ولسمشر د سولې ژمنه پرځای کړه / محمدبشیر یوسفزوی

0 501



جمهور رئیس غني ان د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال له ولس سره د تحمیلي جنګ د پایته رسېدو او هیواد ته د امن او ثبات د راتګ  ژمنه کړې وه او سوله یې د خپلو لومړیتوبونو په سر کې بللې وه، مګر هغه مهال ډېرو ته دا یوه کمپایني ژمنه معلومېدله.

اما د ملي وحدت حکومت له ابتدا څخه جمهور رئیس غني د ټولنې له مختلفو اقشارو سره د سولې په اړه مشورتي ناستې پیل کړې اود سولې په اړه یې د هر چا نظریات، غوښتنې، اندېښنې او وړاندیزونه واورېدل او معقول ځوابونه یې ورته ورکړل.

د سولې په برخه کې د جمهور رئیس هلو ځلو رنګ راوړ، ځکه د افغانستان د سولې په اړه اوسنۍ بین المللي، منطقوي او ملي اجماع رامنځته او په دوامداره او تکراري ډول له مختلفو مرحلو تېره شوه. اوس هغه هڅې د سولې لپاره په یوې سرتاسري ملي اجماع او غوښتنې بدلې شوې دي.

د سولې دا اجماع له بېلابېلو اجتماعي اقشارو او ټول ولس سره د مشورو په نتیجه کې رامنځته شوې ده. جمهور رئیس غني تل ویلي او په ډېر ټینګار یې ویلي، هماغسې چې د افغانانو د جهاد حماسه د چا په انحصار کې نه ده او ټولو خلکو پورې اړه لري، دغه راز هیڅوک د سولې په پروسه کې هم د انحصار حق نه لري، ټولو سره مشوره شوې ده او د ټولو اجماع په سولې ده او د ټولو افغانانو غوښتنه سوله ده. له همدې امله یې سوله یوازې په سولې شورا او حکومت پورې منحصره نه کړه، بلکې ټولو ته یې اعلان وکړ چې په دې برخه کې خپله همکاري او امکانات ونه سپموي.

جمهور رئیس غني نه یوازې د سولې بلکې د ټولو ملي مسایلو په اړه د ټولنې د بېلابېلو اقشارو مشورو ته ارزښت ورکړی او په هره مهمه موضوع کې یې د ټولو نظر او مشوره اخیستې ده.  یوازې د روژې په مبارکه میاشت کې یې له زرګونو خلکوسره ولیدل او ټولو ورته وویل سوله غواړو.

جمهوررئیس غني د انتخاباتي کمپاین پرمهال له ولس سره د سولې ژمنې ته ژمن پاتې شو، ځکه ټولو ته یې ویلي وو چې اول کار به یې سوله وي. له حزب اسلامي سره سوله د دغې ژمنې د پوره کولو اول قدم وو، چې له اوږدو مذاکراتو وروسته بریالۍ شوه. اوس پرمخ روان دی او د سولې لپاره هر قدم یې په پلان او ستراتېژۍ استوار دی، عاجل او احساساتي نه دی.

د ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت بل قدم د سولې د مذاکراتو لپاره پر طرحو اجماع وه، سولې باندې منطقوي اجماع تر ډېره جوړه شوې ده، د جنګ په هکله منطقوي اجماع نشته، د پخوا برعکس د سیمې هېوادونو ژمنه کړې چې د سولې لپاره همکاري وکړي، ځکه دوی دا درک کړې چې باثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی. امریکا متحده ایالات هم اوس په سوله سلا شوي او د دوی استازی خلیلزاد د سولې لپاره پراخې هلې ځلې کوي.

اوس وضعیت بدل شوی او تر بل هر وخت سولې ته نږدې یوو، ځکه ټوله نړۍ په اتفاق سره د افغانستان د سولې ملاتړ  کوي. حکومت سولې ته بشپړ چمتووالی لري او له افغان وسله والو طالبانو سره به د بین الافغاني مذاکراتو له لارې سوله بریالۍ او تلپاتې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply