د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې نيول شويو غړيو مدافع وکيل قادرخان اېډوکېټ له رسنيو سره په خبرو کې ومنله چې د علي وزير په شمول د دغه غورځنګ غړي نورالله ترين، شېر ايوب، بصير خان او محمد حسن نن د محاکمې د پرېکړې له مخې زندان ته ولېږل شول.

نوموړي زياته کړې چې محاکمې بيا ځلي عدالت ته د يادو کسانو وړاندې کولو په اړه سم‌لاسي کومه بله نېټه نه ده ټاکلې.

قادرخان اېډوکېټ دغه راز زياته کړې، محمد شېر مسيد چې په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دی، نن هم عدالت ته وړاندې نه شو او په خبره يې نوموړی وار له مخې له محاکمې پرته زندان ته لېږل شوی دی.

علي وزير، نور الله ترین، حسن، محمد شېر مسيد او بسم‌الله د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه غړي دي چې د پاکستاني پوليسو له لوري تر دې مهاله په توقيف کې وو. پر دوی تور دی چې په کراچۍ کې يې د ډيسمبر په ۶مه نېټه د خپلې لويې غونډې پرمهال د پاکستان پوځ، استخباراتو او دغه راز د نورو دولتي ادارو پر ضد څرګندونې کړي دي.