په کاناډا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې صوفيه ازريه وايي، له مودې راهيسې په دې هېواد کې د ځينو کسانو لوري تعقيبېږي او زياتوي چې دې کسانو ورسره د اړيکو له لارې ان په مرګ هم ګواښلې ده.

نوموړې پرون ناوخته پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري جوړې شوې نړيوالې انلاين غونډې ته په خبرو کې وويل، د پاکستان حکومت منتقدان په هېڅ هېواد کې خوندي نه دي او زياتوي چې د خپلو ګواښونو په اتړاو يې په کاناډا کې د پاکستان سفارت او دغه راز قنسلګيريو ته احوال ورکړی دی.

صوفيه ازر زياتوي چې يوازې د کاناډا په ټورنټو ښار کې د پاکستان قنسلګرۍ ورسره اړيکه کړې او له پښتون ژغورنې غورځنګ سره د اړيکو پرې کولو په شرط يې په دغه هېواد کې د خونديتوب ډاډ ورکړی دی.

نوموړې په دې اړه وايي: «زه په باقاعده توګه څارل کېږم. ما ته ګواښونه کېږي او د پاکستان د سفارت په نظر کې هر یو مخالف شته. ما په ټوله نړۍ کې د پاکستان سفارتونو ته خطونه لیکلي چې زه په کاناډا کې خوندي نه یم او څارل کېږم. نو یوازې د ټورنټو سفارت راته فون وکړ چې که ته له PTM څخه تعلق پرې کړې نو موږ سل فیصده ستا د خوندیتوب ضمانت درکوو.»

په همدې حال کې يو شمېر بلوڅ فعالان چې په دغه انلاين کې يې ګډون درلود وايي، د بلوچستان بشري حقونو فعاله کريمه بلوڅ مړه نه بلکې وژل شوې ده. په فرانسه کې مېشت بلوڅ فعال ډاکټر نسيم بلوڅ وايي، د کريمې بلوڅ ناڅاپي مړينه ښيي چې نوموړې په مرموزه توګه وژل شوې ده.

نوموړی په دې اړه وايي: «دا قربانۍ او په هدف کېدل زموږ لپاره څه نوې خبره نه ده. تش دومره بدلون په کې راغلی چې موږ په بهرنیو هېوادونو کې چې دلته به خوندي یوو او د خپل قوم خبره به پر موږ مخ وړو، اوس دلته هم په هدف کېږو. دلته هم هغه خلک وژل کېږي چې په څه نه څه شکل په بلوچستان کې په نښه کېدل.»

د دغه کنفرانس غونډې په پايله کې پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو او بلوڅ فعالانو په ګډه له پاکستان وغوښتل چې د PTM مخکښ غړی علي وزير او د دغه غورځنګ نور نيول شوي غړي خوشې او دغه راز دې کاناډا هم د کريمې بلوڅ د مرموزې وژنې په تړاو وضاحت وړاندې کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی محسن داوړ په دې اړه وايي: «موږ د کریمې بلوڅ د مړینې په احتجاجونو کې هم برخه واخیسته او دلته چې کوم زموږ ملګري نیول شوي، د هغوی د خلاصولو لپاره هم د احتجاجونو لړۍ روانه ده.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ داسې مهال دا نړيواله انلاين غونډه کوي چې نن په خيبر ايجنسۍ کې هم د دغه غورځنګ له لوري لويه ولسي غونډه ترسره کېږي. په دې غونډه کې د ګډون په هدف د خلکو راتګ اوس هم دوام لري. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي اسد قرار سيحون خبري اژانس ته ويلي چې پاکستاني پوليسو د غونډې ځای ته غځېدلې ټولې لارې تړلي دي او خلکو ته اجازه نه ورکوي چې د ګډون لپاره د غونډې ځای ته لاړ شي.