د اجمل ښکلي نظم / نورالله زهير

0 715

۲۵ کاله د استاد اجمل ښکلي د نظم عنوان دی څو ورځي وړاندي مي پر فيسبوک ولوست چي د پنځه ويشت کاله شاته يا تېر ژوند ارمان دی. شاعر غواړي چي بيرته هغي تيري زمانې ته ستون شي او له اوسنۍ اختراعي نړۍ نه يو ډول بېزاري ښيي.موږ که په اوسنۍ پرمختللي، د اختراعاتو او اکتشافاتو په نړۍ کي اوسو ، کله ناکله چي د هغه تيري زمانې او ژوند انځور ووينو يا ئې تصور وکړو خامخا ارمان هم پسي کوو. ټکنالوجي چي څومره پرمختګ کړی دی څومره ئې د انسانانو د هوسايني لپاره وسايل جوړ کړي هغومره ئې د انسان وژني او انسان تباهۍ اسباب هم تيار کړي دي. په يوويشتمه پېړۍ کي چي ټکنالوجي اسمان ته رسيږي، علم عام شو، دنيا د ډېر پرمختګ نارې وهي خو بياهم انسان داسي وحشيانه اعمال وکړل چي تاريخ ئې څو پېړۍ وړاندي هم ساري نشي وړاندي کولای. ټکنالوجي که مثبت اړخونه لري منفي هم لري.

خواله رسنيو که نړۍ په يوه کلي بدله کړه، انسانان ئې سره نژدې کړل او د انسانانو تر منځ ئې فاصلې ختمي کړې خو انسان ته ئې ذهني ستړيا، پرېشاني او رواني ناروغي هم پيدا کړه. د مثال په ډول فيسبوک کورنی او ټولنيز ژوند او د ملګرو تر منځ فضا اغېزمنه کړې ده. د کورني مجلس او د کورني صميميت ځای فيسبوک نيولی دی؛ تر نيموشپو د فيسبوک په مجازي نړۍ کي ورک يو، خوب رانه هېر وي، تر دې چي په يوه کوټه، په يوه مجلس کي ملګري ډېر نژدې سره ناست وي خو دومره ليري وي چي هر يو پخپله دنيا کي ورک وي ځیني خو دې حد ته رسېدلي چي فيسبوک ئې نشه ګرځېدلې ده.

په وړوکوالي کي مي  د ماسټر علي حيدر په ږغ کي دا سندره اورېده تر اوسه مي ياده ده چي د کچه خاورو نه جوړ دی.
ځای په ځای په لوګي  تور  دی
دا بوڅکي- بوڅکي چي ښکاري
دا زما د جانان کور دی
څو لسيزي مخکي چي کوم ساده ژوند و، خټين کورونه،په لوګو تور دېوالونه، د تيلو څراغ به و، کليوالي ژوند او سادګي وه خو دومره  پرېشاني، ذهني ستړياوي او ناخوالي نه وې لکه نن چي ئې د ټکنالوجي په دور کي د ښار په رنګينيو او اسمانڅکو ودانيو کي وينو يا اورو. زه چي نن ښاري ژوند ته ګورم دا منم چي د انساني ژوند لومړني ضرورتونه د کليو، ليري پرتو سيمو او د څو وويشت کالو مخکي په پرتله پکي پوره دي خو هغه خوند چي ما له کليوالي ساده ژونده، د کلي له مازديګري نندارې، تور ماښامي، د شپې له شنه اسمانه، د ستورو له پړکا او د سپوږمي له ځلا اخيستی دی د ښار په رڼاګانو او رنګينيو کي نشته. هغه صميميت  او مينه چي ما د کلي په خټينو کورونو، زړو لرګينو دروازو، ورانو دېوالونو او خړو کوڅو کي ليدلې په ښاري ژوند کي نه وه. هغه کليوالي ژوند او تېر وخت چي يوازي ئې اوس يادونه پاته دي که اوس راته رسيږي ښاري ژوند ترې لوګی کوم(البته دا زما ذوق دی.) دا به منو چي د ټکنالوجي ډېر پرمختګ، سپينو او ژيړو رڼاګانو  د ژوند خوند او رنګ پیکـه کړی دی.

نور نو د اجمل ښکلي نظم ولولئ چي د نظم په ژبه د هغه تېر ساده او کليوالي ژوند خبري کوي او پخپل شاعرانه کمال سره مو د اوسنۍ پرمختللي نړۍ نه څوشېبې څوويشت کاله شاته يا تېر ژوند ته بيايي. د هغه تېر وخت يادونه راتازه کوي چي په خيال کي مو ګرځي او  ارمان پسي کوو.
۲۵ کاله
غواړم پنځه ويشت کاله وروسته لاړ شم
د خټو کور کي د لالټين رڼا ته ژوند وکړمه
خټين دېوال کي له ګردجني تاخچې
د ادم خان او درخانۍ کتاب په خوند راواخلم
غواړم پنځه ويشت کاله وروسته لاړ شم
چي نه رڼا وي، نه فيسبوک وي او نه بله اختراع د معاصري نړۍ
ــــــــــــــــ
زما له سترګو نه کلونه وشول خوب الوتی
تر نيمي شپې پوري په جال کي بند يم
ګوندي که وموممه څو د خوشحالۍ خبرونه
ګوره که خوب راشي
زه له سبا ورځي نه وېره لرم
فکر کوم چي د راتلونکي کال له هري ورځي ويني څاڅي
د هر سهار په خوله ئې ناڅي د مرګ توره خندا
زما په سترګو ګي اوسيږي آ  خاورين کورونـه
له اسمانڅکي ماڼۍ کرکـه لرم
ــــــــــــــــ
سترګي مي تيزي رڼا وخوړلې
خونه تياره کړئ، که لږ خوب راشي
ګوندي په خوب کي تر پنځه ويشت کاله وروسته لاړ شم
د خټو خونه، ګرد وهلې تاخچه
په دري بله خوږه شمعه لکه ستا سترګي
زما په غېږ کي د شيدا دېوان
او يا کيسه د مومن خان او شيرينۍ د ميني

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply