پاکستان کې مخالفو سياسي ګوندونو د علي وزير نيول وغندل

0 683

د پاکستان مخالفو سياسي ګوندونو ايتلاف PDM شاملو ځينو ګوندونو د پاکستاني پوليسو له لوري د علي وزير نيول د اصولو خلاف عمل وباله او ژر يې د نوموړي بېرته خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان په ولسواک غورځنګ يا PDM کې شامل عوامي نېشنل ګوند غړي ميا افتخار حسېن له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، د پارلمان (قومي اسمبلۍ) غړي په توګه د علي وزير نیول د اصولو خلاف دي او په خبره يې په دې توګه د نوموړي نيول د غندنې وړ عمل دی.

افتخار حسېن ټينګار کړی چې د پارلمان رئيس بايد د علي ويز په حق کې د شوي دغه عمل په اړه جدي غبرګون وښيي څو نوموړی ژر تر ژره بېرته خوشی شي. په همدې حال کې د مسليم ليګ‌ن ګوند او د پاکستان پارلمان غړي عبادالله خان د علي وزير نيول غير جمهوري اقدام بللی او زياته کړې يې ده چې دوی د همدې اقداماتو مخنيوي په هدف د پي‌ډي‌اېم په چوکاټ کې مبارزه کوي.

له دې وړاندې د پاکستان ولسواک غورځنګ يا PDM شاملو پيپلز ګوند او دغه راز د پښتونخوا ملی عوامي ګوند هم د علي وزير نيول غندلي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي علي وزير نيول کېدو په غبرګون کې په متواتره توګه د څو ورځو لپاره په پښتونخوا، قبايلو، افغانستان، بلوچستان او په خپله پاکستان کې پراخ لاريونونه وشول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply