اشرف غنی صاحب د ځانته لږه اينه ونيسي!/ ډاکټر ګل مرجان منګل

0 1,164

وايې چې پر خر سوریدل یو شرم بیا ترینه ښکته کیدل يې بل شرم، همدغه کار په همدغه ډول پر اشرف غنی باندې د هغه د څنګ انډيوالانو لکه معصوم ستانکزي، رحيمي، خپلواک او په سر کې يې اتمر دی وکړ، چې د عطا ممد د میاشتو میاشتو زوړ استعفلیک يې ورباندې لاس لیک کړ، اوس په ننواتي ورغلی غواړی چې عطا ممد ته شرم او ناغه د پاسه پرې ورکړي.
نږدې دری میاشتې د عطا ممد له استعفی تیریږی چې همدغه بې خونده او د شرم څخه ډکه شخړه لا پر ځای ده، همدارنګه له تیرې ورځې څخه بیا داسې ګنګوسې دي چې اوس معصوم ستانکزی د ملی امنیت مشر او رحيمي د اشرف غني د دفتر ریس غبرګ  بلخ، عطا ممد ته په ننواتي ورغلي دي او دا يې هم ورسره ښه کړی چې د عطا ممد په خوښه به د بلخ لپاره نوی والي او نوی د امنیت امر ټاکل کیږی همدارنګه به دوه وزارتونه لکه د ښونې او روزنې او  کلتور هم حکومت عطا ممد ته په شرم کې ورکوي.
چې داسې مشاورین او یاران څوک لری همداسې شرمونه به یې هم په برخه کیږي.
دا يوازې د عطا ممد د استعفی بې شرمي نه ده چې د اشرف غني حییثیت يې د دوه توتانو کړ بلکی له هغې ورځې چې په تیرو ټاکنو کې جنجالونه رامخې ته شول پرلپسې بې شرمۍ دي چې د همدغه کسانو له لاسه د اشرف غني د غاړي غړوندي کیږي.
لومړۍ همدغه کسانو وو چې اشرف غنی یې د دوه سری حکومت جوړولو ته مجبور کړ، نه یوازی پر اشرف غني يې دوه سری حکومت وتپه بلکی د اشرف غنی د کمپاین د وخت ټول پاک، صادق پر ولس او هیواد مین کسان يې هم له ډګر څخه وپاسل اوس چې هر څه وغواړي او غوښتی يې دی همهغه يې کړي دي او کوي يې.
د همدغو کسانو دوهمه بې شرمي هغه د پاکستانی استخبراتو سره د مالوماتو د تبادله کولو همدارنګه د ډیورنډ له کرښې تیریدل وو چې د اتمر په مشرۍ لاسلیک شوی وو خو د نیکه مرغه چې بیا د ولس د پراخ غبرګون په نتجه کې همهغه وخت باطل اعلان شو.
یو څو ورځې وړاندې همدغه اتمر زورواکو ته ګوت څنډنه وکړه او اختار يې ورکړ چې هغه يې پروړاندې ډیر څه لري خو د افغانستان د ملی ګټو پخاطر څه نه وایې  ځکه چپ دي.
دا یې نو بیا تر ټولو شرموره او د خندا وړ غوره وه چې د اتمر له خولي څخه لکه تش باد راووته.
کومې ملي ګټي؟
تا د حکومت حیثیت او ابرو په صفر کې ضرب کړه دری میاشتی کیږی چې یو والی له دندې نه شی لری کولای او ته بیا نورو زورواکو ته ګوتڅنډنې کوي.
که تا رشتیا ملي ګټو ته احترام درلودای نو په اشرف غنی به د دوه سری حکومت نه جوړوه.
که تا رښتيا ملی ګټو ته احترام درلودای نو د ای اس اس سره به د تړون نه لاسلیک کوو.
که تا رښتیا ملی ګټو ته احترام درلودای نو پر اشرف غنی باندې به د زوړ استعفلیک نه لاس لیک کوو.
که تا ملی ګټو ته احترام درلودای نو پر ډیورنډ لین باندې به د د سیم د لږولو اجازه نه ورکوله.
که تا ملی کټو ته احترام درلودای نو معصوم ستانکزی او رحيمي به د عطا ممد ته په ننواتی نه ورلیږل، حکومت وې، زور درکې وو، دري لکه امنیتی قواوی د لرلی همدغه عطا ممد به د لاس تړلی راوړي وو د ټولو جنايتونو او ټولو غله وو او غصب پوښتنه به د ورڅخه کړی وای، چې نورو ته هم یو درس شوی وای. باور وکړئ چې د اشرف غنی او ورسره ټیم پر کړنو د یو افغان په صفت زه شرمیږم او دوی بیا دومره شرم نه لري چې عملاً همدا کارونه کوي.
راځم بیا اشرف غنی ته.
ښاغلیه کله چې تاسو د دوه سری حکومت مشر شوئ تاسو پخپله خوله وویل چې د چاپړوسانو مو ساتی .
زموږ خو نور وس او قدرت نشته  چې د چاپړوسانو مو خلاص کړو خدای ښه پوهیږي چې تاسو به زموږ همدغه لیکنه ګورئ یا نه  بیا هم درته عضور کوو چې دا چاپلوسان لکه اتمر، ستانکزی، خپلواک او رحيمي ټول د ځان څخه لرې کړه، باور وکړئ تر هغه چې همدغه چاپړوسان ستا څخه راتاو وی که تاسو اشرف غنی به ښه ورځ ګورئ. ځکه خو موږ وایو چې لږ اينه ځانته ونییسئ د همدغه چاپړوسانو ټول کارونه له اولې تر نن ورځې تر اخره ښه په غور سره وګورئ.
په افغانستان کې تر دیرشو میلیونو ډیر انسانان ژوند کوي یو څو سم کسان د ځان لپاره وګوره خو دغه مرضونه د ځان څخه لرې وغورځوه دا نو څه شی دي چې رنګ ستا بد کارونه دوی وکړي.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
7/3/2018

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply