د پښتو لنډي کیسي هوډیالی لیکوال / محمدابراهیم سپېڅلی

0 1,166

کوچنیواله 

شل کم سل کاله ترمخه د پښتونخوا په ( ادم خیل دره ) کي یو کوچنی پیداسو، چي مور يې نوم د ترکستان پر کښېښوی.

نوموړی په یوه غریبه کورنۍ اوداسي کلي کي زېږېدلی دی، چي دده په وینا د جنازې د لمانځه اداء کولو لپاره امام لا له بل کلي راغوښتل کیدی، نو په دغسي یولیري سیمه کي د هلکانو زده کړه، خو د چا په یاد نه وه او اکثره کلیوال همدلته په یوې ګولي ډوډۍ پسي سرګردان وو او ځیني بیا له ډیري مجبورۍ په مزدورۍ پسي د پېښور ښار ترڅنګ بمبۍ، کراچي او کلکتې ته تلل.

دانو هغه وخت دی، چي لا د پاکستان په نامه کوم هیواد د نړۍ په نقشه کي نه سته او دغه سیمه د انګریزي هندوستان تر حکم لاندي ده.

د کوچني ترکستان په زړه کي له زده کړي سره مینه ده  او پلار يې هم د لاس په اشاره ( الف او بې ) ور ښوول شروع کړه.

ترکستان ورځ تربلی په عمر لوييدی،خو د همزولو ترمنځ به يې خپل نوم نه خوښیدی او له ځانه سره به يې ویل کاشکي دده نوم هم د نورو کلیوالو همزولو په ډول ترکستان نه وای ! خو څه يې کړی وای اوس مور دغه نوم ورباندی ایښي ؤ .

له زده کړو سره مینه

د لیک او لوست سره يې مینه دومره غښتلې وه، چي د پلار لخوا په اشاري ډول د زده کړي الفباء په زور به يې پر انبارو د کاغذونو ټوټې پیداکولې او د لوستلو هڅّه به يې کول، خو ستونزه داوه، چي دده مورنۍ ژبه پښتو او پر اکثرو کاغذونو اردو یا انګلیسي لیکل سوې وه، خو بیايې هم ځیني اردو توري له یواوبل سره جنګول او د خپلي لیونۍ میني تنده به يې په ماتوله.

دغه د انبارونو پر سر راټول کړیو زړو کاغذونو له ترکستان سره مرسته وکړه، چي څه ناڅه لیک او لوست له ځانه سره زده کړي.

د نوم بدلول

ترکستان به تل په دې فکر کي ؤ، هغه پرمختګونه، چي نور څوک يې ترلاسه کولای سي، نو زه يې ولي لاس ته نه سم راوړلای، د همدغه کلک هوډ پر بنسټ پر ترکستان، چي د اووه کلنۍ څخه دوه کاله نورهم تیرسول، نو ځان یوڅه غټ ورته معلوم سو او اول يې خپل د پرمختګ چاري  د خپل نامه له بدلولوڅخه راشروع کړ او په ( ۱۹۴۸) کال يې د (طاهر)نوم پرځان کښېښود.

مشهورتیا

 (طاهر)به ډېر وخت له ځان سره په زده کړي لیک او لوست تیروی، چي په دې وخت کي د کلي سپين سري ښځي په خبري سوې او د خپلو مسافرو اولادونو لیکونه به يې په طاهر لوستل او بیابه يې په زاریو له طاهرڅخه د مسافرو د راغلو لیکونو ځوابونه هم په لیکلې بڼه غوښتل او دغسي د طاهر له نامه سره د کلیوالو سپين سرو ښځو ترڅنګ په کراچي، پېښورښار، ممبۍ او کلکته کي مسافرهم اشناسول.

په ادخیل دره کي هم د طاهرنوم ژر ځکه خپور سو، چي د مسافرو راغلي لیکونه به يې ده ته د لوستلو لپاره راوړل او بیابیرته به يې په ده هغوی ته کور احوال لیکی.

دانو ( ۱۹۵۳) عیسوي کلونه وو، چي  طاهر يې نورهم  لیک او لوست ته وهڅوی مګر، خو په سیمه کي دومره څوک نه ؤ، چي دده پوهنیز لاسنیوی وکړی .

د نوم له بدلولو وروسته د ۱۴ کلن طاهر زړه غوښت، چي په اردو ژبه د لیکل سویو زړو کاغذونو د لوستلو پرځای په خپله مورنۍ ژبه ( پښتو) لوستل وکړي او دغه هیله يې ډېره په زړه کي په غورځنګ وه.

دده کورنۍ په ځانګړي ډول پلار يې خورا خوشحالیدی، چي طاهر د کلی د مسافرانو رالیږلي لیکونه د هغوی کورنۍ ته وايي او بیا هغوی ته لیکونه کاږي.

د لومړۍ مجلې لوستل

له مورنۍ ژبي سره د ځانګړي میني پر بنسټ يې په دې وخت کي په پښتونظم د لیکل سویو ځیني کیسو کتابونه ولوستل او کرار يې د شعر لیکلو خواته زړه وتخنیدی.

یوه ورځ يې پلار په پېښور کي خپرېدونکي پښتو مجله ( لار)، چي هغه وخت يې مسؤل مدیر ولي محمد طوفان ؤ ورته راوړه.

د مجلې یوازي نوم ( لار) نه ؤ، بلکي طاهر ته يې د حمزه شینواري غوندي د تکړه شاعرانو او لیکوالانو، چي په دې مجله کي يې شعرونه او نثرونه خپرېدل د لوستلو لار پرانیستله.

د لار مجلې له لاري تنکی طاهر د یوشمیر لیکوالانو او شاعرانو له نومونو او لیکنو سره بلد سو.

د طاهر د دوهم ارمان د پوره کیدو سره سم زړه يې نورهم پر خپل کلک هوډ باوري سو او غوښتل يې نورهم پرمختګ وکړي، چي له نېکمرغه د تاندي ځوانۍ موسم ته د ورنژدې کیدوسره سم يې له ښکلا سره مینه په زړه کي په غورځنګ سوه، شنو منظرو خوند ورکوی، پر ګل د شبنم اوښکو ته په کتو نه مړیدی، خو نه پوهیدی، چي زړه يې ولي ناکرار دی اویوه ورکه لټوي.

ځواني او کراچي

وختونه همداسي لکه د لوی احمدشاه با باپه خبره ( د اوبو په څېربهیږي) خو څوک نه په پوهیږي، چي مخ راګرځوې بیا دولس کاله نور تیرسول، دا مهال، نو پر طاهر شپږ ویشت پسرلیه تیرسوي او پښه يې د اووه ویشتم پسرلي په درشل کي ده، خو لايې زړه پرکراره سوی نه دی او په یوې معنوي ورکه پسي ګرځي.

اووه ویشت کلن طاهر د مور په پټه د اکا زوی په لارښوونه له کلي د کراچي ګڼي ګوڼي ښارته ځي او په

( ۱۹۶۵) کال په دغه لوی سوداګریز ښارکي ټیکسي چلولو ته ملا تړي.

د لیکوالۍ پر لور

په کراچي ښارکي طاهر ته دمطالعې موقع په لاس ورغله ، له کتاب لوستلو او  مطبوعاتو سره بلد سو، له نوم سره يې د ( افریدي) تخلص یوځای کړ او عملا يې قلم ور پورته اولومړۍ لنډه کیسه يې د ( تانه په غم کي کمه نه یم) ترنامه لاندي ولیکله او په همهغه ( لار) پښتومجله کي چاپ سوه.

دغي چاپ کړي کیسې د طاهرافریدي د لیکوالۍ جرائت نورهم زیات کړ او بیا ناڅاپه ددوی په کلي کي یوځوان ووژل سو،دغي پيښي پر مسافرلیکوال ډېر اغیز وکړ او خپله دوهمه لنډه کیسه يې د ( کلیزي ) په نامه پر یاده موضوع ولیکله.

داکیسه له چاپ وروسته زیاتو لوستونکو خوښه کړه او طاهرافریدی له همدې ځایه یو کیسه لیکوال یا ( افسانه نګار) سو.

 که څه هم دټکسي موټرچلولوګټلي ځیني پیسې به يې د اردو ژبي د لنډو کیسو پر کتابونو ورکولې، خو  کیسي يې په مورنۍ ژبه لیکلې او دده په وینا

«په اردو  ژبه لنډي کیسې لیکل کیدای سي، نو  په پښتوژبه ولي د لنډي کیسې لیکلو بهیر روان ونه ساتل سي؟»

 طاهرافریدي په ( ۲۰۱۴) کال د می میاشتي پر اتلسمه نېټه د ازادۍ راډیو د (مشال) څانګي ته په ۲۵ دقیقې او ۴۴ ثانيې مرکه کي ویلي دي، چي داردو ژبي د لنډي کیسو لیکوال سعادت حسن منټو څخه ډېر متاثر دی او دهغوی لنډي کیسې يې د زړه تنده ماتوي.

د پښتو ژبي د داستاني ادبیاتو حقدار لیکوال طاهر افریدې د خدای ورکړي ځانګړي استعداد او شوق پر بنسټ د پښتني ټولني بیلا بیلي ناخوالي د یو ريښتني فوټو ژورنالیسټ په ډول حس کړي او بیا يې د لنډي کیسې په لمن کي خپلو لوستونکو ته په پوره مهارت وړاندي کړي دي.

ښاغلي طاهر افریدي ترنیمي پيړۍ زیات ادبي ژوند کي نهه د لنډو کیسو ټولګي خپرې کړي، چي هره ټولګه تر لسو ریاتي لنډي کیسې لري.

د پښتو لنډو کیسو ترڅنګ ښاغلي افریدي د (دیدن) په نامه په اردو ژبه یوه د لنډو کیسو ټولګه او یو ناول ( تیري انکهې خوبصورت هی ) هم خپور کړی دی، چي د لیکوال په خبره د پاکستان ترڅنګ يې په هندوستان کي هم تود هرکل سوی دی.

( کاڼي کي رګونه) دا ناول هم د طاهر افریدي تخلیق دی، چي د پښتنو پر ژوند ژواک يې لیکلي او چاپ سوی دی.

د طاهر افریدي بل کمال دادی، چي د لنډي کیسې او ناول ترڅنګ يې د انګلیستان، قطر، مصراو سینګار پورهیوادونو سفرنامې په روانه ژبه چاپ کړي دي او په خپل تقریبا نیمه پيړۍ ادبي ژوند کي يې ځینی ادبي راپورتاژونه هم لوستونکو ته په کتابي بڼه وړاندي کړي، چي دا سبک په پښتو ژبه کي د نورو لیکوالانو لخوا ډېر نه دی پالل سوی .

جرس

ښاغلي طاهرافریدي په ( ۱۹۹۰) عیسوي کال کي د کتابونو د چاپ ترڅنګ د سندهه ایالات په زړه کراچي کي د ( جرس ادبي جرګه ) بنسټ کښېښود، ددغي جرګې مجلسونه یوازي د مشاعرې پر «واوا، بیا يې ووایه!» راټول نه وو، بلکي د شعرونو او نثرونو پر ښېګڼو او نیمګړتیاوو يې هم د کره کتنی بحثونه درلودل، چي بیابه دغه انتقادي او نور ادبي مسایل په ( جرس) مجله کي د طاهرافریدي په مسؤل مدیریت تر لوستونکو پوري رسیدل اود ځوانو لیکوالانو لپاره (جرس) مجله د مخکنۍ (لار) مجلې په ډول د ادبي پرمختګ یوه پرانیستې دروازه وه.

جرس مجلې د کراچي، کوټي او پښتونخوا ترڅنګ په افغانستان کي هم ډېر لوستونکي درلودل او په دې درې میاشتنۍ مجله کي به د لراوبر لیکوالانو او شاعرانو اثار خپرېدل.

ځیني مهال به دغه مجله یوشمیر موضوعګانو ته هم ځانګړې کیده او د ډیرو پاڼو په درلودولو سره به خپرېده، چي د بیلګي په ډول یوځل د غزل نمبر په څلورسوه مخونو او د نظم نمبر په څوارلس سوه مخونو کي چاپ سوه، چي په ادبي مجلسونو کي ښه وستایل سوه.

پایله

که هرڅوک د ښاغلی طاهرافریدي لنډي کیسې، ناولونه، سفرنامې او راپورتاژونه ولولي، نو له ورایه ورته معلومیږي، چي زموږ دغه لیکوال د ټولني ناخوالو سخت ځورولی اوخپل ځورېدلی حس يې د قلم په ژبه په داستاني چوکاټ کي داسي بیان کړی دی، چي په ډېرو ستایلو ارزي.

ددوی په کیسو کي ترډېره د پښتنو پر ناوړه رواجونو نیوکي سوي او د ښو دودونو په ځلولو او خپرولو کي يې د خپلو داستاني  ادبیاتو کرکیټرونه ږغولي دي.

ددوی د کیسو یوه بله ښېګڼه داده، چي شروع يې خورا په زړه پوري او له تلوسې ډکه وي، د همدې تلوسې په زور لوستونکي د کیسې پيغام ته جګ دروي او په دې يې پوهوي، چي لیکوال ولي دا کیسه لیکلې، ولی يې د کیسې لپاره داډول کرکټرونه ټاکلي اود هرکرکیټرله شان يې سره سم داسي ډييلاګونه لیکلي دي، چي د یوې ښې کیسې لپاره اړین دي.

تر ټولو ښه خبره داده، چي د زیاتي اردو مطالعې اود اردو ژبو په ښارکي د اوسیدولو سره سره بیاهم ددوی د کیسو ژبه په رښتیا دیو پښتون لیکوال ژبه ده.

زموږ د ځینو لیکوالو ستونزه خوداده، چي یو څو ټکي بله ژبه زده کړي، نوبیا د ځان ښوولو په موخه که نور هیڅ نه وي، حساب او شمیرې خو په پردۍ ژبه وايي او لیکي، چي داسي کړني له خپلي ژبي سره ظلم دی، چي له نېکمرغه ښاغلي افریدي دا ظلم نه دی کړی.

هیله او غوښتنه

لنډه داچي زموږ دلنډو کیسو دغه حقدار پښتون لیکوال له تیرو اته کالو راهیسي‌ د فلج پر بستر پروت دی، خو بیاهم له خپله هوډه نه دی اوښتی او داستاني ادبیات لیکي.

نو ځکه موږ ویلای سو، چي طاهرافریدی د پښتو داستاني ادبیاتو یو هوډیالي لیکوال دی او په کار ده، چي د افغانستان او پښتونخوا  اړوندي دولتي مسؤلین  ددوی روغتیا ته پاملرنه وکړي او ترڅنګ يې د ناچاپ اثارو د چاپ غم وخوري.

د پښتوادبیاتو محصلانو اود پښتو لنډي کیسې ځوانو لیکوالانو  ته په کار ده، چي د دغسي تجربه لرونکو ، هوډیالیو لیکوالانو ادبي لار تعقیب او د پښتو ژبي لپاره په رښتیا او ایماندارۍ کار وکړي، ترڅو پښتو ژبه هم په نړۍ کي د نورو پيژندل سویو سیالو ژبو سره سیاله سي.

د همداسي یوې ورځي په هیله

________

ماخذونه :

۱: لاره کي ماښام د لنډو کیسو ټولګه دچاپ کال ( ۱۹۸۷) عیسوی

۲: له مشال راډیو سره د طاهرافریدي مرکه ( ۲۰۱۴) عیسوي

۳: د لنډي کیسې په اړه زما خپل یاداښتونه

۴: لنډي کیسې به څنګه لیکو؟ د اجمل پسرلي ژباړه د چاپ کال ( ۱۳۷۹) لمریز

۵: په لنډه کیسه کي پیغام څومره ارزښت لري ؟ د محمدهارون ( سمون) مقاله

یادونه : دغه مقاله په کندهارکي د پښتو ژبي د نامتو داستان لیکوونکي ښاغلي طاهرافریدي او نومیالي شاعر فروفیسور دروېش  دراني د ادبي خدمتونو په ویاړ جوړ سوي یو ورځنی علمي سیمینار کي لوستل سوې ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply