د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د پاکستاني پوليسو له لوري د دغه غورځنګ د غړيو نيول کېدو په لړ کې تازه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ بل ځايي مشر محمد شېر خان مسيد هم نيول شوی دی.

پوليسو هم تائيد کړې چې شېر خان مسيد يې د ډيسمبر ۶مې غونډې په کېس کې نن نيولی او له نوموړي به د درج شوې مقدمې پر بنسټ څېړنې وشي. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي هم د پاکستاني پوليسو له لوري د شېر خان مسيد نيول کېدل مني او وايي، نوموړی له غرمې وړاندې شاوخو ۱۱ بجې په کراچۍ کې نيول شوی دی.

پاکستاني پوليسو په همدې کېس کې علي وزير، نور الله ترين او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو شمېر نور غړي څو ورځې وړاندې ونيول. ويل کېږي دامهال د علي وزير او نورالله ترين په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ له نيول شويو نورو غړيو هم په کراچۍ د پوليسو له لوري څېړنې روانې دي.

د علي وزير کورنۍ د نوموړي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې نوموړی د زړه ناروغۍ له کبله د درملنې په هدف روغتون ته وړل شوی و چې دې کار د علي وزير روغتيا په اړه اندېښنې زياتې کړې.

د علي وزير او پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو د نيول کېدو په غبرګون، په لر او بر کې پراخ لاريونونه دوام لري.