Browsing Tag

PTM

سېد عالم محسود بيا د پاکستاني پوليسو له لوري ونيول شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي خبر ورکوي چې د دغه غورځنګ مخکښ غړی ډاکټر سېد عالم محسود يو ځل بيا د پاکستاني پوليسو له لوري ونيول شو. د دغه غورځنګ غړې ثناء اعجاز په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، ډاکټر سېد عالم محسود نن دوشنبه په دېره اسماعېل‌خان…

د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو غړي کور سوځولی

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، پاکستاني پوځیانو یو ځل بیا د دوی د غړیو پر وړاندې وحشت ګړندی کړی او شمالي وزیرستان کې یې د دوی د ملګري تر کور سوځول کېدو وروسته هغه له ځان سره بیولی دی. د یاد غورځنګ مخکښ غړی محسن دواړ وايي، د پاکستاني ریاست…

د پښتنو سره ظلم او د هغوی نېونې به د پاکستان حکومت له سخت زوال سره مخ کړي

د پاکستان د عوامي نیشنل ګوند د پښتونخوا څانګې مشر ایمل ولي خان وايي، د پاکستاني حکومت له لوري د پښتنو پر وړاندې توپیري چلند به د پاکستاني حکومت لپاره خورا سخت تمام شي او په خبره یې دا به د پاکستان حکومت له سخت زوال سره مخ کړي.…

پاکستاني پولیس؛ د پښتنو امن خوښوونکي بندي کوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ډاکټر سید عالم مسعود چې  تېره شپه د پاکستاني پولیسو له لوري ونیول شو؛  وايي، کوم انسان چې پښتون قوم ته د امن غږ کوي د پاکستاني پولیسو له لوري نیول کیږي. عالم مسعود چې تېره شپه یې پاکستاني پولیسو کور محاصره…

علي وزير او د پي‌ټي‌اېم نيول شوي غړي زندان ته ولېږل شول

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير او د دغه غورځنګ نور هغه غړي چې د پاکستاني پوليسو له لوري د ډيسمبر په ۱۸مه په کراچۍ کې نيول شوي، نن په همدې ښار کې محاکمې ته وړاندې شول. د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې نيول شويو غړيو مدافع وکيل قادرخان…

صوفيه ازريه: پاکستان له پي ټي ایم سره د اړيکو پرې کولو په شرط کاناډا کې د خونديتوب ډاډ راکړی

صوفيه ازريه: پاکستان له پي ټي ایم سره د اړيکو پرې کولو په شرط کاناډا کې د خونديتوب ډاډ راکړی په کاناډا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې صوفيه ازريه وايي، له مودې راهيسې په دې هېواد کې د ځينو کسانو لوري تعقيبېږي او زياتوي چې دې…

پښتون ژغورنې غورځنګ سبا يکشبنه په خيبر کې لويه غونډه کوي

ټاکل شوې سبا يکشنبه د روانې ډيسمبر په ۲۷مه په خيبر ايجنسۍ کې د پښتون ژغونې غورځنګ له لوري لويه ولسي غونډه ترسره شي. دې غونډې ته له څه باندې دوو اوونيو را په دېخوا د PTM غړيو له لوري چمتووالی روان و او په پام کې ده چې د پښتونخوا، قبايلو او…

پښتين: خيبر غونډه کې پر بنديانو او د خلکو پر هر اړخيزو ستونزو خبرې کوو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين چې پرون خيبر ايجنسۍ ته رسيدلی وايي، د راتلونکې يکشنبې په ورځ به د خيبر په غونډه کې د علي وزير په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ نيول شويو غړيو پر خوشې کېدو، په خيبر او تورخم کې د پاکستاني ځواکونو…

پاکستان کې مخالفو سياسي ګوندونو د علي وزير نيول وغندل

د پاکستان مخالفو سياسي ګوندونو ايتلاف PDM شاملو ځينو ګوندونو د پاکستاني پوليسو له لوري د علي وزير نيول د اصولو خلاف عمل وباله او ژر يې د نوموړي بېرته خوشې کېدو غوښتنه وکړه. د پاکستان په ولسواک غورځنګ يا PDM کې شامل عوامي نېشنل ګوند غړي ميا…

کراچۍ کې د پي‌ټي‌اېم بل ځايي مشر هم ونيول شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د پاکستاني پوليسو له لوري د دغه غورځنګ د غړيو نيول کېدو په لړ کې تازه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ بل ځايي مشر محمد شېر خان مسيد هم نيول شوی دی. پوليسو هم تائيد کړې چې شېر خان مسيد يې د ډيسمبر ۶مې…