د جلال اباد په مستوفیت د برید علت څه کېدای شي؟/ خوشال خلیل

0 812

د جلال اباد په مستوفیت ډله ییز انتحاري برید په تېرو اولسو کالو کې بې ساری او ډېر لوی برید و. اته کسه انتحاريان د لومړي ځل لپاره په یوې ملکي ولسي ادارې چې هره ورځ سلګونه عام خلک د خپلو کارونو په خاطر ورته مراجعه کوي، برید کوي.
په دومره تعداد کې د انتحاریانو چمتو کول له پوځي او تخنیکي پلوه طالبانو او داعش او بلې هرې مخالفې ډلې ته خورا سخت او ګران کار دی. که چېرته دومره انتحاریان چمتو هم کړي معمول داسې دی او عقل هم دا مني چې باید دوی په یو لوی ځای لکه دفاع وزارت، هوايي ډګر، قول اردو او بل نظامي مرکز باید برید وکړي، اوس پوښتنه داده چې ولي دا برید په مستوفیت کوي او دا مهم ځایونه ورنه پاتې کېږي؟
د برید مسوولیت تر اوسه داعش او طالبانو نه دی منلی، خو دا بیا هم د هغه هېواد کار کېدای شي چې د همدغو ډلو تر شا ولاړ دی.
خو که موږ د ولسمشر غني هغې خبرې ته متوجه شو چې په ټینګار وايي موږ باید راتلونکو څلورو کلونو کې خپل عواید اوه میلیارد ډالرو ته لوړ کړو او که دا کار ونه کړو تر هغه وخته نړیوالې مرستې کمېږي او موږ خپل دولت نشو چلولی.
د ننګرهار مستوفیت د راپورونو په اساس د نوي رهبرۍ په مټ تر اوسه د عوایدو په راټولو کې کامیابه لار نیولې ده او مستوفیتونه او ګمرکونه د عوایدو د راټولیدو مرکزونه دي.
دازموږ په عایداتي سرچینو لومړنی برید دی چې په دومره لویه کچه ترسره شو. که دا برید هرې ډلې، هر ګروپ کړی وي، خو هدف یې واضیح دی چې غواړي افغانستان عواید راټول نه کړای شي او خپل دولت جوړ نه کړي او دښمن تازه دغه نقطې ته متوجه شوی دی او داسې ښکاري چې د عوایدو راټولول به راتلونکو کلونو کې حکومت ته لوی چلنج وي او که کامیاب شو نو دا بیا زموږ دښمنانو ته په لوی چلنج بدلیږي.
له دغې پېښې داسې ښکاري چې له دې وروسته به زموږ په عایداتي مرکزونو او سرچینو بریدونه زیات شي او حکومت باید په دې برخه کې نور هم جدي شي او د خپلو عایداتی سرچینو څخه د فاسدو خلکو لاسونه لنډ او امنیت ټینګ کړي. ځکه زموږ د هېواد بقا، ازادي او اقتصادي خپلواکي له همدې سرچینو پورې تړلې ده او هر څوک چې په دې سرچینو برید کوي هغه د افغانستان اوله درجه دښمن دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply