د تمدن په پلازمېنه کې بیا پیاز او ژوند ارزانه شوي

0 676

له څو ورځو راهيسې چې غزنی بيا د سقوط پر ګړنګ درېدلی، د پيازو من پکې دېرشو افغانيو ته راکښته شوی، خو ژوند پکې د خاورو د بيې ارزښت هم نه لري.

د غزني له ښاره اوس تاريخي بالاحصار يا د انګرېزانو تاڼه جوړه شوې چې دننه په‌کې دولتیان دي، خو د باندې د دولت د وسله‌‌والو مخالفانو سیوری خپور دی او د ښار په څنډو کې څڼور طالبان پيتاوي ته ناست وي.

سرخط ته د رسېدلو مالوماتو له مخې، په رڼا ورځ د ښار په څنډو کې د طالبانو او افغان ځواکونو جګړه وي، خو د ولایت د والي په ګډون، نور چارواکي لکه په کوم اروپايي هېواد کې چې واکدار وي، خپلو دفترونو کې بې‌غمه ناست وي.

کله کله خو لکه د دويمې نړېوالې جګړې صحنې د خپلو ودانيو له کړکيو د جګړې ننداره هم کوي.

د دولت ټول واک يوازې تر ښار او يو شمېر هزاره مېشتو سيمو رامحدود دی، خو د هغو سیمو لارې هم د طالبانو په لاس کې دي او که لارښوونه ورته وشي، څوک به ترې تېر هم نه‌شي.

وړمه شپه افغان کومانډو ځواکونو غوښتل په خواجه عمري ولسوالي کې د طالبانو پروړاندې پوځي عمليات وکړي، خو د شته ګواښونو له کبله یې نه یوازې له دوښمن سره حساب و نه‌ کړ، بلکې نور هم شاته راغللي دي.

د غزني ولايت مدني فعالان وايي، د دغه ولایت پر ۸۰‌ سلنه خاوره طالبان راج چلوي او يوازې د ولایت مرکز او د ځینو ولسوالیو ودانۍ د حکومت په لاس کې دي؛ هغه هم کله کله کله د دوښمن له سختو بریدونو سره مخ کېږي. هره ورځ د ولسواليو پر ودانيو جګړې کېږي.

د اندړو ولسوالي مرکز خو بېخي له خپل اصلي ځایه بل ځای ته لېږدول شوی او په خوګياڼو ولسوالي کې بيا وړمه شپه پوره دوه شلې سرتېري شهيدان او ټپيان شول.

که څه هم د کابل ـ غزني او غزني ـ کندهار لویې لارې مخکې هم تر پل‌صراط کمې نه وې، خو اوس په بشپړ ډول تړل شوې دي.

وايي چې حتا نظاميان هم پرې ورتګ ته زړه نه ښه کوي؛ ځکه پر لاره د سړک غاړې ماينونه اېښودل شوي او د لارې په اوږدو کې تر شته ونو لاندې چړیانو کمینونه نیولي چې که پر کوم افغان ور برابر شي او تر چړې یې تېر کړي.

څه موده مخکې د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالي طالبانو ونیوله چې دغه سقوط یې اوس سترګې لا سرې کړې او په اساني ترې څوک پر یاده لاره تګ‌راتګ نه‌شي کولای.

د غزني ولايت يوه اوسېدونکي او مدني فعال جميل وقار سرخط ته وويل، د غزني ځايي اداره د دې ولايت په ۲۰ سلنه خاوره هم واکمني نه‌لري او چارواکي یې لکه د يوې ورځې مسافر يوازې په‌کې شپه تېروي.

د غزني نږدې ټولې ولسوالۍ د حکومت د وسله‌والو مخالفانو په لاس کې دي. د ښار په لمنو کې د طالبانو ګزمې ګرځي.

خلک له وېرې سره مخ دي او فکر کوي چې یو ځل بیا به د جهان سوز لښکرو لاس ته ولوېږي او شته ودانۍ به په ایرو بدلې کړي.

که څه هم موږ وغوښتل چې د خلکو د دغو اندېښنو او نيوکو په تړاو د ولايتي ادارې نظر هم  واخلو، خو هلته د طالبانو په فرمايش ټولې مخابراتي شبکې لږ تر لږه له مازديګر نه د سهار تر ۸ بجو تړلې وي.

غزنی چې په ۲۰۱۳ کال د يونسکو له لوري د اسلامي تمدن پلازمېنه ونومول شو، مرکزي او ولايتي حکومتي ادارو د دغه ولايت د بيا رغونې او امنيت په تړاو خورا ډېرې ژمنې هم وکړې، خو بیا هم دغه لرغونی او تاریخي ښار په بشپړ ډول د طالب ترهګرو له منګولو و نه ژغورل شو.

اوسېدونکي يې هره شېبه د ښار د سقوط انګازې اوري او وېرېږي چې که طالبان یو ځل بیا دغه ښار ته راننوتل، سر او مال به یې لیلام شي.

طالبان د غزني له دوکانونو هم په منظم ډول مالیه ټولوي. په دغه ولایت کې فعالې رسنۍ خو یې ګواښلې وې، که مالیه ورنه‌‌کړي، د فعالیت مخه به یې ونیسي؛ دا هر څه د دغه ولایت د ناکاره چارواکو له لاسه چې په ښار کې هم د خپل دوښمن د راج مخه نشي نیولای.

د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، که حکومت د غزني ولايت د وضعيت سمولو له‌پاره رښتیني او عملي ګامونه وا نه‌خلي، امنیت یې ټینګ نه‌کړي، ښايي د مرکزي او جنوبي زون تر منځ دغه مهم سوداګريز مرکز يو ځل بيا د جهان سوز لښکرو ته په لاس ورشي او پاتې لږه ښکلا يې هم په ايرو بدله کړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply