د بلخ ولس او له سیمه ییز حکومت څخه نفرت

0 575

صالح احمد مومند

د تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د بلخ اکثره چارواکو د پښتون ولس سره تل د مور او میرې چلند کړی او کوي د بلخ هره اداره یوازې یو قوم او یو ګوند قبضه کړي چې دلته یې یادونه کوم.

د  ولایت مقام په تېرو ۱۶ کلونو کې د یو مشخص ګوند او قوم په قبضه کې وو او اوس هم د هماغه قوم او ګوند قبضه کې دی.

د امنیه قوماندانۍ ، د پوهنې ریاست ، د اطلاعاتو او کلتور ریاست ، د کار او ټولنیزو ریاست ، د مزار ښاروالۍ ،  د ثبت احوال نفوس ریاست ، د عدلې ریاست او داسې نورې ادارې …..

د دوی د دندو د ګمارلو شرطونه …

۱د خپلې ژبې څخه باید تېر شې .

۲ د خپل قوم څخه باید تېر شې.

۳ د دوی د ګوند غړی باید اووسې.

۴ د دوی غوړه مالي باید وکړې.

او په ټوله کې د دوی غلام باید اووسې او که په خپله مورنۍ پښتو ژبه خبرې وکړي بیا پرې د متعصب ټاپه وهل کېږي او مخکې له دې، چې هغوی دې له دندې ګوښه کړي ته باید دنده پریږدې.

دا هغه څه دي چې زه یې خپله شاهد یم په بلخ کې داسې پیښې هم شوي چې کله یو پښتون ځوان په یو دنده ګمارل کیږي له مرکز کابل څخه مکتوب راوړي خو دلته ورته بیا ستونزې جوړه وي او د دندې څخه په شا کیږي .

چې بیلګې یې ډیرې دي.

او کله هم چې کوم څوک د دوی پر وړاندې خپل غږ اوچتوي نو بیا ورته بیلابیلې ستونزې جوړوي تر څو بلخ پریږدي او د دوی غوږونه ترې په آرام وي.

 د بلخ په ناامنه کولو کې هم دوی په خپله لاس لري تر څو د دوی شخصي ګټې وساتل شي.

او هغه سیمې چې تل په کې د دوی لخوا په لوی لاس جګړه روانه ده تر څو په کې یو مشخص قوم دلته کمزوری کړي . هلته پښتانه چارواکي وراستوي او بیا یې پري وژنې.

ښه بیلګه یې چمتال ،چهار بولک او شولګره ولسوالۍ ګانې دي . نورې ولسوالۍ یا سیمې چې آرامې دي هغه یې هم د تیرو ۱۷ کلونو راهیسې قبضه کړي او کلي په کلي یې د بې اتفاقۍ لمبې بلې کړي او کور په کور یې د ویر ټغر خپور کړي . دلته په بلخ کې چې کله هم د ټاکنو وخت نیټه په رارسیدو شي نو پښتون میشتې سیمې نامنه کیږي او جګړه زور اخلي او قربانې هم یوازي پښتون قوم ورکوي . ترڅو د پښتنو نوماندان ناکام شي او د دوی د فساد او ناروا کړنو پرده پورته نه شي.

په تېرو ټاکنو کې هم همدا حال وو او سږ کال هم همداسې وشول . او ترڅنګ یې یو شمېر پښتنو ته پیسې ورکړي چې ځانونه نوماندان کړي ترڅو د پښتنو دا پاتې رایې هم تیت کړي.

د ولس د یووالي او د ویښتیا په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply