نوی پارلمان / عزت الله ځواب

0 612

خره به کامياب شي، که غوايان به پارلمان ته لاړ شي؟
په ځناورو کې مشران به پارلمان ته لاړ شي!
ديموکراسي ده د سياف ټيز پورې څوک نه خاندي!
د ګلببو انډيوالان به پارلمان ته لاړ شي! 
په ولسي جرګه کې ښه – ښه وکيلان هم شته دی
دا بشر دوسته رمضان به پارلمان ته لاړ شي! 
څو ساتل شوې جنکۍ به تماشې جوړې کړي! 
څو ساتل شوي هلکان به پارلمان ته لاړ شي!
زما د کلي ملک رايي هم په زور واخېستې!
جانانه ستا د کلي خان به پارلمان ته لاړ شي!
د کابل ښار کې به پوليسو سره لاس واچوي! 
د لنډه غر باډيګارډان به پارلمان ته لاړ شي!
په بوتلونو به يو بل وولي؛ شور به جوړ کړي! 
احساساتي غوندې ځوانان به پارلمان ته لاړ شي
د انجوګانو والا هاغومره پيسې نه لري! 
د شرکتونو خاوندان به پارلمان ته لاړ شي! 
په پلوونو، چلوونو به څټونه وکړي! 
پيپسي به وڅښي ملايان به پارلمان ته لاړ شي!
قانون به پاس کړي د باور رايه به هم واخلي!
دوه تابيعته وزيران به پارلمان ته لاړ شي!
فيلمرغان هم په پارلمان کې يو استازی غواړي! 
واړه چورګړي او چرګان به پارلمان ته لاړ شي 
چې تا ته مينه درکوي د چلم غم دې کوي!
ځوابه دغسې ياران به پارلمان ته لاړ شي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply