Browsing Tag

آصف بهاند

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/۲۷۷مه برخه

لستوڼي بډ وهئ گډېـږئ د قوشتېپې کانال به ټول‌عمر کې وینه   ما دې په سپین مړوند ویده کړه خپلې څپلۍ مې سر ته ډېرې ایښې دینه   یوه نه، څو خبرې وکړه خو داسې نه شي چې ته خلاص کړې کتابونه   په حافظه به ظلم وکم تا به ترې هېر کم، زه به…

پوښتنې او غوښتنې-د مارچ اتمه-د ښځو نړیواله ورځ

پوښتنې او غوښتنې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ د ښځې له‌لاسه قلم اخستل او بېلچه ورکول، د کوم ځای قانون دی؟ له پېړیو راپه‌دې‌خوا له افغان مېرمنو سره توپیري چلن شوی دی او همدااوس هم دا غمیزه په خپل ټول شدت سره روانه ده. ښځه د زېږېدو له…

له افغان مېرمنو سره هراړخیز توپـیـري چلن

له افغان مېرمنو سره هراړخیز توپـیـري چلن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ زموږ د ټولنې تاریخ له شواهدو سره، له دې ډک دی چې له افغان نجونو او مېرمنو سره په بېلابېلو بڼو تاوتریخوالی او توپیري چلن شوی دی. زموږ په ټولنه کې که د چا پښه هم په…

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۲۷۶مه برخه

له خپل وطن مې کډه بار شوه اوس په پردي وطن كې گورمه کورونه   زه مې له خپله ياده وځم تا نه به څه گيله کوم چې هېر دې کړمه   کتاب ته ناست يمه زنگېـږم خیال کې مې ته يې پاڼې دوه ـ دوه اړومه   غم دې پولیس د انټرپول دی چې هر وطن ته…

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه – ۲۷۵مه برخه

زما قسمت د سالنگ غر دی پر نورو لمر دئ، پرما واورې وروینه   ځانله قلم واخله جانانه د ټوپک مینه به دې ورک له ملکه کړینه   په تهمتو څوک نه تورېـږي که تورېدلای اوس به تکه توره ومه   د رواجو ستم دې ورک شي چا چې جوړ کړي، اوس دې خپله…

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/۲۷۴مه برخه

  موږ د ناښاد وطن بچي یوو ‏پۀ موږ یې ښاد کړل د پردیو وطنونه   په ما دې ستړی مزل وکهٔ سپي دې پمن شه بدرگه درسره ځینه   لیوني سپي را نه چاپـېـر دي آشنا په رډو، رډو ګورې ما ترې خورینه   لاليه ته ولې شکي شوې د کلي خلک مې لمنه توروينه…

مورنۍ ژبه او نوې تکنالوژي (د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ)

«موږ له دولتي، حکومتي او نورو زياتو اړخونو څخه بې وزله او يتيم ولس يو، خو لا تر اوسه ژوندي يو. مخ په وړاندي د ژوندي پاته کېدو او سيال کېدو لپاره بايد يو بل ته لاس ورکړو او په زياته زموږ د ژبې د بقا لپاره ګډ کار وکړو، ځکه چې زموږ د ژوندي…

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/ ۲۷۳مه برخه

گلاب، گلاب ځوانان دې لاړل وطنه چا درته ښېراوې کړې‌دینه   کور دې له‌غمه خالي مه‌شه پرماراغلې ورځې ستا له‌لاسه دینه   چې زړه مې يو وار درنه تور شو که بيا قبله هم شې، مخ نه دراړومه د لنډیو د دې برخې په‌پاره دا لنډۍ راټولې شوې دي:…

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/ ۲۷۱مه برخه

د نفرتونو کور دې وران شي د مينې کور دې تر قيامته پورې وينه   پۀ تعويذو بۀ مې غوښتلې اوس درنه ځان پۀ باباګانو خلاصومه   د بېلتانۀ تر غرونو تېره زړۀ ته را تېره ياره نه راځي خوبونه   زما جنت وطن یې وران کړ ‏سپـکه بڼــکه شــوم، د…