لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/ ۲۷۱مه برخه

آصف بهاند

223

د نفرتونو کور دې وران شي

د مينې کور دې تر قيامته پورې وينه

 

پۀ تعويذو بۀ مې غوښتلې

اوس درنه ځان پۀ باباګانو خلاصومه

 

د بېلتانۀ تر غرونو تېره

زړۀ ته را تېره ياره نه راځي خوبونه

 

زما جنت وطن یې وران کړ

‏سپـکه بڼــکه شــوم، د بــاد پـه رضا ځمه

ښایسته ډېره موده ونه‌توانېدم چې د عادي لنډیو لړۍ خپلو مخاطبینو ته وړاندې کړم. دلیل یې دا و چې د څلورومیاشتو شاوخوا موده زه د یو شمېر ځانگړو لنډیو په راټولولو، تنظیمولو او خپرولو باندې بوخت وم. دا ځانگړې لنډۍ په کډوالۍ پوره اړوند هغه لنډۍ دي چې له ځینو هېوادونو نه د افغان کډوالو د راشړلو په موده کې او له کډوالو سره د شوو نارواوو په باب د خلکو له خوا تخلیق شوې دي او د خلکو په کډوالۍ پورې اړوند ورځنۍ ستونزې او کړاوونه په کې انځور شوې دي.

په یاده موده کې ما په کډوالۍ پورې اړوند ترزرو ډېرې لنډۍ راټولې کړې او په پنځوس برخو کې مې خپرې کړې، ډېری برخو ته مې له راشړل شوو کډوالو سره د ترسره شوو غیرقانوني چلندونو او نارواوو په باب خپلې تبصرې او د میډیا ځینې اړوند رپوټونه راټولول او خپرول به مې چې وروسته مې بیا د لنډیو د یوې جلا ټولگې په ډول د «د لنډیو پر ټـټـر باندې د گډوالۍ انځور» ترسر لیک لاندې خپرې هم کړې.

اوس چې په کډوالۍ پورې اړوند د لنډیو د تخلق لړۍ لږه سسته شوې ده، خو راټول یې دوام لري. اوس بېرته خپلو هغو عادي راټولو کړو لندیو خپرولو ته راوگرزېدم چې تر اوسه ما راټولې کړې دي د خپرولو لړۍ یې بیا پیل کوم.

د دې برخې له پاره دا لنډۍ خپو درنو لوستونکو ته وړاندې کوم:

 

تا لیوني کارونه وکړل

لوفره یاره پلار مې کله درکوینه

 

که په نا څاپه مرگي مړ شوم

زما زړگی به خپل وطن چولی‌وينه

 

صبر مې زړه ته نه کوزیـږي

په تاویزونو غاړه ډکه گرځومه

 

زړښت د هغو خلکو نه وي

چې ښکلي گوري او غمو ته شا کوینه

 

د بدو ورځو مل دی زه وم

لالیه ښاد شوې، بیا دی ونه کړه پوښتنه

 

غږ دې راځي، مخ دې نه ښکاري

د کابل واورې مې نن سترگې برېښوینه

 

څۀ نازولي یې کرار کړل

پۀ هدیره کې زولنې دي کۀ قلفونه

 

پۀ تعويذو بۀ مې غوښتلې

اوس درنه ځان پۀ باباګانو خلاصومه

 

د بېلتانۀ تر غرونو تېره

زړۀ ته را تېره ياره نه راځي خوبونه

 

زما جنت وطن یې وران کړ

‏سپـکه بڼــکه شــوم، د بــاد پـه رضا ځمه

 

د ناروغۍ خبر مې وروړئ

د بې وسۍ خاطر لري، پخلا به شينه

 

ښېرې کوم، آمين راوکړئ

څوک چې وطن راورانوي، تباه دې شينه

 

د نفرتونو کور دې وران شي

د مينې کور دې تر قيامته پورې وينه

 

د کندهار شین ارغنداوه

که مې یار راغی کال په تا کې تېرومه

 

حجرې خالي دي ځوانان نه‌سته

څوک مسافر دي، څوک مرګي خوړلي‌دینه

 

زما قاتل لالا ته وایه

ته خو راخلاص شوې، زه بندۍ د عمر شومه

 

پر لالي سختې ورځې راغلې

‏له بې وسۍ یې ټول پردی حسابوینه

 

ما درته وې: کابل ته مه ځه

مڼې خوږې دي ما به هېره کړې مینه

 

اول اول و، اوس اخر شو

اول به نه وم، اوس میېن درباندې یمه

 

اول به دواړه سره ناست وو

اوس چې یوازې چېرته کېنم وژاړمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.