لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/ ۲۷۳مه برخه

آصف بهاند

183

گلاب، گلاب ځوانان دې لاړل

وطنه چا درته ښېراوې کړې‌دینه

 

کور دې له‌غمه خالي مه‌شه

پرماراغلې ورځې ستا له‌لاسه دینه

 

چې زړه مې يو وار درنه تور شو

که بيا قبله هم شې، مخ نه دراړومه

د لنډیو د دې برخې په‌پاره دا لنډۍ راټولې شوې دي:

ته به مې کله، کله یاد کړې
زه دې په زړه پورې گنډلۍ گرځومه

 

دا سوی، سوی نارې ناورې
د سمندر څپې مې ښکته پورته وړینه

 

گلاب، گلاب ځوانان دې لاړل

وطنه چا درته ښېراوې کړې‌دینه

 

پرما دې وي، پرتا دې نه وي

سختې‌گرمۍ، د ژمي یخ، ساړه بادونه

 

چې درنه لاړم رابه نه شم

که د بنگال په کوډگـر وکړې تاویذونه

 

د سرې ډولۍ په ارمان مړه شې
نصیب دې مه شه په نکریزو سره لاسونه

 

یوه دې وه، بله دې وکړه
د وروستنۍ ډولۍ دې وخیژه میخونه

 

کور دې له‌غمه خالي مه‌شه

پرماراغلې ورځې ستا له‌لاسه دینه

 

کابل په واورو باندې پټ شو

یخه هوا یې پېښور پورې راځینه

 

د کال څلور فصلونه تېر شول
نصيب مې نه شول ستا د سترگو ديدنونه

 

له مجبورۍ مي درته شا کړه

نه بې وفا يم نه په زړه کافره يمه

 

کډې مې توروغرو ته بار کړې

چې د نفرت اورونه مړه شي رابه‌شمه

 

کډې مې توروغرو ته بار کړې

چې د نفرت اورونه مړه شي، رابه شمه

 

خدای به مې ورک لالی پیداکړي
بیا به همزولو منځ کې خواره نه کېنمه

 

رباب زما په درد پوهيـږي

هره نغمه کې ورک جانان رايادوينه

 

چې زړه مې يو وار درنه تور شو

که بيا قبله هم شې، مخ نه دراړومه

 

یوځلې بیا پردې لار راشئ

د پخوانو پلونو مو نه‌شته نښانونه

 

لالیه ستا د سفر غږ شو
زه په وړه ماڼۍ کې گرده تاویدمه

 

هر مازدیگر چې سترگه لویـږي

د تنارۀ پاستي ویشه، کۀ خاورې ومه

 

لاسونه کلک رانه چاپېر کړه

په هدیرو کې خلک بېل، بېل خښوینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.