شا کړ، چې په کلیوالو سودا وپلوری، بنجاره شو، بنجاره سامان یی په همزولو وړیا وویشه، پلار د ستوغ برګښت له امله د کوره مرور ووت، بیا پسی د ټولواک بهلول خان لودي په چوپړ د مالیی ټولو چارو په دنده «سلطان پور» ته لیږل کیږی، دی سفر د نانک په ژوند کې ژور ریښوی بدلون راووست، چې دی یی بشریت ته د غښتلی نووښتګری څهری په بڼه وه ځلاوه؛ همدلته یی د رباب غږونکی صوفی شاعر«مردان » سره پیژندګلوی یی په ټینګې تلپاتی ملګرتیا بدلیږی، مردان له خولي صوفی شاعرانو د تفکر او شرعی علومو سره اشنایی تر سخت اغیز لاندی، په مغزو کې معنوی بدلون څریکه پړکوی، چې ور سره سم یی په زړه کې د مسلمانو او د نورو ادیانو پیروانو په وړاندی د کرکی سټه، سره د جرړلو له بیخه وچوی او په بدیل یی د پخلاینی، زغم او مینی انګیزه پارویږی.
نانک دیو پوه کیږی، چې د ټولو ادیانو هستوی اړم (محور) « یو ذات» دي، چې هغه په توپیری لمانځونو او ځانګړو دودیزه طریقو او سجدو ستایي.
نانک دیو ـ سلطانپور کې کوژدنه او واده کوی، زامن یی لکشمي داس او سری چند هم همدلته نړۍ ته سترګي غړولي،*(سلطانپور په ننګرهار کې د سره رود ولسوالی پوری تړلی سیمه ده، دلته هند د سلطنت چوڼی وه، سربیره په دي چې مغولی لښکرو یو وار د بایزید انصاری پیر روښان د لمسیانو سره او بل وار د خوشال خټک غورزځنګ د مشر ایمل خان مومند سره په نښتو کې، کلا ړنګه، ښارګوټي یی په ګڼدوالو او خړو ایرو بدل کړ، د تاریخي لحاظ یی هم اوس خپل پوځي ارزښت له لاسه ورکړی، خو بیا هم تر نن پوری دی سیمی، سیکانو له پاره خپل قدس خوندی ساتلی او په سپیڅلی کتاب « ادی ګران» کې یی یادونه شوی، په دوی کې روایت دي، چې د نانک دیو راتللو په مهال دلته وچکالی واکمنه وه، څنګه چې د رب تعال په ده باندی د قحطی ورځی، شپی نه پیرزو کیدی، نو د ده سهولت له پاره یی دلته د اوبو چینه وخوټوله او سیمه یی په زرغونه کړه، دوی په دی باور دي، له دی چینی اوبو څکل یا په کې لمبل عظیم ثواب لری، دا اوبه نه مازی د جلدی رنځونو درمل دي، ورسره د صورت ظاهراو باطن نه خیری او ګناه توږی، ژوند کې د برکت مالګه شیندی، مجردو ته د خوښی جوړی په موندلو او زړونه ته یی ګنډه اچولو کې مرسته کوی؛ نو ځکه په دی خیال ډیر دینداره سیک مذهبه ځلمی او پیغلی، چې په هندوستان او د نړۍ په ګوډنو کې هستوګن دي، سخت لیواله دي چې ښایی د دی مقدس ځای د زیارت په پلمه د ارمانجو هیلو مراد پوره کړی).
له بلی خوا تر سقاوی واکدارۍ (۱۹۹۳م.) وړاندی، دا چینه افغان دولت ته هم د ګرځندوی (توریزم) په څانګه کې د ګټو لنګه غوا وه، له بده‌ مرغه مجاهدینو تر پوښښ لاندی غاصبینو د فتح تر نامه لاندی د سیکانو ډیری ځمکی په مختلفو فشارونو او ناروا طریقو په مټ قبضه کړی، چې قبضه دی لا تر اوسه.
نانک بابا ـ د ژوندون بهیر په هندوستان باندی د افغانانو واکداری د هغه پیر سره هممهال دي، کله چې بهلول خان لودی د توری په څوکه، خپل د واک پولي ډهلی له ټاکلی تنګ چاپیریال څخه ان نیپال او تبت پوری ارته وغزولي.
يادونه: د نړۍ په کچه هندوستان، بیا په هندوستان کې همدا نوموړی سیمی، د ګڼشمیر ادیانو د پیدایښت، ودی، پخیدو او خپورونی ټاټوبی ګڼل کیږی، دلته افغانانو په واک رسیدو سره جوخت د دربار دین په صفت د اسلام مقدس دین هم په نورو ادیانو باندی واکمن شو، داسی ستر زیربنا یی بدلون طبعآ منطقی د ټولنیز جوړښت په ګڼ اړخیزه برخو کې پراخ بڼسټه، ډوب اغیز خپور کړ.
نانک بابا- تصوف د تفکر سره اشنا کیدو ډیر لیوال کړ، چې د نورو ادیانو اعتقاداتو، فلسفی نظریاتو پوهاوی په بڼسټ د «حقیقت» موندنی په موخه، ځانته د قناعت وړ ځواب ومومی؛ لاکن د دی له پاره د ستونزو او خطرونو ډک، لری واټنه، اوږد مهاله سفرونو ته اړتیا وه، چې نانک بابا ځان ته خنډ نه ګاڼه او په کلک هوډ یی ورته ملا وتړله، په ځینو سفرونو کې مردان هم ورسره مل مسافری کوله؛ دی له بنارس او تبت … نه نیولي تربغداد او شام … بیت المقدسه، مدینی منوره پوری د مختلفو ادیانو نامتو معبدونه، جوماتونه، ښوونځي، زیارتونه، نور مقدس مکانونه په ځیرکې کنجکاوی او دقت ولیدل، په څنګ کې یی مکه مکرمه کې د حج فریضه په ادا کولو سره حاجي شو.
ده د نورو ادیانو له پیدایښت څخه را په دی خوا تاریخ، باورنه، ښووني او استدلاونو، په تفسیر سره مطالعه، بیا یی تر ژوری څیړنی لاندی د ښیګڼو، نیمګړتیاو او متضاد اړخونه د منطق په زره بین وشاربل، چې ټاکلی جاج یی تری واخیست او کابو ورسته له دیرش کاله مسافرته پنجاب ته ستون شو. دا هغه مهال ؤ، چې په هند کې مغولو د واک په سر افغانان سره د جګړی برسیره ، مسلمانانو او غیرمسلمانانو ترمنځ مذهبی کړکیچنو له امله، سختو خونړیو شخړو اور په لوړه کچه د لمبو څپو تاو، وړ او زوړ سیځل، دی غمیزی ته په لیدو سره حاجي صاحب نانک هم د خیر په غونډی بی باکه کینناست او سمدم د مردان او «لالو» نومي هندو په ملګرتیا د سولي ټینګښت په موخه د مبارزي ډګر ته ودانګل.
پیل کې د خلکو پام را اړلو په موخه د مردان په سپارښتنه، غاړی کې تسبح او د افغانانو په څیر سرنه دستار (پګړۍ) تاو او هندوانو په دود یی په تندی سورخال کیښود.
په لومړیو ورځو کې د خلکو غونډولو په خاطر لومړی مردان رباب ډنګاوه، نانک بابا وینا (تقریر) کوله، هندو په لیکلی بڼه اړوله.
د هندو او مسلمان لومړنی ګډوله خوزښت، په لنډه موده کې د نانک بابا ویناوی هنر په مټ، چې د ژبی په وضاحت کې استثناء مهارت لرود، د مختلفو ادیانو استازو ډیر لارویان، ملاتړی او مینه وال ځان خوا ته راښکودل.
د ده د ویناو اصلی منځپانګه، خلکو ته د دی پیغام رسه ول ؤ، چې له یوی خوا د خالق پرودیګار په وړاندی پرته د قومي، مذهبي، کلتوری، طبقاتي او جنسي توپیره ټول ادم ذات یو شان حق لری او هغه د هیچا سره تبعیض او کینه نه کوی، نه یو قوم ورته په پرتله د بل قوم ممتاز دي. له بلی خوا د هغه ټول مخلوق، هغه ته یو شان اړتیا لری، هغه د ستایلو، لمانځلو او ذکرولو بیشمیره لاری چاري شته، یو دین او مذهب پیروانو ته ناشونې ده چې، هغه د مخلوق په مخ، هغه ته د مخه کولو دروازی وتړی او هغه د هیچا انحصارکیدای هم نه شي.
نانک د ژوند ورستی کالونو کې په «کارتراپور» کې هستوګن شو، دلته به هره شپه «سنغات»، چې د مجلس په مانا دي، محفلونه جوړیدل، په دی کې هر دین او مذهب، هری طبقی نه، ښځي او نر، واړه او زاړه ټولیدل، نغمي، سندری، ترانې، سرودنه، به یی زمزمه کولی. بیا به « ګډ دسترخوان» ښوریده او په ګډه به ډوډۍ خوړل کیده.
له همدی ځایه د ده خوزښت د یو لوی غورځنګ په لور ګام اوچت کړ.
ده خپل پلویان د ټولنی په چارو کې فعال او ویښ ژوند ته هڅول، په ټینګار به یی کار او زیار ته اړایستل، چې لټ روږدی نه شي، د به ویل، چې د ژوند اړتیاوی پوره کولو په خاطر د حلالی روزی موندنی معقوله لار د لاسونو په ټناکو ګټل دي چې د جسم او ذهن په سلامتیا او وده کې هم رغنده ونډه لری؛ په خپله یی هم د روحانیت جامي له تنه ایسته او د ساده بزګر کالی واغوستل، په کښت و کر یی لاس پوری کړ چې د ژوند تر ورستۍ سلګۍ په بوخت ؤ.
د ده د ویناوی یوه بیلګه، چې خپلو مینه والو ته یی کوله.
« دا لایتناهی کاینات، دا نړۍ، خوب، خیال، افسانه او داستان نه دي، ژوندی ریښتینی حقیقت دي، خپل خاوند لری، څوک یی «الله»، «رام»، «کیش»، «شیوا»، «ګوپال»، … بولی، ما یی په لټون د خپل ژوندون لویه برخه په وچو شاړو او سمندرونو کې، په غرونو او رغونو کې، د لمر سوځنده وړانګو تاو لاندی او وژنکو ساړو په زغملو سره بیشماره کړاونه وګالل، خو هغه مي وه نه موند، تاسو یی هم په ولیدو پسی چرته مه ځی، ځکه هغه پوله، (ټاکلې) کور، نژاد، قوم، رنګ، جسم او څهره نه لری، چې مجسم، تجسم او تصور شي، خو هغه په هرزمان، هرمکان، هر څیز او په هر چا کې تل حاضر او ناظر دي، هغه ستاسو په ظاهراو باطن کی د مینی، ښکلا، اخلاقو، رښتیا او ایمان په بڼه ځلانده او څرګند شتون لري، هغه د ابدي ښایست ازلي جوهر دي؛ په ټولو بنده ذاتو یی حق دي چی په وار وار یي په منترونو، نعتونو، اشعارو، غزلونو، نغمو، سندرو او خبرو کې وستایی، شيبه په شیبه یی ترانو او سرودنو کې په مینه او محبت ذکر کړئ، چی هغه لوی ذات د ټولو خدایانو خدای دی، په هغه زړه له کومي باور وکړئ، بشر او طبیعت ته ښیګڼه رسه ول، هغه ته سوچه عبادت دي، اصلی معبد ستاسو زړه کې دي، اړینه ده دننه په خپل بطن کی د نیکۍ داسی فضلوتونه روزنه او وپالنه وکړئ، چی د هغه نه د شکر گزاری په احسان، د هغه مخلوقاتو ته ان په ذهن کې د زیان اړولو هډو خیال ونه کړئ، په دی اړوند پروردیګار اراده درکړی که زړه له تله تری مدد وغواړﺉ، ستاسو یاری کوی، هغه مهربانه ذات دي، اړینه ده چې د الفتونو په رڼا کی دم په دم په هره ساه کې، هغه تر هغې دمه ذکر کړئ، چی ستاسو له چاپیریاله، ستاسو د کهوله، ستاسو د ژوند څخه د دجال خیرنی ځالی، پلیتی اوخبیثی ارواحګاني ورکی او پوپنا شی، شونی نه ده چی په ریا او نيرنګ یا په کاذبو، سجدو، روژو هغه تیر باسی، او نه هم هغه ور ته اړتیا لری، هغه بی نیازه او بي احتیاجه رب دي، سیال، مرستیال، شریک، مشاور… نه لری، نه مني، هغه واحد دي.
د بی روحه بُت، زیارت، شمشان (هندوسوزان)، مکان او نورو بی هویته شرک مزاجه موجوداتو لمانځنو د مټاکو خرافاتو نه پرهیز وکړئ».
د نانک بابا په «ادی ګرانتهـ» کې ۹۷۶ منترونه ثبت دي.
د نانک بابا مړینه: ویل کیږی، چې بابا له خپل مرګه څخه یوه ورځ وړاندی له خپل لارویانو نه پوښتنه وکړه، چې «که مړ شم ، زما د مړی غم به څنګه خورئ؟». مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د خښولو او یا سیزولو له وجی کابو خبره تاوتریخوالي ته اوښته، چې د مخنیوی له پاره یی بابا پریکړه وکړه، چې دواړه خواوی دی رامبیل او چامبیل تازه ګلان راوړی، ښي او چپ پلو به یې کیږدو، تر مرګه مي چې د هری غاړی ګلان مړاوی نه ؤ، ما همهغوی ته وسپارئ ؛ دا وویل او څادر یی په ځان وغږاوه، په را سبا یی کله چې څادر ترینه پورته کړ، ګوری نانک نشته خو د دواړو غاړو ګلان بوی لا تازه ؤ.
د هغه ځایناسته د نورو ادیانو اولیاءو په توپیر، نه زامنو یا خپلوانو ته میراث شوه، بلکی د نانک بابا په سپارښتنه «ګوروهـ انجد دیوجي» ته وسپارله شوه.
لړۍ روانه ده …

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply