لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/۲۷۴مه برخه

آصف بهاند

196

 

موږ د ناښاد وطن بچي یوو

‏پۀ موږ یې ښاد کړل د پردیو وطنونه

 

په ما دې ستړی مزل وکهٔ

سپي دې پمن شه بدرگه درسره ځینه

 

لیوني سپي را نه چاپـېـر دي
آشنا په رډو، رډو ګورې ما ترې خورینه

 

لاليه ته ولې شکي شوې

د کلي خلک مې لمنه توروينه

 

د دې برخې له‌پاره دا لاندې لنډۍ راټولې شوې دي:

 

په جینکو تعلیم په‌کار دی

چې بدرنگي مو له وطنه ورکه شينه

 

موږ د ناښاد وطن بچي یوو

‏پۀ موږ یې ښاد کړل د پردیو وطنونه

 

بارانه لس ورځې ورېـږه

نه مې غنم شته، نه د یار دیدن له ځمه

 

غم دې ډارنه کړم لالیه

د بارانه ټکا مې زړه سوری کوينه

 

د یارانې لارې اوږدې دي

‏یاران له ما سره په لنډو لارو ځینه

 

په مئينتوب به مېـړه وکړم

پلار مې معلم دی، گوندې نه مې مړه کوينه

 

خدای دې د پلار مېنه کړه ورانه

اشراره زه دې په ځوانۍ کې کونډه کړمه

 

چې په کور نه وم ته رانه‌شې

درته به لار په بڼو څوک جارو کوینه

 

په ما دې ستړی مزل وکهٔ

سپي دې پمن شه بدرگه درسره ځینه

 

خدای به مې ورک لالی پيدا کړي
يو کال به نور یوسم د خلکو پیغورونه

 

د جانان هغه مینه نه وه

زه د زړې یاری په خوند ورغلی ومه

 

لیوني سپي را نه چاپـېـر دي
آشنا په رډو، رډو ګورې ما ترې خورینه

 

زما د شلو کالو ياره
د بل په دوه ورځو يارۍ دې پرېښودمه

 

د جدایي اور دې بل کړی

قطرې، قطرې غوښې د زړه پرې پخومه

 

جدایي سخته ده لالیه

زړه به دې سوزي ځای به ځای نه درکوینه

 

اشنا به نوروگلو مست دی

د کوټې شا ته یې وراسته شول زېـړگلونه

 

ځدراڼه مړ يې که ژوندی يې؟

ستا په کوڅه مې لاس تړلې تېروينه

 

غم دې د زغم خبره نه ده

نور به په چغو، چغو کلي خبرومه

 

لاليه ته ولې شکي شوې

د کلي خلک مې لمنه توروينه

 

زما پۀ زړۀ کې څړیکه وشوه

لکه چې زړۀ کې د لالي وګرځېدمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.