سیوری یم له شپې سره ورکېږمه
پل غوندي په لاره کي پاتېږمه
ژر مي دي په سپینه غاړه ښکلی که
لاړ د مرغلرو یم تویېږمه
ژوند مي په لمبه دی زړه دي مه سوځه
پرېږده چي دي مخي ته بلېږمه
سرې، ښکلي، ساقي سترګي را واړوه
جام دي له مستۍ ، له لاسه لوېږمه
پاس مي د اوربل په غېږ کي ونیسه
ګل دي د نصیب یمه زمولېږمه
ولاړې زرغونې د پسرلي شېبې
پاڼه د خزان یمه رژېږمه
خوب ته دي درځم رقیب مي څه ویني
پټ دي پر زړګي باندي اورېږمه
غوږ د جهاني پر غزل ونیسه
شپه ده له سهار سره هېرېږمه.
د ۲۰۱۸ کال د نومبر لسمه ویرجینیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320