د ولسې جرګې ټاکنې، د ولس میړانه او د کمیسیون بې غوري-اسدالله ولي/یما هوتک

0 817

د ولسې جرګې ټاکنې، د ولس میړانه او د کمیسیون بې غوري-اسدالله ولي/یما هوتک

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د هیواد سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضیعت د تیرو ټاکنیزو بهیرونو په پرتله ډیر ترینګلې او د اندیښنې وړ دی. خو دا ټاکنې په خپل وخت د ټولو هغو اندیښنو او بې باوریو خلاف ترسره شوې، چې د دغو ټاکنو د پرخپل وخت نه ترسره کیدو په اړه موجود وو.

په دی لیکنه کې غواړو ددی ټاکنو مثبت او منفي اړخونو ته یوه لنډه کتنه وکړو په دی هیله چې دولت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون په راتلونکو ټاکنو کې ددی نیمګړتیاوو د لمنځه وړلو لپاره اړین ګامونه واخلي:

له ښو او مثبتو ټکو یې یو هم دا وو چې: په میلیونونو افغانانو یو ځل بیا په پوره میړانې او سرښندنې د سختو امنیتي ګواښونو او ناخوالو سربیره بیاهم په ډیره مینه د هیواد د ښې راتلونکې او پرمختګ په هیله د ولسي جرګې د ټاکنو د رایې اچونې په پړاو کې برخه واخیستله ترڅو راتلونکې ولسي جرګې ته د خپلې خوښې وړ استازي ورولیږي، په دی ترینګلو حالاتو کې د رایې اچونې مرکزونو ته په دومره لویه کچه د خلکو ورتګ دا څرګندوی چې افغانان ولسواکۍ ته ژمن دی او د خپل مدني حق څخه په ګټه اخیستنې خپل برخلیک خپله ټاکي.

دوهم: د افغان امنیتي ځواکونو میړانه او سرښندنه د ستاینې وړ ده چې په لومړي ځل یې د بهرنیو ځواکنو له مرستې پرته د ټاکنو امنیت او خوندیتوب دروند بار ته اوږه ورکړه او د مخکنیو ټاکنو په پرتله یې د ټاکنو د بهیر امنیت په ښه توګه وساته. ددوی دا وړتیا مونږ ته ددی ډاډ راکوي چې زمونږ تکیه په بهرنیو ځواکونو ورځ تر بلې کمیږي، او خپل میړني ځواکونه مو ددی وړتیا لري چې هیوادوالو ته په ملي پروسو کې د ګډون لپاره د امن فضاء رامنځ ته کړي.

بل مثبت ټکې په دی ټاکنو کې دا وو چې د لومړي ځل لپاره په هیواد کې په ټاکنو کې د رای ورکوونکو د لستونو ترتیبول او بایومیتریک سیستم څخه ګټه واخستل شوه، که څه هم په دی برخو کې یو څه ستونزې وې خو بیا هم که د راتلونکو ټاکنو لپاره په کې اصلاحات راشي او نیمګړتیاوی یې له منځه ولاړې شي نو د پاکو او رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې ډیره مرسته کوي او تر ډیره د درغلیو مخه نیسي.

خو له دی ټولو ښیګڼو سربیره دی د ټاکنو بهیر ګڼې نیمګړتیاوی هم درلودی لکه:

په ډېرو سیمو کې د رایه اچونې مرکزونه د ژمنه شوي وخت (سهار۷ بجو) پرځای ناوخته او په ځینو سیمو کې ان غرمه مهال پرانیستل شول، او په ځینو ځایو کې خو په دویمه ورځ ټاکنې وشوی.

د بایو میټریک سیستم په ډېرو مرکزونو کې یا خراب و او یا یې د ټاکنو کارمندان په سمه کارونه نه پوهیدل، دا ستونزه د رایه ورکونې د ځنډ او زیات وخت نیولو سبب شوه، او حتی په ځینو مرکزونو کې پرته له بایومیتریک رایې اچونه وشوه چې د درغلیو شکونه یې راپیدا کړي

د رایه ورکونې په یو شمېر مرکزونو کې د ثبت شویو رایه ورکونکو د نوم لیکنې کتابچې ورکې وې. دا ستونزه ان د کابل ښار په زړه او د نادریې لېسې د رایه اچونې په مرکز کې موجوده وه.

د حکومت اجرایه ریس ډاکټر عبدالله، چې رسنیو یې په دغه مرکز کې د رایه ورکونې حالت په ژوندۍ بڼه خپروه، له همدې ستونزې( د نوم لیکنې د کتاب له نادرکۍ) سره مخ وو او د نوموړي رایې اچونې پوره نیم ساعت وخت واخیست.

د ځینو زورواکو له خوا د رايې اچونې په مرکزونو کې د ګډوډۍ جوړولو او د ټاکنو کمیسیون کار کوونکي ګواښولو او خلک د زور او یا پیسو له لارې مجبورول چې دوی ته رایه ورکړي، راپورونه هم شته.

ددی ستونزو او نیمګړتیاوو ترټولو ډیر مسئولیت د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورګرځي ځکه ولس د ټولو ګواښونو او ستونزو سربیره په ډیره مینه له کورو راووتل او د ټاکنو مرکزونو خواته ولاړل خو د ټاکنو کمیسیون د خپل کمزوري مدیریت له امله د خلکو له احساساتو سره لوبې وکړې، او دوی ونشو کړای د ټاکنو د رایې اچونې پړاو سم مدیریت کړي او په ټاکنو د خلکو له منځه تللې باور یو ځل بیا را ژوندې کړي.

اوس که د ټاکنو د رايې اچوني پر بهیر باندې شوي شکایتونه په سمه او شفافه توګه ونه څیړل شي او پایلې یې له ولس سره شریکې نشې نو خدای مه کړه په هیواد کې به یو نوي کړکیچ ته لاره جوړه شي او مسئولیت به یې د ټاکنیزو کمیسینونو پرغاړه وي.

نو هیله داده چې ټاکنیز کمیسیونونه تر خپلې وسې د څارونکو او نوماندانو له خوا د رایې اچونې په پړاو کې د ثبت شویو شکایتونو په هکله دقیقه څیړنه وکړي او پایلی یې له ولس سره شریکې کړي او پاکې او ناپاکې رایې سره جلا کړي تر څو راتلونکې ولسې جرګې ته مستحق او وړ استازي د خلکو د پاکو رایو په پایله کې لار پیدا کړي.

ټاکنیزو کمیسیونونو ته پکار ده ترڅو له دې ټاکنو درس واخلي او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره  سر له اوسه تیارې ونیسي او هغه نیمګړتیاوې چې په دې ټاکنو کې رامنځ ته شوي له منځه یې یوسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply