د افغانستان پدې اوسنیو سیاستوالو کې د اتمر ځای داسې دی لکه د حیوناتو په منځ کې چې یې ګیدړه لري له رویې خواصو او قورې څخه ډیر عاجز، تکیه خو په خپلو مخو او هدف ته د رسیدلو لپاره ډیر چالاک او د ژور فګر څښتن خو اې کاش چې هغه دا خپله چالاکی او ژور فکر د هیواد او ولس همدارنګه د ملی ګتو لپاره پکار اچولی وای متاسفانه چې اتمر صاحب دا انرژی یوازې د خپل شخصې موقف همدارنګه د بهرنیانو لپاره مصرف کړی ده پدې خاطر یې په لاندې ډول یو څو مثالونه ستاسو پر وړاندې ږدو:
د اتمر صاحب ګلان چې تر اوسه يې کرلی دي.
۱- د امریکا سره د ننګین تړون لا سلیک کول چې هیڅ ډول ګټه یې افعانستان ته نه رسیږی بلکی هر ورځ په لسهاو کله کله په سلهاو سرتیری د همدغه تړون لپاره قرباني ورکوي.
۲- د دوه سری حکومت بنسټګر، ستاسو به په یاد وی کله چې په تیرو ټاکنو کې د غ او ع تر منځ شخړه راغله اتمر د غ د ټیم په نمایندهګۍ د ع د ټیم سره د دوه سري حکومت په جوړولو صلاح شول داسې یو حکومت چې د افغانستان او سیمه خو پریږدئ چې د نړۍ په تاریخ کې یې ساری نشته او نه به هم پیدا شي. تاسو کله لیدلی دی چې د یو هیواد څخه د دوه مشران چیرته تللی اوسی؟ خو موږ اشرف غنی او عبدالله ډیر واره لیدلی دی چې دواړو یو ځای څو واره په نړیوالو غونډو کې برخه اخیستي ده.
۳- د اشرف غني خواشا د اصیلو افغانانو څخه خالی کول همدارنګه د ځان لپاره میدان خالی کول، اتمر دوه سری حکومت په همدې خاطر جوړ کړ تر څو د اشرف غني څخه اکثر پاک افغانان لاړ شي.
۴-د پاکستان سره یو ننګین تړون لاسلیک کول چې بیا د ولس د پراخ غبرګون په نتجه کې لغوه شو، ستاسو به په یاد وی کله چې دوه سری حکومت جوړ شو د امریکا سره له تړون وروسته یې د پاکستان د استخبراتو سره بل تړون لاس لیک کړ، خو کله چې يط ولس پر وړاندې پراخ غبرګون وښود اشرف غنی لغوه کړ.
۵-پاکستان ته د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار اجازه ورکول، دا کار انګلسانو ورباندې وکړ تر څو پاکستان چې د انګلیس اصل بچی دی اجازه ورکړل شوه څو پنجاپ د افغان پر خاوره اغزن سیم تیر کړی که اتمر ورسره هوکړه نه وای کړی د پنجاپ هغه پلار هم دا کار نه شو کولای، تر دا نن پوري موږ د اتمر له خولې سپڼ نه دی اوریدلی چې د اغزن تار په هکله يې یو خبره لا کړی اوسي.
ولې دا بې وخته اسعفا؟
لکه وړاندې چې هم اشاره وشوه اتمر ډیر ځیرک بل دا چې ښه موقع شناس دی هر وخت هر څه ته متوجه وی او هغه څوک چې د اتمر تر شا ولاړ(انګلیس) دي اتمر ته په ښه وخت کې ښې مشورې ورکوی، زموږ ښه په یاد دی هغه وخت کله چې اتمر او تر شا ولاړ يې پدې پوهه شول چې د کرزی د حکومت وخت نور مخ په خلاصیدو دی اتمر ورته عمل وکړ لکه اوس چې د اشرف غنی د حکومت وخت په خلاصیدو دی د کرزی له حکومت څخه یې اسعفا وکړه، دا ځکه چې په بل حکومت کې بیا د برخې اخیستلو چانس ولری او کریډیټ واخلي، د اتمر اوسنۍ استعفا د افغانستان د ملی ګتو لپاره نه ده بلکی د کریډیت د تر لاسه کولو په خلکو کې د محبوبیت د پیدا کولو همدارنګه په راتلونکی حکومت کې د چانس د لوړلو لپاره ده.
اتمر که د منافقت لپاره استعفا نه وی ورکړی نو مهربانی د وکړی ولس ته د د خپلې استعفا دلایل وړاندې کړی چې ولې يې استعفا وکړه؟ دا ګز او دا میدان!، خو اتمر به په هیڅ وجه دا کار ونه کړی استغفا به یې همداسې مرموزه پاتی شي لکه خپله چې مرموز دی.کیدلای شي اشرف غنی ته اوس د اتمر په هکله پوره پته لږیدلی وی خو اوس وحت له وخت څخه تیر دی هیڅ درد به دوا نه کړي.
نتجه:
پاتې د نه وي چې اتمر د هیواد او ولس لپاره تر اوسه هیڅ کوم د خیر کار نه دی کړی خو د هغه لپاره پراخ تبلیغات شوی دی او هغه ته يې کاذب شخصیت ورکړی، ډیر امکان شته چې راتلونکی ټاکنو کې ځان د ولسمشرۍ چوکۍ ته کاندید کړی خو چانس يې ځکه په نشته حساب دی چې یو خو ګوډ دی او بل يې امریکا نه غواړي همدارنګه په افغانستان کې د انګلستان زور له امریکا څخه ډیر کم دی، خو یو څه واضع دي هغه دا چې متاسفانه په راتلونکی حکومت کې به هم غوړه برخه ولري لکه د اشرف غني په حکومت کې چې یې لرله نو ځکه خو د د اتمر خواخوږی د اتمر استعفا ته نه خپه کیږي.
مننه