غزنی د سرور دانش رحم ته پاتې دی

0 917

مبین جلالزی

د غزني سټراټیژیک اهمیت له حکومته پرته د هیچا له سترګو پټ نه دی:

  1. له (۸) ولایتونو (پکتیا، پکتیکا، زابل، روزګان، دایکندي، بامیان، وردګ، لوګر) سره ګډه پوله لري چې د افغانستان بل هیڅ ولایت له اتو ولایتونو سره ګډه پوله نه لري.
  2. له امنیتي پلوه د (۸) ولایتونو هسته او د کابل دروازه بلله کېږي.
  3. د کابل او کندهار لویه لاره (۲۰۹) کلیومټره په غزني کې تېرېږي.
  4. پکتیکا او زابل ولایتونه یې په ډېر لنډ واټن کې د ډیورنډ له فرضي کرښې سره نښلوي او تل یې د ناامني اسباب له همدغو لارو راځي.
  5. په مقر، ګیلان، ناهور، واغظ، اندړ او ګیرو ولسوالیو کې د سره زر، بیروچ، لیتیم، مس او نورو قیمتي ډبرو کانونه شته چې وسله‌وال مخالفان یې لا هم د پاکستاني انجینرانو په وسیله استخراجوي.
  6. د (آب استاده)، (سردې بند) او (ناهور) په څېر زړه راښکونکې د تفریح ځایونه او ښکلي منظري لري.
  7. د هېواد په کچه د پخوانیو لویو مدرسو په لړ کې د (نور المدارس) لویه مدرسه لري، چې له بده بخته اوس د وسله‌والو طالبانو د تولید فابریکه ده.
  8. غزنی د هیواد په کچه فکري او افرطي طالبان لري، بالمقابل فکري او افراطي مخالفان یې هم د غزني دي.

غزنی له دې ټول اهمیت او ځانګړتیاوو سره سره د روان حکومت له پامه داسې غورځېدلی، لکه د لاس شپږمه ګوته چې هر وخت یې د غوڅولو هڅه کېږي، د دې ادعا د ثبوت لپاره لاندې دلایلو ته ستاسې پام راګرځوم:

  1. غزني دری ورځې د اور په لمبو کې سوځېده، څلورمه ورځ چې د سقوط په درشل ودرېده او مړو جسدونو د ښار لارې بندې کړي، ولسمشر خبر شو او د غزني د ژغورنې لپاره یې مټې بډ وهلي، د ولسمشر د ناخبرې مانا دا ده چې غزنی د حکومت له پامه په بشپړه توګه غورځېدلی دی.
  2. ټول افغانستان خبر دی، چې په غزني کې د ناوې ولسوالي د افغانستان په کچه د طالبانو مهم مرکز دی، روغتونونه، روزنځایونه، ډیپوګان، بندیخانې او … په همدې ولسوالي کې دي، د جنوب زون ټول اکمالات له همدغه ځایه کوي؛ بلکې د طالبانو اکمالاتي لار بلل کېږي، د ولسمشر کرزي د حکومت په لومړیو کې چې یې سقوط کړی، تر اوسه د طالبانو په لاس کې ده، یو ځل د څو ورځو لپاره حکومت د مقر د پاڅون په مرسته ونیوه، خو د یوې معاملې په ترڅ کې یې بېرته پرېښوده؛ نو چې د بشپړ زون د اکمالاتو مرکز او لارې د نیولو هڅه و نه‌شي، مالومه ده چې غزنی له پامه غورځېدلی دی.
  3. په هر ولایت کې لومړۍ درجه رهبري (والي) ډېر اهمیت لري، ځکه ټول اورګانونه سره همغږي کوي او بشپړ ولایت ته مسیر ورکوي، خو په غزني کې دا اړینه نه ده، یو چرسي، نالوستی ډریور هم د غزني ولایت کولای شي، ځکه د حکومت له پامه لوېدلی او هیڅ اهمیت نه ورته لري، یا یې په اهمیت نه پوهېږي.
  4. د غزني له سقوطه وروسته ولسمشر دوه ځله غزني ته راغی، هر ځل به د غزني والي وحید الله کلیمزي، یو څو تنو چاپلوسانو ته د لسو یا شلو زرو افغانیو په بدل کې دا دنده ورکړې وه چې د ولسمشر له مخې ولاړ شي او هغه خبرې وکړي، چې والي صاحب ور زده کړې دي، سمه ده، زه دا منم چې ولسمشر عالم الغیب نه دی، هغه نه پوهېږي چې دا سړی د غزني د وضعیت په اړه رښتیا وایي او که د شلو زرو افغانیو په زور یې درواغو ته د رښتیا کمیس ګنډلی، خو دا هیڅکله نه منم چې ولسمشر په دويم ځل غزني ته ولاړ، د هغې غونډې پر مهال چې والي صاحب او چاپلوسانو یې د غزني د امنیتي وضعیت په اړه ولسمشر ته ډاډ ورکاوه، راکېټونه او مزائیل راغلل، د ولایت په څو مټره کې د ښوونې او روزنې په ریاست او نورو ودانیو ولګېدل، ولسمشر، والي صاحب او ټولو غزنویانو په رڼا ورځ په رډو سترګو ولیدل… له دې هر څه سره سره د ولسمشر ډاډ حاصل شو چې غزنی په امن دی، دا پوښتنه یې هیڅ و نه کړه چې دا راکیټونه او مزایل په کومه خوشالې کې د ښار په ودانیو ولګېدل، والي صاحب ته یې هم دا و نه ویل چې ته څنګه د امنیت ډاډ راکوي او مزایل دي د ولایت ودانۍ ته څېرمه لګېږي؟ مالومه خبره ده چې غزني ته حکومت هیڅ پاملرنه نه کوي او غزنی ورته بې‌مانا دی.
  5. غزنی حکومت ته ځکه بې‌مانا دی، چې څلور میاشتي کېږي د غزني ـ کندهار پر سړک طالبان د ورځې (۲۸۰،۰۰۰) دوه لکه اتیا زره کلدارې او د غزني پکتیکا پر سړک د ورځې (۲۲۰،۰۰۰) دوه لکه شل زره کلدارې له موټرو اخلي، چې د میاشتې (۱۵،۰۰۰،۰۰۰) پنځلس میلونه کلدارې کېږي، خو له یوې میاشتې وروسته دا مقدار ځکه زیات شو چې طالبانو قاچاقي مالونو ته په دواړو لویو لارو اجازه ورکړه، اوس د غزني – کندهار پر سړک د ورځې تقریبا (۳،۰۰۰،۰۰۰) دېرش لکه کلدارې او د غزني – پکتیکا پر سړک د ورځې تقریباً (۲،۰۰۰،۰۰۰) شل لکه کلدارې اخلي، چې مجموعه یې په یوه میاشت کې (۱،۵۰۰،۰۰۰،۰۰۰) یو نیم میلیاد کلدارې کېږي، چې د (۱۰،۰۰۰،۰۰۰) لس میليونه ډالرو معادل دي، هیڅوک یې مخه نه ډب کوي او نه یې څوک په کیسه کې دي.
  6. د غزني – پکتیکا پوخ سړک شپږ کلیومټره طالبانو په تراکتورانو له بېخه واړول، او دا د انفجار او انتحار په څېر ناڅاپې پېښه نه وه، بلکې تدریجي پېښه وه، کیدای شي د یو کیلومټر څړک په اړولو حکومت خبر نه شي، د شپږو کلیومټرو په اړلو او تخریبولو خو خامخا خبرېږي؛ نو چې د حکومت په مخ کې داسې عام المنفعه پروژې تخریبېږي او دوی یې مخنیوی نه کوي، مالومه ده، چې حکومت ته دا سیمه او دا پروژه هیڅ اهمیت نه لري.
  7. په غزني کې تېره او روانه ټاکنیزه بې عدالتي، نه یواځې حکومت؛ بلکې د غزني له وکیلانو پرته نور ټول هیوادوال یې د سر په سترګو ویني، په پارلمان کې د نورو ولایتونو وکیلانو وویل، چې د غزني له ولسونو سره ظلم شوی، دلته د غزني استازي یواځې د دریو ولسوالیو او یوه قوم دي، د خپل قوم او خپلو ولسوالیو په اړه خبره کوي، د پاتې پنځلسو ولسوالیو په اړه یې تر اوسه هیڅ نه دي ویلي، خو حکومت یې په کیسه کې هم نه دی، که د غزني ولسونو د ټاکنو د کمیسون دروازه نه وای تړلي حوزوي ټاکنې یې نه وای غوښتې، حکومت بیا هم د غزني د ټاکنو لپاره هیڅ پلان نه لاره، ځکه حکومت ته غزنی هیڅ اهمیت نه لري، چې ولس او امنیت یې ورته بې مانا دی، ټاکنې خو یې بېخې ورته بې ګټې کار ښکارېږي.

د ټاکنو پر مسله تم کېږم، ځکه ټاکنې د غزني برخلیک بدلوي او د دې لیکنې اصلي موخه د غزني عادلانه ټاکنې دي.

ولي غزنی له پامه غورځیدلی دی؟

مالومه خبره ده، چې په پارلمان کې داسې استازی و نه لري، چې ستا امنیت، ګټې او هوساینه ورته اهمیت ولري، نو ستا غږ به څوک او څنګه واوري؟

موږ په پارلمان کې د استازو لرلو اهمیت په سترګو ولید، ټولې هغه سیمې، چې استازی یې نه لرل، ولسوالۍ یې سقوط شوي، لویې لارې یې تخریب شوي، کلینیکونه یې بند شول او یا له فعالیته ولویدل، ښونځې یې بند شوو او یا چې خلاص دي هم په بند حساب دي، ځکه د ساینس ښوونکی یې اخوند دی او له ټوپک سره ښوونځې ته راځي؛ بلکې له ټوپک سره ټولګې ته ننوزي …

غزنی (۱۸) ولسوالۍ او (۱،۳۱۴،۹۸۹) نفوس لري، چې (٪۳۲) هزاره، (٪۷) تاجک او (٪۶۱) پښتانه دي، تا جک او پښتانه دواړه په پارلمان کې هیڅ استازی نه لري، د تېرو غیر عادلانه ټاکنو په ټس کې (۱۱) سره وکیلان ټول هزاره دي، هیڅ خبره نه ده، ټول دې هزاره وي، خو چې د ټول ولایت استازیتوب وکړي، چې له بده بخته دوی یواځې د خپلو دریو ولسوالیو (جاغوري، مالستان، ناهور) استازیتوب کړی او پاتې (۱۵) ولسوالۍ بې استازې دي او ولس یې د وسله والو مخالفینو تر لاس لاندې په ډېر بد حالت ورځې او شپې سبا کوي.

نهه ولسوالۍ (واغظ، خوګیاڼي، رشیدان، خواجه عمري، دهیک، زنخان، اجرستان، جغتو، ناوه) په بشپړ ډول سقوط دي، شپږ ولسوالۍ (اندړ، ګیرو، قره باغ، مقر، اوبند، ګیلان) یواځې مرکزونه پاتې دي او سیمې یې په بشپړ ډول سقوط شوي دي او دری ولسوالۍ (جاغوري، مالستان، ناهور)، چې (۱۱) استازي لري په بشپړ ډول د حکومت په لاس کې دي، زه حق نه لرم، چې د دې بې عدالتې د مخنیوي لپاره غږ او چت کړم؟ زه چې د خپل ولس لپاره غږ اوچتوم فاشیست بلل کېږم، خو څوک چې زما د ولس حقوق تروړي، هغوی لا هم مظلوم دي، سرور دانش په نړیوال دریځ د هغوی د مظلومیت نارې وهي، زه نه پوهېږم، چې دا د مېږو په پوستوکې کې لیوان به تر کومه موږ په پټه خوله داړي؟

غزنی د هیواد له ټاکنیز بهیر څخه شاته پاتې شو، ځکه بې استازې ولسونو یې د ټاکنو د ریاست دروازه وتړله او ډبرین قلف یې ور واچاوه او دا ناره یې د ولسمشر تر غوږه را ورسوله، چې موږ بې استازي یو او نه غواړو، چې دا ځل دې هم بې استازي پاتې شو، ټاکنی باید عادلانه تر سره شي او د غزني ولایت دې په وړو ټاکنیزو حوزو وویشل شي.

یوه جدي پاملرنه مو غواړم: که د غزني موجوده (۱۱) استازي د ټول ولس استازي وای او لیږ تر لېږه د نیمایې ولس استازیتوب یې په ښه ډول کړی وای، نو هیچا هم د ټاکنو د ریاست دروازه نه تړله؛ بلکې نه یې شوای تړلای.

اړونده اورګانونو(د ټاکنو کمیسون، سیمه یېزو اورګانونو، امنیت شورا، مرکزي احصائیې دفتر) د غزني د ولس غوښتنه قانوي او پر ځای وبلله، له ولس سره یې پرلپسې ناستې وکړي، ولس د داسې ټاکنو غوښتونکی وو، چې ټول شموله او پر عدالت ولاړې وي او د غزني د هیڅ قوم او ولس حق پکې ګونډه نشي، ډول ډول طرحي جوړې شوي، ځیني داسې طرحي هم وي، چې قومي انډول پکې مراعات شوی او ولس پرې سل سلنه موافق وو، خو د تصمیم نیونکې مرجع په وړو کې شګې وي.

ولسمشر د غزني د ټاکنو موضوع قانون پوه (!) دریم معاون سرور دانش ته سپارلي ده، لم یې پېشو او رمه یې لیوه ته په لاس ورکړي ده.

قانون پوه صیب ټولې هغه طرحې رد کړي، چې په هغه کې به قومي انډول په نظر کې نیول شوي وو او ټولو ولسونو به د خپل نفوس په کچ استازي لرل، دا ځکه چې بیا د هزاره قوم ونډه کمېده او قانون پوه صیب چې هر څومره قانون مراعات کړي د خپل قوم په مقابل کې قانون ورته کوم حیثیت او همیت نه لري او په فطري ډول یې نه شي رعایت کولای.

قانون پوه صیب، د غزني ټاکنې په لوی لاس بحراني کړي، کنه نو دا هیڅ ممکنه نه ده، چې ستونزې ته دې حل لاره پیدا نه شي او په تېره بیا د یوه ولایت په کچه وړه ټاکنېزه ستونزه.

ستونزه څه ده؟

لومړۍ ستونزه دا ده، چې د غزني ولسونه او ټولې ولسوالۍ یو ډول امنیتي حالت نه لري، هغه ولسوالۍ، چې پښتانه پکې میشت دي، یا یې په بشپړ ډول سقوط کړی او یا د سقوط په درشل ولاړې دي، بلکې د غزني په مرکز کې هم امنیت د ط ټکی دی او هغه ولسوالۍ چې هزاره پکې میشت دي په بشپړ ډول امن دي، په دې مانا چې پښتانه رایه نه شي کارولی او هزاره یې کارولی شي، نو که ولایت یوه حوزه شي، نتیجه مالومه ده، چې یو ځل بیا به له غزني ولایته (۱۱) استازي نه؛ بلکې (۱۱) هزاره ګان پارلمان ته راشي.

دوه یمه ستونزه دا ده، چې هزاره ګان او طالبان پټ پروټوکولونه لري، ګوتې یې سره پټې کړي دي یو پر بل کار نه لري، که هزاره د دولت کارمند هم وي، وژنه خو پرېږده، یواځې ګواښ لا نه ورته کېږي او پښتانه د ښار په منځ کې وژل کېږي، ګوتې یې غوڅېږي، د ده پر ځای یې کورنۍ، پلار او وروڼه یې ګواښل کېږي او له سیمې شړل کېږي؛ نو که غزنی په داسې حوزو وویشل شي، چې پښتانه او هزاره پکې یو ځای وي، بیا هم پایله وار له مخې مالومه ده، چې د غزني مطلق اکثریت به له استازې محرومه وي او ټول (۱۱) تنه استازې به له یوه قومه او دریو ولسوالیو راځې.

حل لاره ستاسې د یوې پوښتنې تر جواب وروسته لیکم، طبیعي ده، چې ستاسې په ذهن کې به دا پوښتنه را ولاړېږي، چې یوه میاشت مخکې پر هزاره میشتو ولسوالیو (جاغورو، مالستان) کې سخته جګړه وه، نهه یا لس پوستې طالبانو سقوط کړي، لوی درستیز او د حکومت لوړ پوړې چارواکې زموږ د والي صیب کلیمزي په ملتیا جاغورو ته ولاړل؛ نو بیا څنګه ممکنه ده، چې طالبان دې له هزاره ګانو سره پروټوکول ولري او یو پر بل دې تېری نه کوي؟

زه د دې پوښتنې په جواب کې د قره باغ د یوه سپینږېري، هغه کیسه را نقلوم، چې ولي طالبان او هزاره ګان په جګړه واوښتو؟ په جاغورو او مالستان ولسوالیو کې پوستو سقوط وکړ؟ دوی خو دا (۱۷) کاله یو پر بل ډز نه وو کړی

د قره‌باغ سپین‌ږېری کیسه کوي، وایي:

« د جاغورو په جنګ کې طالبان خدای و شرمول، ځکه طالبان هیڅکله نه غواړي، چې له هزاره ګانو سره جګړه وکړي، هزاره وچ کلک له طالبانو سره ملګری دي.

اصلي کیسه داسې را پېښه شوه، چې له روزګانه یوه پښتانه خپله لور د انګورو کلینک ته د درملنې لپاره بوتله، معلومه ده، چې ډاکتر د ناروغ هر حال ویني …

نجلۍ ډېره ښایسته ده او شجاعي په کلینیک کې د دې نجلۍ له ښایسته خبرېږي، شجاعي خو غل، مست سړی دی، په ټوله سیمه یې پاچایې ده، چې څه یې زړه وغواړې کوي یې.

نجلۍ او پلار یې له درملنې وروسته خپل کور ته را روانېږي، شجاعي له خپلو ملګرو سره د دوی شا نیسې، پلار او لور خپل کلي او کور ته رسېږي، خو په دې نه پوهېږي، چې څوک یې تعقیبوي او چا یې شا نیولي؟

په روزګان کې د هزاره او پښتنو کلي سره نږدي، بلکې سره نښتې دي.

چې کله سړی خپل کور ته ننووت، نو مازدیګر یا ماښام شجاعي خپل دوه تنه همدغه کور ته ور ولېږل، خپله له نورو ملګرو سره په کلي کې ورته ناست دی.

هغه دوو تنو د کور دروازه وټکوله، سړی چې را وووت؛ نو د شجاعي دوو تنو ورته وویل: موږ د شجاعي نفر یوهغه  ویل: که دې ژوند په کار وي، هغه لور چې دې نن کلینیک ته راوستي وه را ویې باسه، شجاعي غواړي چې له ځانه سره یې بوزي، ځکه د هغه خوښه شوي او که دې مرګ په کار وي؛ نو مه یې را باسه، تا وژنو او لور دې بیایو، خوښه دې خپله چې هره لار ځان ته غوره کوي؟

سړي ورته وویل: تاسې کینئ، زه مې لور درته را باسم، ځکه زما خو له شجاعي سره وسه نه رسېږي، دوی ارام کیناستل او سړی په خپله لور پسې ولاړ

سړی کور ته ننووت، وسله یې را واخیسته او خپلې لور ته یې وویل: لورې! که زه یواځې ور ووزم؛ نو دوی فورا ما وژني او تا بیا یې، یو ځای به ور ووزو ته زما شاته راځه، چې دوی په دې فکر کې شي،چې لور را ته تسلیموي؛ نو که خدای زما وار پرې مخکې کړ ان شاء الله خلاصېږو او ګوره لورې! چې هیڅ فکر و نه کړي، که خبر تر خبرې تېرېږي؛ نو ستا مرګ په ما پور دی، دوی ته دې هیڅکله نه پرېږدم.

سړی له خپلې لور سره له کوره را وووت او د شجاعي د نفرو خواته ور روان دی، هغوی هم ارام ناست دي او په دې فکر دي، چې نجلۍ را تسلیموي، سړی چې ښه ورته را نږدې شوو؛ نو وسلې ته یې لاس کړل او همدغه دوه تنه یې ځای پر ځای ووژل، هغه نورو هزاره ګانو چې بل ځای ناست دي جګړه پیل کړه او دغه سړي هم جګړه ورسره پیل کړه، کور او کلی خبر شو، هر سړی له کوره را وووت، د جګړې په پیل کې۱۲ تنه پښتانه ووژل شول، جګړه روانه ده، چې ناڅاپه/تصادفي څو موټرسایکله طالبان په دې سیمه تېرېږي، هغوی پوښتنه وکړه، چې څه کیسه ده؟ خلکو ورته وویل: چې غله شجاعي نجلۍ یووړه، نور نو طالبانو هم جګړه پیل کړه، په همدغه شپه ډېر زیات هزاره او پښتانه وژل شوي دي

هزاره ګانو په پیل کې دې جګړې ته د غلو رنګ ورکړ، ویې ویل چې دا غله دي، جګړه چې توده شوه نو د جاغورو له طرفه د قومندان باشي مرسته ور ورسیده، طالبانو چې له جاغورو سره تړون لاره، یو ناڅاپه د هزاره ګانو له جګړې سره مخ شول، طالبان اهسته قره باغ ته را شاته شول، طالبانو ته له نورو سیمو مرسته را ورسیده او دا پته ورته ولګیده، چې هزاره ګانو تړون مات کړی؛ نو طالبانو ته امر وشو، چې د سنګ ماشي له طرفه لومړی پر قومندان باشي جګړه پیل کړئ او همدغسې وشول، له رسني سره نږدي د باشي کور وو، همدلته یې له باشي سره پیل وکړ او لومړی باشي له خپلي کورنۍ سره ووژل، کور یې ور چور کړ، همدلته ۸ که ۹ پوستې وي، پر همدغه شپه یې ټولې پوستې ور ټولې کړي، سره قطعه پسې را ورسیده، مالستان تر جاغورو مخکې دی، نو په مالستان یې پیل وکړ،مالستان هم هیڅ خبر نه وو، ځکه له طالبانو سره یې هم تړون لاره، له مالستانه وروسته یې په جاغورو پیل وکړ، چې د حکومت مرسته ورته را ورسیده او بېرته یې طالبان په شا وتمبول»

د هرې جګړې تر شا په لس ګونو داسې لاملونه پراته وي، خو څوک د جګړې لاملونه نه پلټي، په هر حال له دې تېرېږو او په دې باید بحث وکړو، چې په غزني ولایت کې ټاکنېزي ستونزې ته څنګه حل لاره پیدا کولای شو؟ څنګه کولای شو، چې ټاکنې عادلانه ترسره شي او په راتلونکې پارلمان کې د غزني ولس هم د نورو ولایتونو د ولسونو په څېر خپل استازې ولري او د غزني هر قوم په پارلمان کې خپل ځان وویني؟؟؟

وړاندیز شوې حل‌لاره:

یوه حل‌لاره خو د حکومت له خوا وړاندیز شوې چې له هیڅ قوم سره مشوره نه ده شوې او په خپله خوښه یې د غزني ولایت په دریو نسبي حوزو په لاندې ډول وېشلی:

لومړۍ حوزه: څلور ولسوالۍ (جغتو، مالستان، جاغورى، ناهور)، چې (۴) استازي لري

دوه یمه حوزه: اووه ولسوالۍ ( ګيرو ، ګيلان ، مقر ، قرباغ ، اندړ ، واغظ)، چې (۴) استازي لري.

درېیمه حوزه: نهه ولسوالۍ (خوګيانى اجرستان، زنخان ، مرکزغزنى . آب بند ، رشيدان ، دهيک ، خواجه عمرى ، ناوه )، چې (۳) استازې لري.

د نسبي حوزو پورته ویش د لاندې دلائلو پر بنسټ غلط دی او د ولسونو حقوق نه پکې خوندي کېږي:

لومړی دلیل: په ټولو حوزو کې امنې او نا امنې سیمې سره یو ځای شوي او تر لمر روښا نه ده، چې په ناامنه سیمو کې رایه نه کارېږي او یا ډېره لېږه کارېږي، چې له امنې سیمې سره یې هیڅ پرتله نشي کېدای؛ نو طبعې ده، چې د ناامنه سیمو د خلکو حقوق تر پښو لاندې کېږي.

دویم دلیل: د غزني ولایت ټول نفوس د احصائیې د مرکزي دفتر له مخې (۱۳۱۵۰۲۲) یو میلیون، دری لکه، پنځلس زره او دوه ویشت دی، چې په (۱۱) استازو یې وویشي، هر استازی باید د (۱۱۹۵۴۷،۴۵) تنو استازېتوب وکړي او هغه حوزه چې څلور استازې ولري باید (۴۷۸۱۸۹،۸۲) نفوس ولري او هغه حوزه، چې دری استازي ولري باید (۳۵۸۶۴۲،۳۶) نفوس ولري، ځکه د ټاکنو په حوزوي ویش کې دا یو اصل دی، چې ټول نفوس به د استازو په شمېر ویشل کېږي او هره حوزه، چې د استازو شمېر یې زیاتېږي د نفوسو شمېر یې هم باید ورسره زیات شي، خو په پورته ویش کې دا اصل په بشپړ ډول تر پښو لاندې شوی، ځکه:

لومړۍ حوزه څلور ولسوالۍ (جغتو، مالستان، جاغورى، ناهور) لري، د استازو شمېره یې (۴) دی باید د قانوني ویش له مخې (۴۷۸۱۸۹،۸۲) نفوس ولري، چې اوس یواځې (۴۲۰۲۲۹) نفوس لري او نفوس یې د استازو په تناسب تقریبا (۵۷۰۰۰) تنه لېږ دی.

دوه یمه حوزه اووه ولسوالۍ ( ګيرو ، ګيلان ، مقر ، قرباغ ، اندړ ، واغظ) لري، د استازو شمیر یې (۴) دی د تېر په څېر باید باید د قانوني ویش له مخې (۴۷۸۱۸۹،۸۲) نفوس ولري، چې اوس (۴۹۹۲۰۷۳) نفوس لري او نفوس یې د استازو په تناسب تقریبا (۱۴۰۰۰) زیات دی

درې یمه حوزه نهه ولسوالۍ (خوګيانى اجرستان، زنخان ، مرکزغزنى . آب بند ، رشيدان ، دهيک ، خواجه عمرى ، ناوه ) لري، باید د قانوني ویش له مخې (۳۵۸۶۴۲،۳۶) نفوس ولري، چې اوس (۴۰۲۷۲۰) نفوس لري او نفوس یې د استازو په تناسب تقریبا (۴۰۰۰۰) زیات دی.

درېیم دلیل: د ټاکنو د اصولو له مخې، چې یو ولایت په نسبي حوزو یا وړو حوزو ویشل کېږي، باید دری اصول په پام کې ونیول شي:

  1. جغرافیه: که په یوه ټاکنیزه حوزه کې ګڼې ولسوالۍ یا سیمې سره یو ځای وي، باید ولسوالۍ او سېمي سره نږدي وي، ګډې پولې ولري، چې دا اصل په پورته ویش کې تر پښو لاندې شوی، ځکه د اجرستان ولسوالۍ، چې له ناهور او مالستان ولسوالیو سره ګډه پوله لري، باید په لومړۍ حوزه کې وای، خو په ویش کې یې دریمې حوزې ته ورکړي، چې د دریمې ولسوالۍ له یوې حوزې سره هم هیڅ ګډه پوله نه لري، آب بند ولسوالۍ د جغرافیې له مخې باید په دوه یمه حوزه کې وای، ځکه له هماغه ولسوالیو سره ګډه پوله لري، خو په پورته ویش کې په درې یمه حوزه کې دی، چې د دې حوزې له نور ولسوالیو سره ډېر لرې واټن لري.
  2. نفوس: د هرې حوزې نفوس باید د هغې حوزې د استازو په تناسب وي، مخکې مې په تفصیل سره یادونه وکړه، چې د پورته حوزو نفوس د استازو په تناسب کم او زیات دی.
  3. ډیموګرافیک: په دې مانا، چې په یوه حوزه کې ټول خلک باید له قومي، پلوه سره ورته والی ولري، عنغنات او رواجونه یې سره شریک وي، قوم په دوو ټوټو پکې و نه ویشل شي، چې په پورته ویش کې دا اصل هم تر پښو لاندې شوی، هره حوزه بېلابېل قومونه او کلتورونه لري، یواځې په لومړۍ حوزه کې دا اصل ځکه تر پښو نه دی لاندې شوی، چې په دې ولسوالیو کې هزاره اوسېږي، هغوی خو قانون پوه صیب/ سرور دانش لري او د دوی له ګټو د قانون د ماتولو په بیه هم دفاع کوي.

اصلي حل‌لاره څه ده؟

زما په اند، چې د ټاکنو اصول مو هم تر پښو نه وي لاندې کړي او غزنی مو هم له ټاکنیز پلوه له بحرانه ایستلی وي، ټاکنې باید په لاندې ډول ترسره شي.

  1. د غزني ټول ولایت باید یوه حوزه وي او د ولایت په هر ځای او هره ولسوالۍ کې هر څوک رایه د خپلې خوښې نوماند لپاره کارولی شي
  2. د هر قوم د نفوس په تناسب باید د هغه قوم لپاره پارلماني چوکۍ ځانګړې شي، ځکه هر ولایت ته پارلماني چوکۍ د نفوسو د تناسب پر بنسټ ورکولې کېږي.
  3. استازی، چې خپل نوم د نوماندې لپاره ثبت کوي، باید ووایې، چې زه د فلاني قوم استازی کیدل غواړم
  4. لنډه دا چې د قوم د نفوسو د شمېر پر بنسټ به حوزي را منځ ته شي، د هرې حوزي استازې به یواځې په خپله حوزه کې له نورو استازو سره ځانګړو چوکیو ته رقابت وکړي او رایه ورکوونکې چې د ولایت په هر ځای او سیمه کې وي د هرې حوزې د نوماند لپاره رایه کارولای شي .

د روښانتیا لپاره یو مثال وایم:

که پښتون د نفوس له پلوه په غزني ولایت کې د (۶) چوکیو مستحق وي، هر څوک چې دې شپږو چوکیو ته کاندید کېږي، نو باید د کاندید د ثبت په ورقه کې ولیکل شي، چې زه د پښتنو له حوزې نوماند یم، که ۳۰ تنه نوماندان په دې حوزه کې ځان ثبت کړي، یواځې شپږ تنه د لوړو رایو لرونکې به بریالې کېږي، رایه ورکونکی، چې په هره ولسوالۍ کې اوسېږي، د خپلې خوښې نوماند ته رایه کارولای شي.

د ټاکنو دغه ډول د ټاکنو له اصولو سره هم په ټکر کې نه دی، ځکه د جغرافیې له پلوه هر رایه ورکونکی په خپله ولسوالۍ کې د هر نوماند لپاره رایه ورکولی شي او ټول ولایت ورته یوه حوزه ده، البته د نوماندانو لپاره حوزې بېلې شوي دي.

د نفوس له پلوه خو هیڅ ستونزه نه رامنځ ته کوي، ځکه حوزوي ویش د نفوسو پر تناسب شوی دی او د نفوسو پر تناسب هرې حوزې ته پارلماني چوکۍ ځانګړې شوي دي.

له ډیموګرافیکې پلوه هم ستونزه حل ده، ځکه حوزي یواځې د نوماندانو لپاره دي، د رایه ورکونکو لپاره نه دي، هر رایه ورکونکی د ولایت په هر ځای کې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکولای شي.

دروند ولسمشره !!!

د غزني ولس دوې غوښتنې لري:

لومړۍ غوښتنه: د غزني ولایت د ټاکنیز بحران د حل لپاره یو داسې کمیسون وټاکئ، چې قانون پوه صیب سرور دانش او بل هر هزاره یې مشر نه، بلکې یو غړی وي او خپله رایه پر نورو تحمیل نه کړي، باید ښکاره ووایم، چې هزاره ګان د دوی د اقلیت له امله پر قومي تعصب اخته دي، چېرته چې د هزاره او نورو قومونو تر منځ ستونزه وي، هزاره هیڅ ډول عدالت نه شي رعایت کولای، بلکې دا د ځان حق بولي، چې خپله ونډه زیاته کړي، ځکه دوی په دې باور دي، چې له موږ سره په تېر تاریخ کې ظلم شوي او زموږ په ټولو حقوقو تېری شوی دی؛ نو اوس په هر ځای کې خپله ونډه زیاتول، د ځان منل شوي حق بولي.

درېیم معاون، حقوق‌پوه (!) سرور دانش مې په لیکنه کې ځکه فوکس کړی، چې زموږ د مالوماتو پر بنسټ د غزني ټاکنیزه ستونزه حقوق‌پوه صاحب په لوی لاس بحراني کړه، څو میاشتي پرلپسې دا مسئله د ده پر میز ايښې وه، نه یې غوښتل، چې حل لاره ورته پیدا کړي او د قومي تعصب له مخې یې ټولې هغه عادلانه حل لارې رد کړي، چې غزنی یې له ټاکنیز بحرانه ایسته، اوس بیا هم لګیا دی پر بې ځایه او غیر عادلانه طرحو د غزني د ولس حقوق خوري، د قانون پوه صیب وروستۍ طرحه مو ولیدله، چې ما سمه ډانډس کړه، له دې ډانډسه وروسته دا بیا هم طرحه کېدای شي؟

 دویمه غوښتنه: له دې نابغه والي (وحید الله کلیمزي) مو خلاص کړه، ولس باید دې ته اړ نه شي، چې د بلا ناخوالو او ستونزو سره سره د ده په مقابل کې هم لاریونونه وکړي او په کابل یې در ننه باسي. په پورته لیکنه کې مې مشت نمونه خروار یادونه کړي، چې ولي باید کلیمزی صیب د غزني والي نه وي، کنه نو په بله لیکنه کې به زه ټول اسناد را واخلم او رسنیز به یې کړم، چې بیا به د حکومت په حیثیت کې هیڅ پاتې نه شي او والي صیب خو هسې هم د حیثیت په کیسه کې نه دی.

د پارلمان ټولو درنو وکیل صاحبانو او د هیواد هر با احساسه وګړي ته !!!

د غزني د مظلوم اکثریت غږ راسره بدرګه کړئ، زموږ خبره تر ولسمشره ورسوئ، کنه نو تاسې تېر ځل ولیدل، چې د غزنی د ولسونو د قاطع اکثریت استازیتوب هیڅ وجود نه لاره او له همدې امله ډېري امنیتي ستونزې هم په غزني کې را پېښي شوي؛ نو خیر دی که حکومت د غزني پر اهمیت نه پوهېږي، تاسې خو پوهېږئ، یو ځل بیا هم وایم، چې دا غږ را سره بدرګه کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply