پاکستاني پولیس؛ د پښتنو امن خوښوونکي بندي کوي

0 647

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ډاکټر سید عالم مسعود چې  تېره شپه د پاکستاني پولیسو له لوري ونیول شو؛  وايي، کوم انسان چې پښتون قوم ته د امن غږ کوي د پاکستاني پولیسو له لوري نیول کیږي.
عالم مسعود چې تېره شپه یې پاکستاني پولیسو کور محاصره کړی وو او نوموړی ورسره ډېر په مېړانه او غرور روان وو؛ زوی یې ترې د ویډیو پیغام اخیستو پر مهال پوښتي چې ولې ونیول شوې؟ ډاکټر مسعود په ځواب کې وايي، هر هغه انسان چې پښتون قوم ته امن غوښتونکی وي نو پاکستان پولیس به یې لکه زموږ په څېر نیسي.
هغه په دې ویډویو پیغام کې وايي:« کوم کسان چې د پښتون قوم پرمختګ غواړي نو انجام به یې زما او د هغه چا په څېر وي چې د کورنۍ اتلس غړي یې قرباني ورکړی او اوس هم د پاکستاني پولیسو په زندان کې پروت دی.»
هغه د خپلو خبرو په لړ کې د علي وزیر نیول کېدو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې دا پر پښتنو د پاکستاني پولیسو ښکاره ظلمونه دي چې ترسره کیږي. د دې ویډيو پیغام په ثبتولو چې د ډاکټر عالم مسعود زوی یې له خپل پلار څخه کوي؛ پولیس وم ګواښي؛ خو بیا هم د ښاغلي مسعود پیغام اخلي چې پښتنو ته یې وړاندې کوي.
هغه په خپل پیغام کې وايي:« پښتون قوم د تېښتې والا ندی، موږ چې مبارزې کوو نو زندانونه مو هم قبول کړي، پولیس او ریاست په دې توګه موږ نشې ویرولې؛ مګر زموږ مبارزې به لا پسې ډېرېږي او دوی ته به سر درد جوړیږي، پښتون ژغورنې غورځنګ او ټول پښتانه به زما په څېر نورې هم مبارزې پیاوړي کړي.»
د ډاکټر سید عالم مسعود زوی بیګا شپه د هغه د نیول کېدو څخه څو شیبې وروسته له سیحون سره خبرو کې وویل، چې د القاعده غړي پاکستان کې ازاد ګرځي د ای ایس ای لخوا نه نیول کېږي؛ خو د ده پلار، چې یو ډاکټر دی او د انسانانو د امن لپاره یې غږ پورته کړی د پاکستان د پوځي ادارو لخوا د نامالوم دلیل له مخې نیول کېږي.!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply