د نړۍ لس بې‌ارزښته پولي واحدونه/ ژباړه او زیاتونه: خوشال درانی

0 791

ه

د نړۍ لس ازښتمن پولي واحدونه خو مووپېژندل. نن غواړم د نړۍ لس بې‌ارزښته پولي واحدونه دروپېژنم. ځینې هېوادونه په‌خپله غواړي چې پیسې یې بې‌ارزښته وي. چین د نړۍ یو اقتصادي او پرمختللی هېواد دی، خوپیسې یې ډېرې بې‌ارزښته دي. نیمايي نړۍ له چین نه غواړي چې د خپلو پیسو ارزښت لوړکړي، خو د چین ډېره گټه په همدې کې ده چې د پیسو ارزښت یې ټيټ وي او خپله سوداگريښه پرمخ یوسي. اوس‌مهال د نړۍ مشهورې او سترې کمپنۍ غواړي چې خپل تولیدات په چینکې جوړ کړي. په چین کې خام توکي ډېر او ارازانه پیداکېږي او سترې کمپنۍ په دې کېډېره گټه کوي، چې خام توکي په کمه بیه واخلي، تولیدات په کمه بیه جوړ او په لوړهبیه یې وپلوري.

زموږ پولي واحد د نړۍ له ډېرو هېوادونو لوړ دی، خو ژوند مو د گاونډیو هېوادونو په پرتله څو ځلې خراب دی. د حکومت ډېره گټه په دې کې ده چې د افغانیو ارزښت کم کړي او په ټول هېواد کې یې رواج کړي. افغانۍ باید د یو خپلواک پولي واحد په توگه همداسې خپل توازن ولري او له ډالر سره یې اړیکې ختمې شي.

بدمرغي داده چې دلته سفارتونه،نړیوالې ادارې، واړه شرکتونه او بهرنیان افغان کارکوونکو ته د افغانیو پر ځایمعاشونه د خپل هېواد او یا هم ډالر ورکوي. حکومت باید د افغانستان په اوسنۍجغرافیه کې یوازې افغانۍ د چلند وړ وبولي او نور پولي واحدونه یوازې په صرافیو کې پیدا شي.

۱: د ایران تومن

ایران عجیب هېواد دی. له نیمې نړۍسره دُښمني کوي، خو د چین او روسیې ملگرتیا هېڅکله له لاسه نه ورکوي. ایران عملاًپه افغانستان، سوریې، عراق، یمن او لبنان کې په بېلابېلو بڼو حضور لري. له امریکاسره د نیمې پېړۍ راپدېخوا په ښکاره دُښمني پالي. په سیمه کې د شیعه‌گانو ملاتړیوازې ایران کوي. ایرانیان خواريکښ خلک دي او په ډېرو کمو امکاناتو ستر ـ سترکارونه کوي. د ایرانیانو ژوند نه ډېر خراب او نه ډېر ښه دی، خو له موږ ښه ژوند لري.

د ایران پولي واحد تومن«ایراني ریال»دي. که تاسې زر افغانۍ ایراني تومنو ته تبادله کړئ، نو څلور جېبونه مو پرې ښه ډک کېږي. په تومنو کې د سل زرو نوټ هم شته او کېدای شي دا په نړۍ کې بې‌ساری پولي واحد وي، چې سل زره نوټ هم پکې پیدا کېږي. د بې‌ارزښته پولي واحدونو په ډله کې ایراني تومن لومړی ځای لري.

۲: د ویتنام دونگ

ویتنام اوس‌مهال له خپلو سیمه‌ییزوهېوادونو او په ځانگړي ډول له امریکا سره یې پرتې ستونزې تر یوه بریده حل کړي اواوس ویتنامي توکي د نړۍ جلا ـ جلا بازارونو ته لېږدول کېږي؛ خو بیا یې هم پولي واحد ډېر ټیټ دی. د ویتنام پولي واحد د نړۍ د بې‌ارزښته پولي واحدونو په ډله کېدویم ځای لري او په سویلي اسیا کې تر ټولو کم ارزښته پولي واحد دی. ویتنام هڅه کويچې په اقتصادي پالیسیو کې اسانتیاوې رامنځته کړي او هم د خپل پولي واحد ارزښت لوړکړي.

۳: داندونیزیا روپیه

اندونیزیا په اسلامي نړۍ کې تر ټولود ډېر نفوس لرونکی د مسلمانانو هېواد دی. په اقتصادي لحاظ یوه باثباته ټولنه اوحکومت لري او په سویلي اسیا کې یو پرمختللی هېواد هم دی. خو پولي واحد یې د کمارزښته پولي واحدونو په ډله کې درېیم ځای لري. د اندونیزیا حکومت په اقتصادي قوانینو کې له ډېرو بدلونونو سربېره بیا هم پر دې نه دی توانېدلی، چې د خپلو پیسوارزښت لوړ کړي.

۴: د گانا فرانک

په افریقا کې گانا یو د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې اداري فساد پکې اوج ته رسېدلی، د خلکو ژوند یې خراب او ډېر خلک یې په فقر کې ژوند کوي. گانا د سرو زرو، د قیمتي ډبرو او المونیمو پراخ کانونه لري؛ خو پیسې یې بیا هم ډېرې کم ارزښته دي. د گانا فرانک د بې‌ارزښته پولي واحدونو په ډله کې څلورم ځای لري.

۵: د کيپ لایوس

کيپ لایوس په کال ۱۹۵۲ز کال کې خپل پولي واحد جوړ کړ، خو د دومره کلونو په تېرېدو یې بیا یې  هم ارزښت پخواني ځای ته رانه‌غی، بلکې ارزښت یې د هر کال په تېرېدو نور هم ښکته لوېږي. یو وخت د کيپ لایوس پولي واحد مخ پر ودې روان و، خو د ناسم اقتصادي حالت وروسته یې خپل ارزښت هم ولوېد. د دغه هېواد پولي واحد اوس‌مهال پنځم ځای لري.

۶:د سیرالیونلیون

سیرالیون په افریقا کې یو له بې‌وزله هېوادونو څخه دی، چې د حکومت کمزوري اقتصادي پالیسو، په تېرو کلونو کې د کورنیو شخړو او د جلا ـ جلا ناروغیو د خپرېدو له امله یې خلک ښه ژوند نه لري. پولي واحدهم د نړۍ د بې‌ارزښته پولي واحدونو په ډله کې شپږم ځای لري.

۷: د ازبکستان سوم

ازبکستان زموږ گاونډی هېواد دی. منځنۍ اسیا د مشهورو محدیثونو او امامانو د زوکړې ځای دی.  د ۱۹۹۴ز کال په جولای کې د ازبکستان د هغه وختد ولسمشر د سوم ارزښت لوړ کړ، خو له تېر کال راهیسې یې ارزښت ورځ تربلې ښکته لوېږي. د ازبکستان پولي واحد د نړۍ په کچه اووم ځای لري.

۸: پاراگوا گواراني

پاراگوا په جنوبي امریکا کې دویم بې‌وزله هېواد دی. اقتصادي ستونزې، اقتصادي فساد، د تولیداتو ټیټ کیفیت، نالوستي او بې‌کاري د دغه هېواد تر ټولو غټې ستونزې دي. د پاراگوا صادرات پنبه او سویابین دي، خو له صادراتو یې د وارداتو کچه لوړه ده او پر دغو دوو کرنیزو توکو خپلې اړتیاوې نه شي پوره کولی. له همدې له امله یې پولي واحد د نړۍ د بې‌ارزښته پولي واحدونو په ډلهکې اتم ځای لري.

۹: کمبودیا ریل

کامبوج په ختیځه اسیا کې پروت دی. دکامبوج حکومت په ۱۹۹۵ز کال کې د هندوچین د پولي واحد پر ځای خپل پولي واحد جوړ کړ؛خو د خلکو ترمنځ یې رواج نه شو کړای. د کمبودیا خلک په خپلو ورځنیو راکړوـ ورکړو کې امریکايي ډالر کاروي او د همدغه بهرني پولي واحد د چلند له امله یې ارزښت هم ډېرټیټ دی. د کامبوج پولي واحد د بې‌ارزښته پولي واحدونو په ډله کې نهم ځای لري.

۱۰:میانمار«برما» کیات

د برما له نامه سره خو ټول اشنا یئ،چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې حکومت پر ځايي مسلمانانو رڼا ورځ شپه کړې ده. پولي واحد یې کیات دی او د بې‌ارزښته پولي واحدونو په ډله کې لسم ځای لري. د برما حکومت له ډېرو هڅو سربېره بیا هم خپل پولي واحد ته په ارزښت ورکولو بریالی شوی نه دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply