رابېداره شوی ولسي شعور؛ خو د ټاکنیز کمیسون ملنډې

0 501
حامد سالارزی
په جګړه ییز انقلاب کې رالوی شوي نسل د روان وضعیت د بهبود او ښه والي لپاره اراده وکړه، د تغیر ګامونه یې پورته کړل، د سر خطره یې ومنله، نر و ښځې د رایو مرکزونو ته ولاړې او خپلو ټاکلو نوماندانو ته یې رایه ورکړه. د رایې تر همدې صندوقه ډېر لا ونه رسېدل، د دښمن لخوا ووژل شول، ګوتې یې پرې شوې او په رنګارنګو تهمتونو ورټل شول. بالاخره له هر اړخه خلکو ته  دا ننګوونکې پروسه پای ته ورسېده او ولس د هر راز خطراتو په قبلولو نړۍ ته وښوده، چې پر ډیموکراسۍ باورمند دي او له لارې یې په هېواد کې د مثبت تغیر غوښتنې ته مایله. خو د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسون د ټاکنو په برخه کې د خلکو ډېموکراتیک تمثیل بابېزه وګاڼه او تېره ورځ یې د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د کابل ولایت ټولې رایې باطلې اعلان کړې او په خپل دې عمل سره یې خلک هک- پک کړل. که څه هم دا کمیسون د خپل کاري طرزالعمل له مخې دنده لري، چې ټاکنیزو شکایتونو ته رسیده ګي او وروسته یې په اړه د څېړنو او بررسیو له مخې پرېکړه وکړي؛ خو بیا هم دې کمیسون د یو بې ساري اقدام له لارې په تېرو ټاکنو کې د پلازمېنې کابل ټولې رایې لغوه کړې، چې ورسره یې د خلکو او اړونده بنسټونو سخت غبرګونونه هم راوپارول.
د افغانستان په څېر هېواد، چې کلونه یې د جګړو په اور کې تېر کړي، د ګاونډیانو او نړیوالو د شخصي ګټو ډګر ګرځېدلی او له پرمختګه ډېر وروسته پاتې دی، په ټاکنیزه پروسه کې یې د فساد او درغلۍ هېڅ شک نشته، ځکه جګړې دلته ګڼې بدمرغۍ زېږولي، خلک یې د ژوند له واقعي مفهومه لرې ساتلي او همدې روان وضعیت فقر، غربت، بېسوادي، ناقانوني او وروسته پاتې والی رامنځ ته کړی، د نورو په لمسون او ملاتړ یې جنګي او زورواکې ډلې او ټپلې پیدا کړي او همدا ډلې د حکومت له کمزورۍ او د قانون د نه تطبیق څخه په ګټنې خپلو ناقانونیو ته دوام ورکوي. خو په نسبي ډول د نړیوالو په مرسته او کومک، تر هغه ځایه چې یې حکومتي بنسټونه تر یوه حده تقویه کړي، باید چې په اوسط ډول یې بدلون هم محسوس شي.
د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسون دنده دا وه، چې پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې کړې وای، درغلګر یې معلوم کړي وای او بې له کوم زور او فشار څخه یې د کابل ولایت د ټاکنو د پایلو اعلان کړی وای.
په داسې یو وضعیت کې، چې حکومت له ګڼو داخلي او بهرنیو ستونزو او ننګونو سره مخ دی او په هېواد کې جګړه ایز حالت حاکم دی، د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسون دا پرېکړه چې په یاد ولایت کې دې له سره ټاکنې ترسره شي، یوه غیرې معقوله او نامناسبه پرېکړه ده. د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسون له دې پرېکړې سره خپل شتون تر سوال لاندې راوست او خلک یې هم اندېښمن کړل، چې د کوم دلیل له مخې یې د نږدې یو میلیون خلکو رایې هېڅ وګڼلې او د بطلان کرښه یې پرې راښکله!؟
په تېرو ټاکنو کې خلکو په پراخ ډول ګډون وکړ، هرراز ننګونې یې ومنلې، د رایو مرکزونو ته ورغلل او د سر په بیه یې خپلې رایې وکارولې، هم مهاله په همدې ورځ د دښمن په بریدونو کې ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان شول؛ خو بیا هم دا پروسه په بریالیتوب ترسره شوه او خلکو خپلې رایې بې له کوم ډار او وېرې وکارولې.
بیاځلې ټاکنې نه یواځې دا، چې له یوې خوا د خلکو سپيڅلو ارادو، قربانیو او سرښندنو ته سپکاوی دی، له بلې خوا په روان وضعیت کې حکومت ته یو بل لوی سرخوږی دی، ځکه حکومت او نړیوالو عملآ یوه بله ډېره مهمه پروسه، چې له طالبانو سره د سولې خبرې دي، په مخه کړې او په دې برخه کې په کار ده، چې یوه ښه نتیجه لاس ته راشي. که چېرې حکومت خپلې داخلي ستونزې تر یوه بریده هوارې نه کړي او پام دغې مهمې پروسې ته وانړوي؛ نو ستونزمنه ده، چې دا پروسه دې هم بریالۍ او نتیجه بخشه وي. که بیا ټاکنې کېږي، ددې تضمین نشته، چې هېڅ امنیتي پېښه دې نه رامنځ ته کیږي او زمونږ بې ګناه وګړي دې نه شهیدان کیږي، دا څوک نشي ویلی، چې بیا دې درغلۍ نه کېږي او دا هم له امکانه لرې نه ده، چې بیا دې د دښمن لخوا خونړي بریدونه نه کیږي. له دې سره په خوا کې بیاځلي ټاکنې پراخه بودیجه غواړي، مصارف پرې راځي او ښه خواري؛ نو ښه به دا وي، چې د همدې ټاکنو پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې او له مخې یې پرېکړه وشي. په دې سره به هم د یو محتاج هېواد، چې د نورو په پیسو تر یوه حده خپلې چارې مخته وړي، د مصارفو مخه نیول شوي وي، هم به هېواد تر ډېره له داخلي بې ثباتیو په امن کې پاتې وي او مهمه دا چې، د دښمن بیاځلي شوم پلانونه شنډ او د بې ګنا وګړو د وینو تویدو مخه به نیول شوي وي.
د ټاکنو خپلواک کمیسون د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسون کړې پرېکړه هم د نه منلو وړ ګڼلې او دا یې د خلکو رایو ته سپکاوی یاد کړی. په ورته وخت کې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي هم دا پرېکړه نامناسبه بللې او په دې برخه کې یې د تجدید نظر غوښتنه کړې. ددې په خوا کې د ټاکنو اړونده بنسټونو، د نظر خاوندانو او عامو خلکو د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسون د کړې پرېکړې پر وړاندې خپل سخت غبرګونونه ښودلي او بیاځلي ټاکنې يې یو ستونزمن کار او د خلکو له ژوند سره لوبې بللي.
پر ټاکنیزو پروسو د خلکو د باور ساتلو لپاره یواځینۍ لار همداده، چې د ټاکنو اړونده ادارې دې له مسئولیته فرار نه کوي او په درست شکل دې کارول شوې رایې وڅېړي، ستونزه دې معلومه او له ولس سره شریکه کړي، پرته له دې به هغه باور، چې په دې برخه کې خلکو ترلاسه کړی، له لاسه ورکړي او په نورو راتلونکو ټاکنو کې به د خلکو ونډه کمرنګه او په نشت حساب وي، چې دا چاره به حکومت لاپسې له ګڼو نورو ستونزو سره مخ کړي او حکومتوالي به یې نه جبرانېدونکی ټکان وویني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply