د خاشقجي د جسد ټوټې د فاضله اوبو کانال ته سپارل شوي

0 543

د ترکیې د صباح ورځپاڼې لیکلي دي چې سعودي چارواکو د خاشقجي جسد په تیزابو کې تر منحل کولو وروسته د فاضله اوبو کانال ته وراچولی دی. اردوغان ویلي چې د سعودي په قونسلګرۍ کې د پيښې غږیز ثبوت آلمان ته هم سپارل شوی دی.

وروسته تر دې چې د ترکیې رسمي چارواکو په تیزابو کې د خاشقجي د جسد د ټوټو منحلیدل تائید کړل، د دغه هیواد د صباح ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې په استانبول کې د سعودي عربستان د سر قونسل د کور په فاضلاتو یا د اوبو د بدرفت په کانال کې یې د قوي تیزابو شواهد موندلي دي.

ترکي چارواکو هم له هغه پیل څخه شک درلود چې قاتلانو د خاشقجي جسد په اسيد یا تیزابو کې حل کړی او د فاضله اوبو کانال ته يې وراچولی دی.

یوه ورځ مخکې «حریت» او د ترکیې نورو ورځپاڼو په استانبول کې د الجزیره شبکې د خبریال په حواله ویلي وو چې په استانبول کې د سعودي عربستان د سرقونسل په استوګنځای کې د تیزابو آثار موندل شوي دي.

الجزیره د ترکیې د څارنوالۍ د یوه باخبره چارواکي (د نوم د پټ ساتلو په شرط) په حواله اعلان کړی دی چې د خاشقجي پارچه پارچه کړای شوی جسد د سرقونسل د استوګنځای په یوه کوټه کې په تیزابو کې منحل یا ویلې کړای شوی دی.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سلاکار یاسين آکتاي، تیره اونۍ ویلي وو چې د خاشقجي ټوټې ټوټې کړای شوی مړی په تیزابو کې منحل شوی، تر څو آثار یې ونه موندل شي.

د ترکیې ولسمشر د شنبې په ورځ (د نومبر میاشتې په ۱۰) اعلان وکړ چې د خاشقجې د قتل پيښې غږیز فایل د آلمان حکومت ته هم سپارل شوی دی. اردوغان وویل چې ترکیې د دې غږیز فایل یوه کاپي د آلمان، فرانسې، امریکا، سعودي عربستان او بریتانیې حکومتونو ته سپارلی دی. نوموړي زیاته کړې: «ټولو دغه خبرې اوریدلي او په جریان کې دي».

ترکیه وایې چې دغه ثبت شوی غږیز يا اوډیو فايل، د سعودي عربستان حکومت د منتقد خبریال جمال خاشقجي د قتل حالت او څرنګوالی مستند کوي.

سعودي عربستان په پيل کې تر انکار کولو وروسته بالاخره ومنله چې خاشقجي په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د امنیتي ځواکونو د زورزیاتي په پایله کې وژل شوی دی. د سعودي حکومت د دغه منتقد خبریال وژل کیدل، په ځانګړي توګه د سعودي د متحدینو ترمنځ او په نړیواله کچه د دغه هیواد پر وړاندې ډیر شدید غبرګونونه را وپارول.

المان غږ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply