د نړۍ لس ارزښتمن پولي واحدونه / ژباړه او زیاتونه: خوشال درانی

0 1,266

د ټولې نړۍ پیسې یو ډول ارزښت نه لري. د ځینو هېوادونو پیسې دومره ارزښتمنې دي، چې په سلو روپیو پرې ورځنۍ اړتیاوې پوره کولی شئ؛ خو ځینې دومره بې‌ارزښته دي چې مجبور یې په څو جېبونو کې یې وگرځوې او په زرهاوو پیسو به ډېرې کمې اړتیاوې پوره کړې. زموږ د هېواد پولي واحد«افغانۍ» دي، خو له بده‌مرغه د افغانیو په پرتله ډېر چلند د ډالرو، کلدارو او د تومنو کېږي. افغانۍ په څو مرکزي او شمالي ولایتونو کې چلېږي او له ډیورنډ فرضي کرښې سره په نږدې ټولو ولایتونو کې کلدارې چلېږي. سوداگري په ډالرو روانه ده او له ایران سره په نږدې سیمو کې د افغانیو پر ځای بیا تومن د راکړې ـ ورکړې پر وخت کارول کېږي. زموږ پولي واحد نه ډېر لوړ او نه ډېر ټیټ دی، یعنې ارزښت یې مناسب دی. له گاونډیو ټولو هېوادونو زموږ پیسې ارزښتمنې دي. پولي واحدونو ته ارزښت خپله حکومت ټاکي او د امریکا له راتگ وروسته زموږ پولي واحد ارزښت لوړ شو، خو د لوړوالي سره بې توازنه هم شو. د هېواد روان اقتصادي حالت ته په کتو زموږ د پولي واحد ارزښت باید ټیټ وای او  خپل استقامت یې هم لرلی. خو دلته د افغانۍ تر شا ډالر دي او د ډالرو په ښکته پورته کېدو افغانۍ هم خپل توازن نه شي ساتلی. د یادو لسو پولي واحدونو ورځنی نرخ ځکه نه لیکم، چې هره شېبه په دغو نرخونو کې توپیر راځي.

۱ـ د کویټ دینار

موږ ته امریکايي ډالر یا د انگلستان پولي واحد «پونډ» د نړۍ ارزښتمنه پیسه ښکاري، خو د نړۍ ارزښتمنه پیسه د کویټ ده. کویټ پراخه طبیعي زېرمې لري او د نړۍ شتمن هېواد هم دی. د دغه کوچني هېواد پولي واحد د نړۍ ارزښتمنې پیسې دي. د کویټ پولي واحد له ډېرې مودې راهیسې خپل ارزښت ساتلی دی او په لومړي مقام کې ځای لري.

۲: د بحرین دینار

د ارزښتمنو پولي واحدونو په ډله کې دویم ځای د بحرین دینار لري. بحرین هم کوچنی هېواد دی او هم پراخه طبیعي زېرمې لري. بحرین ته ډېری خلک د سیاحت سربېره د کاروبار لپاره هم ځي او پیسې یې ښې ارزښمتنې دي. د بحرین ډېر صادرات نفت دي او د خلکو په ژوند کې یې ورځ تر بلې ښه‌والی راځي.

۳: د عمان ریال

عمان د خلیج هېوادونو په ستراتژیک موقیعت کې پروت دی. د عمان اقتصاد ورځ تر بلې د ښه کېدو خواته روان دی او خلک یې ارام او سوکاله ژوند لري. د عمان ریال د نړۍ د درېیم مقام لرونکي پیسې دي. یعنې له کویټ او بحرین وروسته درېیم ځای لري.

۴: د اردن دینار

تاسې ته به هم پوښتنه پیدا شوي وي، چې عرب هېوادونه یوازې نفت لري، خو د صنعت او ټیکنالوجۍ په برخه کې وروسته پاتې دي، خو څلورم هېواد اردن هم عربي هېواد دی چې پیسې یې ارزښتمنې دي. اردن د نورو عرب هېوادونو په پرتله ډېرې طبیعي زېرمې هم نه لري او نه د نړۍ یو اقتصادي هېواد دی. خو پیسې یې د ټولې نړۍ په کچه څلورم ځای لري.

۵: برېتانوي پونډ

د برېتانیې پونډ یو وخت د نړۍ ارزښت لرونکي پیسې وې، خو اوس‌مهال پنځم ځای لري. یعنې له کویټ، بحرین، عمان او اردن وروسته د برېتانیې پونډ ارزښت لرونکی پولي واحد دی. په اروپا کې لومړی او د نورې نړۍ په کچه پنځم ځای لري.

۶: د اروپا یورو

یورو د ډېری اروپايي هېوادونو گډ پولي واحد دی. له برېتانیې، ډنمارک، سویس او شمېر نورو اروپايي هېوادونو نه علاوه په اروپا کې یورو چلېږي. یورو هم د اروپا په کچه او هم د نړۍ په کچه ارزښت لرونکی پولي واحد دی. یورو د اروپا د چټکې اقتصادي ودې یو سبب هم دی او د اروپا په ډېرو هېوادونو کې د راکړې ـ ورکړې پر وخت کارول کېږي.

۷: د کایمن  ټاپو ډالر

کایمني ډالر د نړۍ په کچه اووم ځای لري. کایمن د نړۍ یو ناپېژندل شوی هېواد دی. هم د پراخوالي او هم د وگړو په حساب ډېر کم وگړي لري. کایمن په برېتانیې پورې تړلی هېواد دی، خو په خپلو کورنیو چارو کې خپلواک دی او پولي واحد یې د پونډ پر ځای کایمني ډالر دي.

۸: امریکايي ډالر

امریکا متحده ایالات هم د نړۍ اقتصادي او هم پوځي هېواد دی او پولي واحد یې په ټوله نړۍ کې د چلند وړ دی. یعنې امریکايي ډالر که ولرئ، نو په ټوله نړۍ کې یې تبادله کولی شئ او خپلې اړتیاوې پرې پوره کولی شئ.

۹: د سویس فرانک

سویس د نړۍ یو پرمختللی، ښکلی، د سیاحت لپاره مناسب او په طبیعي او منصوعي لحاظ یوه غوره هېواد دی. سویسي فرانک د ارزښت لرونکو پولي واحدونو په ډله کې نهم ځای لري.

۱۰: اسټرالیايي ډالر

اسټرالیا ځانته یو ځانگړې لویه وچه هم ده او یو هېواد هم. اسټرالیا د نړۍ یو پرمختللی هېواد دی او پولي واحد یې په ټوله نړۍ کې لسم ځای لري. اسټرالیايي ډالر دا ځانگړتیا لري چې ړانده او هغه خلک چې سترگې یې سم لیدل نه شي کولی هم پوهېږي چې په لاسونو کې یې نیولې پیسې څومره ارزښت لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply