زما له نظره ملا د روانې غمیزې لومړنی قرباني دی/ خوشال خلیل

0 622

نن د ملا باره کې ډېر پوسټونه وشول، خو زما له نظره #ملا د روانې غمیزې لومړنی قرباني دی. زموږ دودیز ملایان خپلو جوماتونو کې ناست وي، یو چڼی چې هیڅ سبق یې نه وي ویلی ورته راشي ملا راکاږي ورته وايي ولي جهاد نه کوي ولي د جهاد غږ نه پورته کوې، بي عزته کوي یې او رټي یې، بیا د ملا جومات کې طالب سنګر جوړ کړي دولتي عسکر ورشي اول ملا راکاږي.
بل #ملایان ساده خلک دي، دوی اکثرو پاکستان کې سبق ویلی دی، یو شمېر یې فکر کوي چې رښتیا هم دلته جهاد رواه دی، نو د طالب په لیکو کې هم اول #ملا وژل کېږي، بچیان یې یتمان کېږي او ټوله هستي یې ختمېږي. لنډه دا چې له ملا څخه د روان جنګ د سون توکو په څیر استفاده کېږي، دغه قشر سره د دښمنۍ په ځای باید زړه پرې وخوږول شي، ځکه دوی نه په ټولنیز لحاظ ښه موقف لري، نه سیاست کې او نه هم له اقتصادي لحاظه بهتر حالت کې دي. په دومره پریمانه پیسو کې چې هېواد ته راغلي د ملایانو لپاره هیڅ داسې پروژه ډیزاین نشوه چې ملایان راټول او معاصر کسبونه لکه اداره، منمجمنټ، تجارت او نورو شیان ور زده کړي چې د ملايي تر څنګ کسب او کمال هم مخې ته بوځي او د خلکو له ټوک خوړولو نه خلاص شي.
اوس چې ملايان تازه پوه شوي چې پاکستان يې د خپلو ګټو لپاره کاروي او اوسني حکومت ورته توجه زياته کړې ده، پاکستان په هيڅ صورت دا نشي زغملی چې افغان ملايان د دوی له ديني مراکزو او تولید شویو ادبیاتو خپلواک فکر وکړي او د پاکستان په ځای د خپل حکومت او ملت ګټې مهمې وګڼي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply