زلمي خلیل زاد ته ګټوره مشوره!/ودان روښان

0 948

پر دې خو ټول پوهېږي چې ډاکتر زلمی خلیل زاد یو وتلی دیپلومات او سیاستوال دی. ښاغلي خلیل زاد ته چې په دې وروستیو کې د افغان سولې ستونزمنه دنده وروسپارل شوې هڅه کوي دا دنده په بریالیتوب سره ترسره کړي. خلیل زاد ته له داسې چا سره د ماملې او جوړ جاړي دنده سپارل شوې چې هیڅ ډول دیني او اخلاقي معیارونو ته ژمن نه دي، هرڅه یې په چل ول او دوکې ولاړ دي، پر کومه خاوره چې واک چلوي په دسیسه او جعل ورکړل شوې او ټول کړه وړه یې له دوکې پرته بل څه نه دي. څه باندې دېرش کاله پخوا یو ښاغلي چې نوم یې زما له یاده وتلی لیکلي و چې « د پاکستان حرمونی د بریتانیا له امپراتوري وزېږېد او هغه امپراتوري           ( دبریتانیانیا) پر همدغه لنګون مړه شوه » د پاکستان له پاره دا ډېر سم  او پرځای تعریف دی که وکتل شي پاکستانیانو(چارواکو)ټول عمر دروغ ویلي، دوی په افغانستان کې د وینو پر سوداګري خپلې مزې چړچې کړي. د پاکستانیانو ظاهري شعار:«پاکستان کا مطلب کیا؟ لااله الا لله » خو همدغو د لا اله الا لله پوځ (د پاکستان پوځ)په بنګلادیش کې پر ۲۰۰ زرو  بنګالۍ مسلمانو پیغلو جنسي تېري وکړل چې ډېرې اومیندواره شوې او له بې ګناهی سره سره د کورنیو او ټولنې د کرکې وړ هم وګرځېدې، ځینو ځانونه ووژل، ځینې نورې ښارونو او کلیو ته وتښتېدې د همدغه تش په نوم د اسلام په نوم جوړ شوي هېواد پوځ لم له لاسه ۱۵ میلیونه مسلمان بنګالیان هند ته کډوال شول، یوازې د ۱۹۷۱ د مارچ پر ۲۵شپه په ډاکه کې د پاکستانی جنرالانو په امر ۲۵۰ زره محصلین، ډاکتران، زده کونکی، انجنیران، د پوهنتونونو استادان، خبریالان، سیاسی فعالان او په ټوله کې لوستی کسان له توپیر پرته ځکه ووژل چې فکر یې کولو همدغو کسان به له ازادی وروسته بنګلادیش جوړوی. پاکستان کې د اسلام تر ټولو سترټیکدار پوځي حکمران جنرال ضیا الحق په اردن کې ۲۵۰۰۰ فلسطیني مسلمانان د ۱۹۷۰ کال په سپتمبر(تورسپتمبر) کې تر ټانکونو لاندې کړل. نو اوس خلیلزاد ته د دغسې هېواد چارواکو سره هوکړې ته رسېدو یا په افغانستان کې د سولې له پاره د هغوی قانع کولو دنده ورسرسپارل شوې ده.

داسمه ده چې ښاغلي خلیل زاد ته د افغانستان او پاکستان ټول حساسیتونه او انګېرنې سمې مالومې دي. دی پر دې ښه پوهېږي چې د افغانستان ستونزې چېرې دي. دده د خپلو څرګندونو پربنسټ د پاکستان پوځ او استخبارات په افغانستان کې د جګړو او جګړه مارو اصلي سمبالونکي، تمویلونکي او قومانده کونکي دي.

په دې وروستیو کې ښاغلي خلیل زاد ویلي چې پاکستانیان د افغانستان په اړه داسې پټ پلان لري چې هغه په ښکاره نه شي ویلی. خلیل زاد د امریکا غږ د دې پوښتنې په ځواب چې پاکستان له افغانانو غواړي څه؟ ویلي ښایي پاکستانیان غواړي ځینې سیمې د هغوی پلویانو لکه د حقاني شبکې تر ولکې لاندې ورکړل شي. یا هم غواړي افغانستان خپل بهرنی سیاست د اسلام اباد په کنترول کې ورکړي اویا هم غواړي افغانستان د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژني او یا غواړي په افغانستان کې خپل ګوډاګیان واک ته ورسوي؟

دا د ښاغلي خلیل زاد په اند د پاکستان هغه غوښتنې دي چې د پوره کولو له پاره یې د افغانانو وینې تویوي، په دې سره نه یوازې د افغانانو بلکې د امریکا په ګډون د افغانستان نورو ملاتړو هېوادو وګړو وینې هم تویوي او هم غواړي په ده دغه ډول کړنو سره له افغانستانه د ترهګرو ځاله جوړه، سیمه او نړۍ و ګواښي.

که وکتل شي د پاکستان له یادو غوښتنو  یوه هم نه مطقي او نه هم عملي ده، دا غوښتنې نه افغانان مني او نه هم کوم بل څوک دغه حق لري چې په دې اړه کومه مامله وکړي.

هغه ډول چې د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه له امریکا څه باندې ۳۳ میلیاده ډالر اخیستي خو د ټرمپ په وینا په بدل کې یې یوازې امریکا ته دروغ ویلي.

پر دې خیلیزاد او هم نور امریکایي چارواکي اوس ښه پوهېږي چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې رښتینی نه دی که امریکا څومره ډالر ورکړل خو پاکستان یې همکاري ته رامات نه شو کړی، که ځینو امریکایي چارواکو پاکستان ته ګواښونه هم وکړل نو چندان ګټه یې ونه کړه. داسې ښکاري چې د ولسمشر ټرمپ بندیزونو او ګواښونو سره له دې چې پاکستان له سختو ستوزه سره مخ کړی خو دغه کار هم هغه ډول چې تمه یې کېده د پام وړ پایله نه درلوده ځکه چې له دغو ګواښونو او بندیزونو سره سره په افغانستان کې جګړې زور واخیست او هم پاکستان د طالبانو  اړیکې له روسیې او ایران سره ټینګې او هغوی ته یې نور ډونران هم پیدا کړل چې په دې سره یې افغانستان او هم امریکا ته نوی سرخوږی هم جوړ کړ.

نو چې داسې ده څه کول په کار دي؟

داسې ښکاري چې په دغسې حالت کې تر ټولو ګټوره، ارزانه او اسانه لار هماغه ده چې پاکستان یې کاروي.

وتلی فرانسوي ستراتېژیست اندره بوفر وایي: «کله چې غلیم زموږ پر ضد غیرمستقیمه ستراتېژي پلې کوي موږ هم باید ورته ستراتېژي ترلاس لاندې ونیسو. کله چې غلیم زموږ له کمزریو ګټه اخلي موږ هم باید ددوښمن له کمزوریو ګټه واخلو. که موږ کمزرې نقطې لرو دوښمن هم کمزورې نقطې لري، که زموږ کمزوري ددوښمن له پاره هدف دي، د دوښمن کمزورې نقطې بیا موږ ته هدف دي.» اوس نو چې پاکستان په څه باندې ۳۳ میلیارده ډالرو انعام همکاري ته چمتو نه شو که امریکا ۳۰۰ میلیارده ډالر هم ورکړي بیاهم همکاري نه ورسره کوي، که پوځي برید پرې وکړي لومړی خو دا چاره اوس عملي نه ده که وي هم دغه کار به ستونزې جوړې کړي، سره له دې چې اقتصادي بندیزونه او فشارونه اغیزمن دي خو داسې ښکاري چې په دې سره هم پاکستان جنرالان لارې ته نه راځي نو ځکه خو یوازینې غوره لار هماغه د ورته عمل لار ده. پاکستان تر افغانستان ډېرې کمزوریانې لري نو امریکا ته بویه چې له دغو کمزوریو ګټه واخلي. د پاکستان ددولت مخالفین پیاوړي کړي. بلوڅان پر دوو پښو ناست دي، سندیان په وینو کې خوټېږي، ګلګت بلتستان یوې وړې اشارې ته تیار دي، د پښتون ژغورنې غورځنګ یوازې اخلاقي ملاتړ ته اړتیا لري او بله دا چې په پاکستان کې د پیسو په بدل کې هره چاره شونې ده، نو ځکه خو خلیل زاد باید امریکایان پر دې قانع کړي چې څه باندې ۳۳ میلیاده ډالرو کار ونه کړ نو که ۵۰۰ میلیونه ډالر په پاکستان کې د وران کاریو له پاره بیل کړي په ډاډ سره ویلی شو چې پاکستان پر عقل راوستلی شي. کله چې څو پرله پسې چاودنې په کراچۍ اسلام اباد او په تېره لاهور کې وشي او هم بلوڅان د مالي او تسلیحاتي ملاتړ پر مت پر پاکستاني پوځیانو پرله پسې بریدونو ته زور ورکړي بیا وګورو چې څنګه په افغانستان کې لاسوهنې او ورانکاري ته دوام ورکوي؟ د پاکستان پرځای کینولو له پاره یوازې همدغه تګلاره ګټوره او اغیزمنه ده او بس؟      

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply