د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو غړي کور سوځولی

0 772

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، پاکستاني پوځیانو یو ځل بیا د دوی د غړیو پر وړاندې وحشت ګړندی کړی او شمالي وزیرستان کې یې د دوی د ملګري تر کور سوځول کېدو وروسته هغه له ځان سره بیولی دی.
د یاد غورځنګ مخکښ غړی محسن دواړ وايي، د پاکستاني ریاست پوځیانو د شمالي وزیرستان په سپینیوم نومي سیمه کې ددوی د ملګري اسلام بادشاه په کور چاپه اچولې او ټول کور یې ور سوځولی دی.
هغه وايي: « د پاکستاني ریاست پوځیانو یو ځل بیا زموږ پر وړاندې خپل وحشت ته زور ورکړی، د پي ټي ایم د مبارز ملګري اسلام بادشاه کور یې سوځولی او هغه یې ځان سره بوولی دی، دا هغه ظلمونه دي چې دوی د پښتنو پر وړاندې شروع کړي دي.»  نوموړي د ستر اعتراضي لاریون خبردارې هم ورکړی؛ خو د وخت او ځای په اړه یې څه ندي ویلي.
محسن داوړ دغه راز په خپل ټوېټر د بادشاه د سوځول شوي کور څخه یوه ويډو هم خپره کړی، چې پکې ښکاري کور په بشپړ ډول سوځول شوی او یواځې د کنډوالې په څېر انګړ یې پاتې دی. د پښتونخوا مخکښ سیاستوال او شنونکي فرهت الله بابر هم د دې پېښې غنده کړې او دا یې د پښتنو پر وړاندې د پاکستاني حکومت ستر ظلم یاد کړی دی.
نوموړي په ټوېټر لیکلي:« پاکستاني پوځیانو د اسرایلو په څېر وحشت پر پښتو روان کړی دی، دا د ټولو انساني او اسلامي اوصولو خلاف عمل دی، د دوی دا اعمال په نښه کوي، د پاکستان حکومت د امن خوښوونکي پښتون قوم سره دښمني لري او د سولې په ځان د وحشت پلویان دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې یوه ورځ وړاندې هم په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو له لوري یو تن ډاکټر په ډزو ووژل شو او د ګڼ شمېر پښتنو غبرګونونه یې راوپارول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply