لنډۍ، د ثبتولو ستونزه – ۲۷۵مه برخه

آصف بهاند

216

زما قسمت د سالنگ غر دی
پر نورو لمر دئ، پرما واورې وروینه

 

ځانله قلم واخله جانانه

د ټوپک مینه به دې ورک له ملکه کړینه

 

په تهمتو څوک نه تورېـږي

که تورېدلای اوس به تکه توره ومه

 

د رواجو ستم دې ورک شي

چا چې جوړ کړي، اوس دې خپله گرځوینه

 

د دې برخې له‌پاره دا نوې لنډۍ راټولې شوې دي:

ما په پردو غرونو کي خښ کړئ

وطن ته مه‌وړئ د ژړا څوک نه‌لرمه

 

د دونیا هرڅه به شي پاتې

د لارې‌مل به خپل عمل درسره ځینه

 

مور مې ژوندۍ ده پروا نه‌شته

ناست په ایرو یم، ځان پر تخت حسابومه

 

سترګې مې تاپسې ړندې شوې
ورکه جانانه تا به چېرته لټومه

 

زما قسمت د سالنگ غر دی
پر نورو لمر دئ، پرما واورې وروینه

 

مونځ مې کولو شوې رایاده

ملا ولاړ ؤ زه سجدې ته ښکته شومه

 

هېڅ مې له وسه پوره نه دي

په پېغورونو به دې سترګې پټومه

 

موری غمونو ته دې ستر کړم
کمکۍ دې مړ وای، چی مې نه لیدای غمونه

 

ځانله قلم واخله جانانه

د ټوپک مینه به دې ورک له ملکه کړینه

 

خدایه په کبر یې شمار نه‌کړې
کمکۍ دې مړ وای چی مې نه لیدای غمونه

 

زما د زړۀ ماڼۍ نړيـږي

حالاتو سختې زلزلې راوستي دينه

 

چې مې له بد‌حال يار خبريـږي

په ما به درد د زړگي څه، څه کړي‌وينه

 

زما لالا له زيری ورکړئ
پښتو دې سر شوه زۀ دې خاورې ايرې کړمه

 

جولاگان ښۀ دي غم یې نشته

ورک افغانان کړې، لکه سپي کوي جنگونه

 

کیشکرې بیا زېری راوړی

د جانان شپې ورځې نږدې دي، رابه شینه

 

په تهمتو څوک نه تورېـږي

که تورېدلای اوس به تکه توره ومه

 

د رواجو ستم دې ورک شي

چا چې جوړ کړي، اوس دې خپله گرځوینه

 

ته چې را درومې تللیه یاره

ما به مې ځان په زهرو ټول لړلی‌وینه

 

زړه مې له تورو وینو ډک دی
خدایه سلګۍ شم او که چغې ګډې کړمه

 

د جانان دوه ګوتې کاغذه

لکه تعویذ دې تل په غاړه ګرځوومه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.