نوموړي په دې اړه يوه خپاره کړي وېډيويي پيغام کې ويلي چې لا هم په خيبر کې هدف وژنې او په چک پاينټونو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د خلکو ځورول دوام لري. منظور احمد پښتين زياته کړې زياته کړې، د دې ټولو ستونزو په تړاو به د ډيسمبر په ۲۷مه د يکشنبې په ورځ مفصلې خبرې او ورته حل لارې وړاندې شي.

نوموړی پرون د پنج‌شنبې په ورځ خيبر ته روان شو خو دې ايجنسۍ ته له رسېدو سره سم پاکستاني ځواکونو د څو ساعتونو لپاره له ځان سره اېسار کړ او خيبر ته يې د ننوتلو اجازه نه ورکوله. منظور احمد پښتين له غونډې دوې ورځې وړاندې ځکه خيبر ايجنسۍ ته لاړ څو دغلته د کېدونکي غونډې په تړاو روان چمتووالی له نږدې وګوري.

ټاکل شوې د راتلونکې يکشنبې په ورځ چې د ډيسمبر ۲۷مه ڼېټه ده، په خيبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري لويه او پراخه ولسي غونډه ترسره شي.