خوشال خلیل/ تاته هيڅوک د خير لپاره وسله نه درکوي په شر دې اړوي

0 789

چې د نجيب خلاف يې وسلې او خرماګانې درکولې هغه وخت امريکا اهل کتاب او ښه کافر و. اوس روس درته ښه کافر ښکاري او وسلې ورنه غواړې. تاته هيڅوک د خير لپاره وسله نه درکوي په شر دې اړوي.
بل، هغه چې تر پرونه يې امريکايانو سره ترجماني کوله او نن امريکا کې اوسي او پمپ ستشن کې مزدور دی، تنخوا يې کمه او ټکسونه يې زيات دی، چې ميرمن سره يې شخړه راشي فيس بوک ته کيني او د حکومت خلاف د طالب ننګه کوي، دوی ته دې امريکا مبارکه وي خو زموږ ځوانان دې جنګ ته نه تشويقوي.
هيله ده نور هيڅ جومات او مدرسه کې بمونه جوړ نشي او نه هم د ترهګرو د ځالې په توګه وکارول شي، بيا ددې هيله هم کوی شو چې هيڅ جومات او مدرسه بمبار نشي.
ځيني طالبان د جنګ نړيوالو قوانينو ته پنا وړي وايي د کندز بريد د نړيوالو قوانينو خلاف عمل دی، دا خبره زه کوم چې دا عمل د نړيوالو قوانينو خلاف دی، ته خو نړيوال قوانين هيڅ نه مني حتا د جنګ اسلامي قوانین هم نه مني.
خو تاسې بايد پوه شی چې ټرمپ او اوباما فرق لري، اوباما د جنګ نړيوالو قوانينو ته ژمن و، تاسې هغه وخت هم نړيوال قوانين نه منل، ټول عمر مو ملکي اهداف په نښه کول اوس خو د ټرمپ دور دی هغه په ملګرو ملتونو هم ریشخند وهي او دا قوانين ورته ګپ ښکاري، ټرمپ په ګپ نه پوهېږي او د ايران او پاکستان پلوو ډلو لکه طالبانو خلاف هر نړيوال قانون تر پښو لاندی کوی شي. نو ښه دا ده چې هيڅ طرف جنګ توجيه نکړي او د پرديو لپاره ځانونه قربان نکړي، هوښيار طالب هغه دی چې دا نامشروع او بې هدفه جنګ بند کړئ‌ او د ټرمپ او پوتين جګړه کی خپل کلی وران نکړي.
زه حتا د طالب په وژلو هم خفه کېږم، هغه هم مور خور لري او سبا به يې يتيمان او کونډې چيرته ځيره ټولوي. جنګ بد دی او جنګ مو مشروعيت نلري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply