د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي خبر ورکوي چې د دغه غورځنګ مخکښ غړی ډاکټر سېد عالم محسود يو ځل بيا د پاکستاني پوليسو له لوري ونيول شو.

د دغه غورځنګ غړې ثناء اعجاز په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، ډاکټر سېد عالم محسود نن دوشنبه په دېره اسماعېل‌خان کې محکمې ته د خپلې يوې قضيې د خلاصولو په هدف تللی و، چې د پوليسو له لوري نيول شوی دی.

نوموړې زياته کړې، که څه هم په دېره اسماعېل خان کې محکمې د يادې قضيې په اړه د ډاکټر سېد عالم محسود ضمانت منظور کړی؛ خو پر دې سربېره هم پاکستاني پوليسو نيولی دی. سېد عالم محسود تازه د جنوري په ۱۳مه په ضمانت له زندان ازاد شوی و. د نوموړي په بیا ځل نیول کېدو د ولس غبرګون را پارېدلی.

پاکستان پوځ په دې وروستیو کې د پښتنو او بلوڅو په وړاندې د هر ډول وحشت څخه کار اخلی او د هیڅ ډول جنایت څخه ډډه نه کوۍ