د پاکستان پر وړاندې د ولسمشر غني پرېکنده دریځ/اېمل پیاوړی

0 715


د ټولو داخلي، سیمه ییزو او بهرنیو ستونزو او تهدیدونو باوجود ولسمشر غني په تېرو څلورو کالو کې په هره برخه کې په ډېر جرئت ګام پورته کړ او عملي اقدامات یې وکړل. د بېلګې په توګه د لومړي ځل لپاره یې پاکستاني مقاماتو ته مخامخ وویل چې د افغانستان پر وړاندې خپل نااعلان شوی جنګ ودروي. د دې ترڅنګ یې ورته وویل چې افغانستان ته باید د یو خطر او تهدید نه، بلکې د یو فرصت په توګه وګورئ او دا اوس مهال چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو کومه کړکۍ پرانیستې ده، دا ستاسو په دریځ، چلند او انتخاب پورې اړه لري چې دغه کړکۍ په یوه لوی دروازه او واټ بدلوئ او که یې بېخي تړئ او د دې لپاره تاسو زیات وخت هم نه لرئ، په درې میاشتو کې باید یو انتخاب ولرئ او د همدغه انتخاب مطابق عمل وکړئ.

پاکستاني چارواکو سره د ولسمشر غني دغه واضح څرګندونې په لومړیو کې خلکو ته دغومره جدي نه اېسېدلې، دوی فکر کاوه چې دا به مازې یوه توصیه او سپارښتنه وي، ځکه ټولو دا ګڼله چې د افغانستان له پاکستانه نه رغېږي، اوبه او خواړه یې له همدغه وطنه دي، د ناروغ او درمل اړتیا یې هم له پاکستانه پوره کېږي، نو افغانستان په دغه ستونزمن او اړمن حالت کې څنګه کولی شي چې د پاکستان پر وړاندې دغسې جدي او پرېکنده دریځ اختیار کړي.

مګر کله چې پاکستان د ولسمشر غني د سپارښتنو پروا ونه لرله، نو ولسمشر غني سیمې ته مخه کړه او له ازبکستان، قزاقستان او ترکمنستان سره یې د افغانستان د اړیکو د لا پراختیا او د خوړو او نورو لومړنیو اړتیاو د پوره کولو په موخه تړونونه لاسلیک کړل.

ولسمشر غني په تېرو څلورو کالو کې په دې وتوانېده چې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان له سلو کالو زیاتې شلېدلې اړیکې بیا له سره ورغاوي او هغوی یې په افغانستان کې پانګونې او دوه اړخیزې همکارۍ ته وهڅول. قزاقستان له افغانستان سره د اوړو تړون لاسلیک کړ او د همدغه تړون له برکته هغه فشار چې پخوا به د پاکستان په لاس کې وو او وخت ناوخت به یې د تورخم او بولدک لارو په بندولو سره په افغانستان کې د نرخونو د لوړولو او د خوراکي توکو د کمبود له لارې پر افغان دولت فشار راوړلو، مګر ولسمشر غني د فشار دغه وسیله د پاکستان له لاسه واخیستله.

د دې ترڅنګ کرار کرار ولسمشر غني په نړیواله کچه د پاکستان دوه رنګي او دغه مخ چې تل یې د ترهګرۍ پالنه او ملاتړ کړی په ملي او بین المللي غونډو او کنفرانسونو کې نړۍ ته برملا کړ او له دې لارې یې د نړۍ ذهنیت د پاکستان پر وړاندې بدل کړ او هغوی یې دېته وهڅول چې خپلې اړیکې او همکارۍ له سره باید له پاکستان سره تعریف کړي.

پاکستان د ولسمشر غني د دغه منطقي دریځ او بریالۍ ډيپلوماسۍ له برکته کرار کرار تر فشار لاندې راغی او بالاخره یې د امریکا متحدو ایالتونو سره اړیکې خرابې شوې، ځکه چې امریکا ورباندې په مشروط ډول د ترهګرۍ پر ضد اقداماتو په موخه کلنۍ مرستې وځنډولې.

د ولسمشر غني د دغه پرېکنده دریځ او بریالۍ ډيپلوماسۍ له برکته نن سبا پاکستان په بد اقتصادي، سیاسي او منزوي حالت کې قرار لري، سره له دې چې موږ د هیڅ ګاونډي بد نه غواړو، خو هغوی چې لسیزې لسیزې زموږ نابودۍ ته کار ویلی وي، نو بیا موږ د فعالې ډيپلوماسۍ او ملي سیاست پرمټ دغسې څه کولی شو چې په نړیواله او سیمه ییزه کچه یې پیکه کړو. پاکستان لا هم فرصت لري چې د افغانستان له دښمنۍ لاس واخلي او د دوستۍ لاره اختیار کړي، کنه حالت به یې له دې هم په مراتبو زیات خراب شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply