لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/۲۷۷مه برخه

آصف بهاند

170

لستوڼي بډ وهئ گډېـږئ

د قوشتېپې کانال به ټول‌عمر کې وینه

 

ما دې په سپین مړوند ویده کړه

خپلې څپلۍ مې سر ته ډېرې ایښې دینه

 

یوه نه، څو خبرې وکړه

خو داسې نه شي چې ته خلاص کړې کتابونه

 

په حافظه به ظلم وکم

تا به ترې هېر کم، زه به بيا پخوانى شمه

 

د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا لاندې لنډۍ راټولې شوې دي:

 

لۀ ما یې یار پۀ پښتو بېل کۀ

د ملک زوی ځانته هندوې گډوینه

خپله یې لس ځایه یاري ده

ما په یوه یارانه گرده تاووینه

 

لستوڼي بډ وهئ گډېـږئ

د قوشتېپې کانال به ټول‌عمر کې وینه

 

تر نيمې شپې پورې رانغلې
په ما دې سپي په مازيگر تړلي وونه

 

پر مخ مې خړې خاورې تلې

نه يې مينځمه د لالي د پلونو دينه

اول ـ اول و، اوس اخر دی

اول به نه وم اوس مئین درباندې یمه

ما دې په سپین مړوند ویده کړه

خپلې څپلۍ مې سر ته ډېرې ایښې دینه

 

پر ما دې مرګ راپېرزو نه دی

سترګې دې واړوه سوری، سوری دې کړمه

 

د اسوېلو علاج مې وکړه

زياتی به وکړي ستاسو کور به وسيځينه

 

یوه نه، څو خبرې وکړه

خو داسې نه شي چې ته خلاص کړې کتابونه

 

له بامبوټۍ نه مې کتلې

اتڼ کې ړنګ بنګ اوښتې وغورځیدمه

 

په جوارګر لالي مې سر دی

په لک مې اخلي په روپۍ مې خرڅوینه

 

یار مې ساده دی او پیاده دی

په لک مې واخلي په روپۍ مې خرڅوینه

 

د جوارگرو دې کور وران شي

د جانان قدر کموی، ځان شرموینه

 

دلالي کال کېـږي د بل دی

زما نمجنې سترگې لا نمجنې دیـــنه

 

دغه خوښي دې مبارک شه

خپل‌وخپلوان دې په میلو راغلي دینه

 

ولې دې بن راباندې وکړه

کور مې کاوه، واړه به خدای راکړي وونه

 

په حافظه به ظلم وکم

تا به ترې هېر کم، زه به بيا پخوانى شمه

 

بیاچې راځم ژوندون به تېر وي

څوک به مې هېر وي، چا به زه هېر کړی یمه

 

جمامې بوټى دې لوی مه شه
چې ټولوم دې زړه مې کاندي ازارونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.