دا ځل سوله شونې ده/ ګلرحمن رحماني

0 724

ګلرحمن رحماني

د سولی لپاره ډېرو افغانانو قرباني ورکړه، خو لا هم په افغانستان کې سوله نده راغلې دا ځل چې امریکا ، پاکستان ، روسیې او د افغان حکومت له لوري د سولې مشورتي بورډ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې لپاره کومې هلي ځلي شروع کړي ایا دا به کومه مثبته پایله ورکړي ؟

کله چې په مسکو کی د افغان حکومت ، طالبانو او د نورو بهرنیو هیوادونو د استازو تر منځ د روسیې په منځګړیتوب د سولې خبرې کیدونکې وې نو ډېرو سیاسیونو داسې باور درلوده چی په دغه غونډه کې به د طالبانو استازی ګډون ونه کړي خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویل چې مونږ له طالبانو سره اړیکه نیولې او د خپل ګډون ډاډ یې راکړی دی.

د مسکو غونډه کی د افغان حکومت له لوري د حاجی دین محمد په مشرۍ یو څلور کسیزه پلاوي برخه درلوده چی درې نور د سولی عالی شورا مرستیالان هر یو (مولوی عبدالخبیر اوچقون ، مولوی عطاءالرحمن سلیم او ډاډکټر حبیبه سرابی) ملګرتیا کوله او د طالبانو له لوري د قطر د سیاسی دفتر څخه یو پنځه کسیزه پلاوی (محمدعباس ستانکزی ، مولوی عبدالسلام حنفی ، مولوی شهاب الدین دلاور ، مولوی ضیاءالرحمان مدنی او حاجی محمد سهیل شاهین) راغلی وه ، دغی غونډی دوه ورځی دوام وکړ.

سره له دې چې افغان حکومت تل د سولې په برخه کې لومړی ګام پورته کړی او سولې ته یې زیات تمایل ښودلی ، مګر په دې برخه کې طالبان پښه نیولي دي. افغان حکومت او طالبانو په مسکو کې د لومړي ځل لپاره مخامخ د سولې مقدماتي خبرې وکړې او یواځینی هدف یې د سولې لپاره د بین الافغانی مذاکراتو لپاره لار هوارول و دواړه لورو پر دی توافق وکړ نور افغانان له جګړو ستړی شوی مونږ غواړو چی د سولی لپاره خبرې ګړندۍ کړو .

امریکا په افغانستان کی د سولی راوستو لپاره له هری لاری کوښښ وکړ خو بیا هم پر دی ونه توانیدل چی په افغانستان کی جګړه پای ته ورسوی د همدی لپاره امریکا پر دی لټه کی وه تر څو د افغانستان د سولی راوستو لپاره داسی یو شخص وګماری چی په افغانستان کی تل پاتی سوله راشی د همدی لپاره زلمی خلیلزاد (افغان الاصله امریکایې) داسی یو شخص ده چی د افغان جګړی په ټولو ابعادو خبر ده .

پاکستان چی طالبانو ته هر ډول مهمات برابروی له یوی خوا له نړیوال فشار لاندی ده او له بلی خوا یی اقتصادی حالت د اندیښنی وړ ده په همدی هدف امریکا نړیوال بانک ته وویل چی باید له پاکستان سره مرسته ونه شی ځکه پاکستان تل د تروریستانو حمایت کوی او موږ له پاکستان سره په میلیونو ډالر ورکړل تر څو ترهګر په خپله خاوره کی وځپی خو دوی ترهګر نه ځپی بلکی لا یی قوی کوی ، په همدی موخه د پاکستان په سیاست کی تغیر راغلی او هغه اشخاص چی د ترهګرو حمایت یی کاوه له مخی لری کړل او پر دی قانع شول چی د افغانستان له پرمختګ سره د پاکستان پرمختګ تړلی ده په همدی هدف پاکستان غواړی په خپله خاوره کی ترهګر وځپی .

افغان حکومت له ډیر وخته د یو داسی بورډ په جوړولو لګیا وو چی له طالبانو سره د بین الافغانی مذاکرات پر مخ یوسی په همدی هدف افغان ولسمشر له مختلفو اشخاصو ، سیاسیونو ، د دواړو جرګو له نماینده ګانو (ولسی جرګه او مشرانو جرګه) ، د ښخو له استازو سره ، د مدنی فعالانو له استازو او د والیانو او ښاروالانو سره ولیدل چی په پایله کی یی یو دولس کسیزه ډله وټاکله چی مشرۍ یې د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریس سلام رحیمي کوی . 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply