د سیاسي سوداګرو غوغا!/سرلوڅ مرادزی

0 717

تر هر څه مخکې، د خپل عقیدت او درناوۍ ګېډۍ ګېډۍ ګلونه، د وروستیو څلور واړه شهیدانو ملي اتل عبدالجبار، جنرال عبدالرازق، جنرال مومن حسنخېل او د ملي تلویزیون فلم اخیستونکي سلیم پر مزارونو نذرانه کوم. دا هغه مېړني دي چې د هېواد ژغورنې او د افغانانو د سوکالۍ په لار کې پهبېساري مېړانه او سرښندنه شهیدان شول!

چې د قام په ننګ کې ومړ هغه زویه

په عالم کې د خپل پلار غاړه که لکه

خوشال بابا

دغو شهیدانو د هېواد د زرګونو شهیدانو په څېر، یو وار بیا په خپلو پاکو وینو افغان خاوره لا خړوبه کړه او د ښمن ته يي وښوده چې افغان بچی لهسره تیریږي، خو د هېواد د یوې لویشتې خاورې، خپلواکۍ او ملي حاکمیته په هیڅ شان تېرېدونکی نه دی.

دغو شهیدانو په ریښتیا، د خوشال بابا په وینا، په عالم کې د افغانانو غاړه جیګه او د سر شمله لوړه کړه!

له بده مرغه د وطن په لار کې د شهیدانو سرښندنه په ریښتیني بڼه، تل او د ټولو لخوا یو شان نه تفسیریږي، دلته هم سیاسي سوداګر خپل مال اوسودا خرڅوي او غواړي پر داسې پاکې ویني هم تجارت او معامله وکړي.

سیاسي سوداګرو اوس د کندهار د امنیي قومندان جنرال رازق شهادت، خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره یوه وسیله ګرځولې!

د کندهار د غملړلې پېښې او د جنرال رازق د شهادت د څرنګوالي په اړه، مخکې تر دې چې افغان دولت خپله ارزونه او څېړنه پیل او اعلان کړي،لومړی د ماسکو سیاسي سوداګرو په سپوتنیک کې د توطيې تیورې پر بنسټ داسې خبر چې امریکایان د پېښې لامل دی، میدان ته راوییسته. داجعلي خبر لکه ځانمرګی بم  وو، یوازې په ۲۴ ګړیو کې د هغه رسنیو په مټ چې سپوتنیک سره نږدې تړاو لري، په افغانستان، سیمې او نړۍ کېخپور شو.

د سپوتنیک په پل، ایراني خبرتون لکه تسنیم او ایرنا هم دغه جعلي خبر نور هم وشاربه او د خپلو خواخوږو غوږو ته يی په بېړه ورساوه چې وروسته بیاپه اصطلاح ځینې افغاني رسنیو لکه ماندګار، ۸ صبح، جمهور، پایم افتاب او نور رامیدان ته شول او ځینو يي په پټو سترګو پر هغه جعلي خبرشخوند پیل کړ چې یوازې څو ګړۍ مخکې سپوتنیک خپور کړی وو.

د دغو جعلي خبرونو سره سم د شهید رازق جعلي ملګرو او ملاتړو هم سملاسې میدان ته ورودانګل، څو په خړو شویو اوبو کې د خپل مراد کبانونیسي.

جمهوری خبرتون، د خبر تر مخې عطامحمد نور تر نورو مخکې شو او ويي ویل«جنرال رازق که یکی از استوانه های قدرت در جنوب کشور محسوبمی ګردید، از محبوبیت خوب در میان مردم برخوردار بود. او نه تنها یک نظامی تمام عیار بود، که عامل اساسی امنیت کندهار وحوزه جنوب کشورمحسوب می ګردد او از اعضای ارشد ایتلاف ملی بزرګ افغانستان بود که نقش ارزشمندی در تعاملات سیاسی کشور داشت» اعطا نورورزیاتوي«ترور جنرال رزاق در یک محل مصون و تحت شرایط شدید امنیتی نشان میدهد که او در نیجه توطیه حریفانش و مقامات بلندپایه درونحکومت، هدف قرار ګرفته است»

په دې توګه سپوتنیک چې پر امریکایانو د پېښې پړه وراچوي، کورني سپوتنیکوال لکه عطانور او نور بیا«مقامات بلندپایه درون حکومت» هم ور سرهرانغاړي، څو د توطيې تیورې اړخونه بشپړ شوې وي. جمهوري خبرتون د ایراني خبرتون، ایرنا پر بنسټ ادامه ورکوي او لیکي« در پی ترور جنرالعبدالرزاق محمد محقق معاون دوم ریاست اجراییه افغانستان در صفحه رسمی فیسبوک خویش نوشت: این حادثه تروریستی که در نتیجه ان جنرالرازق، عامل اصلی در ثبات در جنوب کشور به شهادت رسید، یک دسیسه سازمان یافته از پیش تعیین شده بود و سد اهنینی که رازق با درایت وتدبیر، با شجاعت و اخلاق خود در برابر تروریزم ایجاد کرده بود، شکسته شد»

همدغه خبرتون د امرالله صالح د خولې خبر هم رااخلي، امرالله د مکر په اوښکو سره وايی«یک جنرال اسطوره ای را نباید به مانند یک سپاهی ګمنامبه خاک می سپردند»، خو کاشکې چې دا خبرې امرالله د جنرال رازق پر مزار کړی وای او کندهار ته تللی وای.

خو که موزې له ګودره مخکې له پښو ونه باسو، ولسمر غني خپله کندهار ته لاړ. د جنرال رزاق په مزار يي د ګلو ګېډۍ کېښوده او د هغه د مور اوکورنۍ سره يي ولېدل. د کندهار د پولیسو اکاډیمې يي د جنرال رازق په نوم ونوموله، هغه ته يي د خپلواکۍ د اتل لقب ورکولو او پر قبر يي د مقبرې دجوړولو ژمنه وکړه.

پیام افتاب د سپوتنیک د خبر ترڅنګ لږ نور هم وړاندې تللی او زیاتوي«برګزاری نشست فرمانده نیروهای قاطع (سکاټ میلر) با مقامات محلیکندهار وهمزمان وقوع این حمله، سوال برانګیز به نظر میرسد؛ بویژه اینکه حمله زمانی صورت می ګیرد، که اقای میلر سواربر هواپیما می شود و ازاسیب در امان می ماند. شاید این معمای باشد که بتوان رد اقای خلیلزاد سفیر صلح امریکا رانیز در ان دید»

په بله زیاتونه کې، جنرال دوستم  چې غواړي په دې اړه تر کاروان وروسسته پاتې نه شي، له نامالوم ځای، وايي«جنرال رازق یک مرد (تلخه ناک) ودوست صمیمی من بود، و از جانب ایتلاف ملی حوزه جنوب راتحت پوشش خود داشت» او وړاندې ځي«امریکا بشنود؛ ما رییس جمهور تعیینمیکنیم»

که سړی دا شان نورو ورته رسنیو او سایټونو ته هم سر ورښکاره کړي، د یوه اړخ  ټول سیاسي سوداګر، د یوې ټلوالې پېژندل شوې څېرې او د هېوادد روان ناورین اصلي لوبغاړي، په ګډه تر یوه ماسک لاندې، ځانونه د جنرال رازق په ملاتړ کې ولاړ ځلوي او مرکزي حکومت ته سپورې ستغې وايی.

کله چې سړی د دغو سیاسي سوداګرو درواغجن ملګرتوب او ملاتړ ته ګوري، ګوته په غاښ پاتیږي چې میره څنګه تر مور مهربانه کېدلای شي!

سیاسي سوداګرو د حکومت لخوا د پېښې د څېړنې پلاوي پایلو او پریکړو ته، ځنډ ونه کړ او د باورچاپیریال يي مخکې له مخکې خړپړ کړ.

د هېواد د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي«د جنرال رازق قاتل د پاکستان ISI سره نږدې اړیکې درلودې. هغه کس چې جنرال رازق ييشهید کړ، د الحمزه په نوم ډلې کې روزل شوی وو. د الحمزه ډله د ځانمرګو بریدګرو د روزنې مرکز دی او د تاج میر جواد په نوم د ISI د یو نږدې کستر لارښوونو لاندې کار کوی، روهي بریښناپاڼه»

تر دې وړاندې د هېواد د ملي امنیت عمومي رییس محمد معصوم ستانکزی هم رسنیو ته ویلي ول چې د جنرال رازق د وژنې دسیسه تر کرښې هغهخوا ترتیب شوې وه.

دا مهال د کندهار د خونړۍ پېښې په اړه نور مهم لاسوندونه هم تر ګوتو شوې دی. په همدې تړاو د هېواد ولسمشر اشرف غني په کندهار کېوویل«پاکستان ته وایم، توطیه په پاکستان کې شوې، مجرمین راکړۍ چې موږ يي محاکمه کړو. هر ډول پلاوی چې منۍ رادې شي او څېړنه دې وکړيچې موږ ملامت یوو او که تاسو، BBC »

شهید جنرال رازق چې په سرښندنې سره د پولیسو په چوکاټ کې جنرالۍ ته رسېدلی وو او په همداسې سرښندنې سره يي سر په وطن کېښود، دهېواد د سیاسي سوداګرو د شومو پلانونو څخه يي ژوره خبرتیا نه درلوده. د هېواد د هویت او پر مختګ کورني دښمنانو غوښتل چې شهید جنرال دمرکزي حکومت په وړاندې استعمال کړي او کندهار کې يي د واک په یوه ټاپو کې بندي وساتي. نن چې همدغه کړۍ د جنرال رازق په مړینه د مکراوښکې تویوي او په خپل تبلیغ سره د هغه د شهادت پل له اصلي ځایه بلخوا انتقالوي او په دې اړه د افغانانو ذهن ګیچوي د هغه لويي توطیې یوهبرخه ده چې د واک ټاپوګانو ساتلو لپاره د مرکزي حکومت په وړاندې ترسره کیږي.

که څه هم په ورته وخت د جنرال رازق سره ملي اتل عبدالجبار، جنرال مومن حسن خېل او د ملي تلویزیون فلم اخیستونکي سلیم هم شهیدان شوي، خوڅنګه چې نوموړي شهیدان په پخوا کې د دغه کړیو د ملي ضد ګټو سره تړاو نه لري، د دوی په اړه نه غږ پورته کیږي او نه اوښکه تویږي!

کاشکې چې د جنرال رازق او نورو شهیدانو توی شوې وینه، له هر ډول سیاسي سوداګرۍ  پرته، د ټولو افغانانو ترمنځ د ریښتیني یووالي او پيوستونلامل شي.

د همداسې څه په هیله!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply