Browsing Tag

عبدالهادي هادي

غزل

درسره یم د زړه سره درسره یم اوښکې وچې کړه ځیګره درسره یم لا د ښار په رڼاګانو روږدی نه یم لا د کلي مازیګره درسره یم ته مې زړه کې، زه دې څنګ کې او ته ژاړې لیونۍ منه خبره درسره یم زه غزل ومه تا ښکلی ترنم کړم ستا په شونډو…

غزل

کله زه د خلکو خولو کې، کله ته د خلکو خولو کې خدایه شنه کړې له دې وروسته، تور ویښته د خلکو خولو کې د انسان د خولې له زهرو ، هیڅ انسان نه دی وتلی چا لیدلي دي جانانه، د بل ښه د خلکو خولو کې؟؟؟ زه او ته او خدای، خبر یو، چې…

غزل

ای پاتې شه، ماښام راسره تير کړه ، بيابه ګورو چې روسته څه پيښيږي، هغه هير کړه بيابه ګورو د خلکو د خبرو ، او مالت غم دې روستی دی اوس خوله راکړه او لاس رانه چاپير کړه، بيا به ګورو ما سل ځله دا ژوند، په داو کې ايښی غم يې نه…

!آزموده ها را آزمودن خطاست

هغوی چې فکر کوي د جمهوریت تنظیمي غله، مفسدین، تالانګر او د نظار شورا فاشستان، قومپالي یا بګیل شوي جنګسالاران د تالیب د وحشت، استبداد او بدویت بدیل دي، په غلطه روان دي. تالیب به بد وي، له پرمختګ، تمدن، بشري حقونواو د معاصر ژوند له هرې نښې…

د ميرمن نانسي هاچ دوپري مړينه

نن د افغانستان د یوې محسنې او ریښتینې دوستې فقیدې نانسي هیچ دوپري تلین دی، هغه د دوزره او اولسم میلادي کال په همدې ورځ په ابدي سفر وتلې وه. د ميرمن نانسي هاچ دوپري په مړينه افغانستان د خپل تاريخ او فرهنګ يوه زړه سوانده محسنه له لاسه ورکړه.…

!دا خبره یاده ساتئ

ماته او بری د ملتونو په ژوند کې خامخا راځي، د دنیا تاریخ له داسې پیښو ډک دی، افغانستان هم له دا وړ پیښو نه شي مستثنی کیدای، خو ملتونه هغه وخت نابودېږی چې تر لوېدو وروسته راپورته نه شي. افغان ملت له غورځو پرزو ډک تاریخ لري، دې هیواد حداقل…

وروستی څاڅکی

له ویرې، شپې او یو محل سره رشته ساتمه ډیره موده شوه له ځنګل سره رشته ساتمه دا سوې ساندې او سندرې له هوا نه راځي له تورو زلفو، سپین څنګل سره رشته ساتمه له هر یو جام نه وروستی څاڅکی په یو قبر شیندم له خړو خاورو، خپل منزل…

واک

لګیا یم خپل وجود مې خورم ، خلکوته څه ووایم هره شیبه یو ځلې مرم ، خلکو ته څه ووایم زه مې د ذات مطالعې ته لا اوزګاره نه وم له خپل وسعت نه توییدم ، خلکو ته څه ووایم خلک مې پوښتي، چې دا چا له ژونده وایستمه سترګې یو چاته…

غوغا

دا شکر دی چې ستا د خولې دعاوې راپسې دي کنه خو ډیرې خولې، ډیرې ښیراوې راپسې دي دا زه یم چې لا سرې سترګې یارانو کې ګرځیږم ته ګورې چې دا څه غټې بلاوې راپسې دي؟ جانانه ! په محفل کې خپلې سترګې واک کې ساته رقیب مو پل اخیستی دی،…

سرسام

ټوله رڼا ستا شه ګلې زه تیاره ماښام ښه یم پریږده د نظر په شانې پروت د چا پر بام ښه یم مه مې پخوه چې نور د اور د ټینګې نه یمه پوخ یمه دننه له بهر نه یو څه خام ښه یم زه خو د دنیا د رواجونو پروا نه ساتم عقل دې د نورو وي زه دغسې…