پرون ننګرهار نن غزنی!/ ډاکټر ګل مرجان منګل

0 699

کله چې روسان له افغانستان څخه ووتل ډاکټر صاحب نجیب څلور کاله په میړانه سره بدون له روسانو د ټول افغانستان څخه کلکه دفاع وکړه.
همهغه وخت په پاکستان کې اوو تنظیمونو یو موقت حکومت درلود کوم چې  د پاکستاني استخبراتو ای اس ای لخوا جوړ شوی وو، ای اس ای نوموړي  حکومت ته دنده وسپارله تر څو د پاکستان د پوځ په مرسته پر ننګرهار لویه حمله وکړی، ننګرهار ونیسی او مجاهیدین خپل موقت حکومت ننګرهار ته رانقل کړي همهغه وو چې افغان مجاهیدینو ورسره د پاکستان پوځ یو ځای پر ننګرهار په لویه پیمانه حمله وکړه چې ډیره شدیده جګړه وشوه، دواړو خواو ته زیات تلفات ورسیدل خو د پاکستان د پوځ او ورسره د افغان مجاهیدینو مرګ ژوبله ځکه زیاته وه چې دوی تعارض کړی وو خو د نجیب حکومت په ډیره میړانه له خپلې خاورې څخه د پاکستاني پوځ او افغان اجیرانو  پر وړاندې کلکه دفاع وکړه پداسې حال کې چې پاکستانی پوځ ورسره افغان اجیرانو  د ننګرهار د هواېې ډګر تر دیوالونو راورسيدل خو بیا هم دوی ونه شول کولای چې ننګرهار ونیسی او مجاهیدین خپل د پاکستان د ای اس ای په لاس جوړ شوی موقت حکومت ننګرهار ته را نقل کړی.
څو لسیزی  وروسته همهغه تاریخ بیا تکرار شو دا وار پاکستاني استخبراتو مجاهیدین نه بلکی طالبان همدهغه ډول دندې ته کرایه کړی دي  لکه څو کاله وړاندې يې چې افغان مجاهیدین کرایه کړی وو خو دا وار ننګرهار نه بلکی غزنی هدف نیول شوی وو ، دا وارې نه تنها چې د طالبانو سره د پاکستان پوځ ملګري وو بلکی طالبانو ته ایران ترننګ ورکړی وو او په روسۍ وسله سمبال شوی وو تر څو پر غزني حمله وکړی.
پر  غزنی باندې د طالبانو او پاکستانی پوځ لخوا پر دومره لویه پيمانه حمله کول ښار ته اور ورته کول په سلهاوو ملکی او نظامیان په شهادت رسول د ځانه سره ډیر سوالونه پیدا کوی لکه:
– کله چې په دومره لوی تعداد طالبان په سیمه کې راټوليږي بیا پر غزني حمله کوی د افغانستان کشفي  او استخبرات نه ترينه خبریږی؟ او یا ځانونه نه خبروی دوه دلیله کیدلی شي
لومړی دا چې دوی همدومره بې کفایته دي د اداری او کشف کولو وړتيا نه لری چې په وخت یې د دغه لوی ناورین او فاجعې مخه نیولی وای.
یا دا چې دوی قصداً همداسې کول دوی ته د امریکا لخوا همداسې هدایت ورکړل شوی وو تر څو طالبان پریښودل شي غزنی ونیسی کوم چې په ورستیو کې د امریکا لخوا افغان حکومت ته هدایت ورکړل شوی دی چې لرې پرتی سیمې به خوشي کوی تر څو همدغه سیمو ته طالبان راشی يعنې طالبانو ته به یې پریږدي.
بل دلیل چې افغان حکومت او  امریکا  دواړه په دغه ناورین کې مستقیم لاس لری دا دی چې دری ورځې سر په سر د  غزني د امنيت یا د پولیسو امر په تنهایې سره جګړه کوي اردو قراره ناسته وه په جګړه کې يې برخه نه اخيسته، کله چې  مرکزی حکومت پدې پوهه شو چې طالبانو ته سخت د سر زیانونه ورسیدل نور دا توان نه لری چې غزنی د طالبان په ګټه صکوت شي هغه وو چې اردو ته د جګړې کولو امر وشو او وروسته له دریو ورځو تازه نفسه قوه هم سيمې ته پدې خاطر ورولیږل شوه تر څو په لارو او کوڅو کې مړی وشماری او راټول یې کړی، چې دا هم په ډیره سپین سترګۍ د ولس په سترګو کې خاورې اچول دي.
تر ټولو جالبه او له خندا څخه ډکه خبره يې لا دا چې په غزنی کې پر ولس اور بلیده د ټولو قواو  اعلی سر قوماندان  ځوانانو ته د ځوانانو د ورځې په پار بابولالی اورولې هغه هیڅ خبر هم نه وو.
پورته ټول شواهیدو او حقیقتونو ته په کتو په هر حالت  کې افغان حکومت په څانګړي توګه کشفي او دفاعی ارګانونو( د کورنی چارو او دفاع وزیرانو) د خپل ولس سره په لوی لاس غفلت نه بلکی  خیانت کړی دی باید دوی دواړه وزیرانو ته اشده جزا یعنې پر اعدام محکوم شی خو کله چې قدرت د دوی سره دی امریکا هم د دوی سره ولاړه ده نو څوک دوی اعدام کړی؟ یا به یې څوک محکمه کړی؟ ځکه وایې چې د قاضی سره د داعوا شي نو په چا یې خلاصوې؟
د اشرف غنی حکومت مطلق  د ولس او سرتیري پر وړاندې خاین دي، ځکه پردۍ یعنې د امریکا پروژه مخې ته وړي هر ورځ په سلهاوو افغانان د امریکا لپاره قربانۍ ورکوي په خوا کې له وزيره يې رانيولی ټول لوړ پوړی چارواکی غله دي،  سرتیری ته خپل حق نه ورکول کیږی، حتا په مړه ګیډه ډوډۍ نه ورته رسیږي، پداسې حال کې چې د نجیب په وخت کې د سرتیری یو ويښته حق هم نه دی خوړل شوی.
اې  افغان  ولسه په ځانګړی توګه اې افغان سرتیریه!
د خدای لپاره لږ پر خپل ځان باندې رحم وکړه، قرار په خپل کور کې کشینه روزي خدايې ده خدای پاک به يې درکوي، خو د دغه خاینو لپاره خپل ژوند مه خاورې کوه، خپل اولاد مه یاتیم کوه، خپله ښځه مه کونډه کوه دا  ټول خاینین دي خاینین دي باور وکړه چې خاینین دي،تر هغه چې دغه نړۍ ولاړه وي افغان خاوره به هم پر همدغه ځای باندې پرته وی چې پرون مجاهید چیرې یو نه وړه نن طالب يې هم چیرته نه شي وړلای پریږده چې همدغه ظالم طالب چې دوی (حکومت او امریکا) یې پر هغه ډول راولي لار ورته خوشی کړه چې پر دغه ډول راشي.
مننه

14/8/2018

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply