د امریکا دوه مخی سیاست /ډاکټر ګل مرجان منګل

0 920
  هغه متل پر امریکایانو صدق کوی چې وایي《 د لیوانو سره وزې ماتوی د شپونو سره تندی وهی》
امریکایان له لومړۍ ورځې چې افغانستان ته راغلي د افغانانو پر وړاندې يې د منافقت سیاست پر مخ وړی دی، همدغه سیاست ته لا دوام ورکوی چې موږ يې لاندې څو بیلګې د مثال په توګه په ګوته کوو.
۱- امریکا پدې شعار چې ملا عمر او اسما بن لادین به مړه یا ژوندی تر لاسه کوي پر افغانستان حمله وکړه پدې نوم یې  افغانستان  اشغال کړ،عسکری پوستې،  کلي، جوماتونه، ښارونه، ودونه،  هیدیرې يې بمبارد کړل، حتا په قسم قسم يې د افغانانو بې عزتئ وکړې په  کورونو ورننوتل افغانان يې په سپیو وداړل خو نه يې ملا عمر په افغانستان کې پیدا کړ او نه هم اسما بن لادین دواړه په پاکستان کې مړه شول چې ملا عمر خپله ای اس ای وواژه او اسما د امریکایانو په عملیاتو کې ووژل شو خو پاکستان ته يې یو ترخه خبره هم ونه کړه، او نه يې په چپه وروکتل، دا ځکه چې پاکستان يې پوخ پخوانی ستراتیژیکی ملګری دی.

۲- امریکا افغانستان په یو لک او پنځوس زره عسکرو د ملا عمر او اسما لپاره نه وو اشغال کړی بلکې غوښتل يې چې په افغانستان کې پاتی شي کله چې يې ښه ډیر افغانان ووژل تړون  او اډې يې تر لاسه کړې، خپل ډیری عسکر يې وباسل هغه وسله چې په لسهاو زره افغانان يې ورباندې شهیدان کړی وو هغه يې افغانانو ته ور نه کړه بلکې پاکستان ته یې ورکړه کوم چې د افغانستان سرسخت دښمن دی تر څو دا پاتې افغانان هغه ورباندې ووژني.
۳ امریکا  له لومړۍ ورځې یو خوا د  کابل مرکزی حکومت د تقویه کولو خبرې کوی بل خوا يې د جنګسلارانو او زورور سره مرسته کړی چې مرکزی حکومت سا اخیستلو ته نه پریږدي، د عطا ممد او دوستم په قضیو کې امریکا مستقیم لاس درلود، همدارنګه همدا اوس چې ډول ډول ائتلافونه جوړیږی د هر یو سره یې د پردې تر شه خبرې دي.
۴- دوه سری حکومت همدغه امریکا پر افغانانو وتپه، کوم چې د نړۍ په تاریخ کې بې مثاله دی(یک خانه دوو مالک)
۵- د غزنی په مسله کې همدغه امریکا طالبانو ته شین چراغ ورکړی وو که هسې نه وای پاکستان دا جرائت کله کولای شو چې پوځې جنرلان او په سلهاو عسکر يې د طالبانو سره اوږه په اوږه غزنی وسوځوي.
۶-  اوس بیا وایې چې  د اشرف غنی حکومت  کمزوری دی،  تر ټولو غټ منافقت ځکه دی چې د اشرف غنی حکومت خو له لومړۍ ورځې ضعیف وو چې موږ يې دلایل پورته ذکر کړل علت يې هم همدغه امریکایان وو، امریکا اوس  غواړي په همدې بانه د اشرف غني سره یارانه ختمه کړی د طالب سره مزی وغزوی دا امکان هم شته چې د څو میاشتو په جریان کې دې ته شرایط جوړ کړي چې طالبان د اشرف غني حکومت چپه کړی دوی قدرت ته ورسوی دا کټ مټ همهغه د نجیب د حکومت وروستي شپې او ورځې موږ ته راپه یادوي لکه هم هغه وخت چې روسانو د نجیب له حکومت څخه لاس واخیست د مجاهیدینو سره یې تار وغزوه، رباني مسکو ته سفر وکړ، همدارنګه روسانو خپلو لاس پوڅو د ببرکارمل ډلې ته دنده وسپارله تر څو د احمدشاه مسود سره یو ځای شی بلاخره پر ډاکټر نجیب یې کودتاه وکړه.

امریکا، روس یا بل اشغالګر ته خلقی، پرچمي، مجاهید، طالب، دیموکرات، تیکنو کرات یا بل هر افغان مهم نه دی خو چې د دوی سره ژبه جوړولی شی ګټې يې ساتلای شی دا موږ افغانانو یو چې د قدرت او چوکۍ د نیولو لپاره بیا د هر چا هر څه منو  او منلي مو دي، یا په بل عبارت د امریکا لپاره  هغه څوک مهم دی چې ورسره ژبه جوړولی شی د دوی ګټې خوندی کولای شي امر ته يې سر ایښودلای شی ولو که هغه هر څوک وي.
موږ لومړۍ د روسانو او اوس د امریکایانو منافقتونو ته حیران نه یو موږ دغه خپلو افغانانو بیا چې ځانته روشان فکره او سیاستوال هم وای حیران یو چې ولي دوی نه پوهیږی او یا ولي ځانونه نه پوهوی!؟
هیله ده چې افغانان نور  د بهرنیانو په شومو منافقتونو پوهه شوی اوسی نور د یو او بل پر وړاندې د ډول ډول نومونو کارولو، طوطیو جوړولو څخه لاس واخلی، یو بل ومنی د ټولو بهرنیانو پر وړاندې یو غږ  او یو موټی شي، ځکه دا هیواد چې خپله افغانان جوړ نه کړی هیڅوک یې هم نه شي جوړولای او نه یې جوړوي.
پدې نازکو شرایطو کې به محترم اشرف غنی صاحب ته  زموږ مشاویره دا وي چې د ریښتینو افغانانو  څخه د یوه بیړنۍ لویه جرګه راوغواړي، همدارنګه د ټول محالیفین او طرفدارن پدې جرګه کې سره راغونډ کړی د افغانستان ټولې شته ستونځې د همدغه بیړنۍ لویې جرګې  ته وړاندې کړی موږ پوره باور لرو چې افغانان خپل مشکل په پوره ایماندارۍ سره کولای شی حل کړي، نور د نه امریکایانو ته سترګې نیسی نه اروپایانو یا نورو بهرنیو هیوادونو ته ځکه ټول زموږ په بدبختۍ کې خپلې ګټې او خپله خوشبختي لټوي.
د یو ازاد خپلواک او پخ خپلو مټو ولاړ افغانستان په هیله.
ورک او تبا د وی د افغانستان کورني او بهرني دښمنان.
ومن الله توفیق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply