غزني ولې د ولسي جرګې راتلونکي نوې دورې ته زاړه وکيلان لېږي؟

0 820
 ګلاب الدين سرابي
د ټاکنو کمېسيون په يوه نادر اقدام کې په ډاګه کړې چې له ټاکنو وروسته به د غزني زاړه وکيلان په ولسي جرګه کې خپلو دندو ته دوام ورکړي.
غزنی په اوسنيو پارلماني ټاکنو کې شامل نه دی. په تېرو پارلماني ټاکنو کې د غزني په ۱۴ ولسواليو کې د نا امنۍ له وجهې ټاکنې و نه شوې او ولسي جرګې ته ټول ۱۱ تنه له دريو هزاره مېشتو ولسواليو څخه راغلل چې تر اوسه پورې د غزني د وکيلانو په نوم په ولسي جرګه کې پاتې او امتيازات اخلي.
که د ولسي جرګې ارشیف وکتل شي نو دغو ۱۱ وکيلانو به په تېرو اتو کلونو کې د پښتنو سيمو د ستونزو په اړه به حتی يوه خبره هم نه وي کړې، په دې کې خو سوال نه پيدا کېږي چې دوی به د غزني د غير هزاره وګړو نمايندګي کړې وي.
پوښتنه دا ده چې د ټاکنو کمېسيون ولې له خپله صلاحيته پورته مسايلو کې لاسوهنه کوي. د افغانستان د قوانينو له مخې د ټاکنو کمېسيون يوازې د ټاکنو د مديريت صلاحيت لري. د دې مانا دا ده چې د دوی کار انتخابات دي نه انتصابات.
خو دا چې اوس دوی وايي د غزني زاړه وکيلان به خپل کار ته دوام ورکوي دا د دوی خبره نه ده بلکې له ارګه ورته ديکته شوې ده.
د معلوماتو له مخې په دې وروستيو کې کريم خليلي او اشرف غني د غزني پر سر يوې معاملې ته رسېدلي دي. معامله داسې ده چې غني به په ولسي جرګه کې د غزني د اوسنيو وکيلانو په موجوديت باندې غرض نه لري او خليلي به په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د غني حمايت کوي. تر دې هم پورته ايران اصلا د دې معاملې يو اصلي لوری دی. ايران غواړي چې د غزني له وضعيت څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي.
د غزني ۱۱ وکيلان چې د همدې معاملې په بدل کې په ولسي جرګه کې پاتې کېږي، د ايران د ګټو لپاره د لابي يو ګروپ دی. پر دې سربېره دا وکيلان کولای شي چې له ځان سره نور هم يو ځای کړي او په هغو مسايلو کې د ايران لپاره لابي وکړي چې ايران يې په افغانستان کې غواړي. د بېلګې په ډول د اوبو مسله چې په دې وروستيو کې په يوه حاده مسله بدله شوې ده او اشرف غني هم د کمپاين په توګه ترې تبليغاتي ګټه اخلي. ايران په دې فکر کې دی چې که اشرف غني ټاکنې وګټي خو معامله ورسره اسانه ده او که له ده وروسته کوم بل داسې څوک راځي چې د افغانستان ګټې ورته رښتيا هم لومړيتوب او ارزښت لري، بيا نو دوی ته په کار ده چې سر له اوسه په پارلمان کې داسې يوه ډله ولري چې پر حکومت د فشار په واسطه د دوی ګټې خوندي کړای شي.
د داسې ډلې جوړول د ايران لپاره سخت نه دي ځکه همدا اوس هم په ولسي جرګه کې دننه او د باندې ډېرو سياستوالو ته پيسې ورکوي، خو د غزني مسله له ايران څخه هومره زياته پانګونه نه غواړي، لکه نوی ګروپ چې يې غواړي، له همدې کبله دوی پر غزني تمرکز کوي. خليلي هم يوازې د ۱۱ وکيلانو او هزاره ايزم مسلې ته دومره ارزښت نه ورکوي، بلکې غواړي چې د خپلو شتمنيو، غصب کړيو ځمکو او نورو ناقانونه کارونو حساب کتاب ورسره و نه شي.
د خليلي ورور په کابل او باميان کې دولتي او نادولتي ځمکې غصب کړې او د اداري فساد په ډېرو قضيو کې لاس لري، نو خليلي هم غواړي چې په ولسي جرګه کې داسې يوه ډله ولري چې د ضرورت پر وخت د ده د ګټو دفاع وکړي.  اوس نو خبره ټوله د غزني پښتنو او نورو قومونو ته پاتې ده. دوی بايد د خپل حق غږ پورته کړي او پرېنږدي چې ۵ کاله يې بيا په ولسي جرګه کې نه استازی وي او نه غږ. دوی بايد د تېرو اتو کلونو له ترخو تجربو څخه دومره زده کړي وي چې هزاره که هر څومره ملي شي بيا هم دومره نه کېږي چې له هزاره پرته دې د بل چا وکالت هم وکړي. د غزني پښتانه او نور قومونه بايد د خپل حق پوښتنه وکړي. د دوی مدني حرکتونه کولای شي چې د اشرف غني او خليلي دغه ناروا معامله په همدا لومړي سر کې خنثی کړي او د غزني د پښتنو لپاره جوړه شوې توطيه شنډه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply