هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي سید عالم مسید او دغه راز علي وزیر نېول کېدل په کلکو ټکو وغندل او زیاته یې کړه چې د پښتنو بې ځایه نیول کېډل او زورول په د پاکستان اداره سخته وځپي. دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا څانګې مشر ایمل ولي خان تېره  ورځ پخپله تازه وینا کې ویلي چې دپښتنو وژنې، نیونې اؤ دهغوئ سره کیدونکی چلند د زغم وړ نه دی اؤ دا هرڅه به د پاکستاني حکومت او خلکو سره په سخت زیان تمام شي. هغه په خپلو خبرو کې زیاتوي چې د پښتنو پر وړاندې د پاکستاني حکومت پوځيان او ددوی وسایل کارول د قانون څخه ناوړه استفاده ده او باید حکومت دې برخې ته جدي پام وکړي.
هغه وویل:« دپښتنو د تنګولو اؤ ځورؤلو دپاره باید دسرکاري وسیلو اؤ دولتي واک د ناجائزه استفادې څخه ډډه وکړل شي ګنې دا عمل به خطرناک ثابت شي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ډاکټر سید عالم مسعود څو ورځې وړاندې په پېښور کې د پاکستاني پولیسو له لوري د نوموړي له کور څخه نا معلوم حکومتي مقام ته یوړل شو چې دې چارې د یاد غورځنګ د مشرانو سربېره ټوله نړۍ کې د پښتنو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
ددې غورځنګ د مشرانو په خبره پاکستانی حکومت او ریاستي ادارې اوس د پښتنو د حقونو لپاره پورته کېدونکی غږ د جبر، تشدد او ناقانونه نېولو له لارې غواړي چپ کړي. د یاد غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په دې اړه وايي: « د دوه نيمو کالو راهسې د پي ټي اېم د مشرانو او غړو نيول روان دي، دوی د پښتنو په خاوره د جوړ شوي جنګ او د دوی سره د شوؤ ظلمونو پرضد غږ پورته کړو او غوښتنې يې وکړې او دغو غوښتنو ته هر چا جايزې وويلې”خو بیا هم د دوی نیونې روانې دي . پاکستانی ریاست اوس غواړي د پښتون غږ چب کړي؛ خو ورته په ډاګه وایو په دې د پښتون غږ چپ کیږي نه؛ مګر لا لوړیږي او دا به بیا د ریاست او د ټول لر او بر پښتون قوم پر ضد چې څوک تشدد کوي ورته ډېر سخت تمام شي.»
دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا څانګې مشر ایمل ولي خان هم وايي، چې ډاکټر مسعود او علي وزیر د پښتنو موثر غږونه دي او باید ژر تر ژره خوشې کړل شي. د نوموړي په وینا:« ډاکټرمسعود او علي وزیر دپښتنو موثر غږونه دي؛ ځکه دوی پښتنو ته پېښې ستونزې په ګوته کوي چې نیول یې دغندنې وړ عمل دی.»
خان دغه راز زیاتوي چې د پښتنو دتنګولو پر ځای دې هغوی ته خپل ټول حقه حقوق ورکړل شي؛ ځکه په خبره دوی دې په خپل هېواد او خاوره کې د نورو پوځيانو له لوري نه زورول کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د سید عالم مسعود په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ له لسو ډېر مهم غړي د پاکستاني پولیسو له لوري په بېلا بېلو پلمو نیول شوي دي.