د امنیتي او دفاعي ځواکونو همغږي ولې مهمه ده؟

0 708

محمدبشیر یوسفزوی

زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه (ملي امنیت، ملي اردو او ملي پولیس) د ځنځیر د کړیو په څېر سره تړلي او د دوی کړنې یو پر بل مستقیم اغېز لري، نو د همدې لپاره د دوی ګډه همکاري او همغږي نهایت مهمه ده او که دغه همکاري نه وي، نو د دوی فعالیتونه به د امنیت د تامین او د قانون د تطبیق او د ټولنې د نظم د ساتنې په برخه کې موثر نه وي.

پوځي عملیات باید په مطلقې همغږۍ مخکې لاړ شي، داسې چې کشفي ارګانونه او د ملي امنیت منسوبین باید معلومات راجمع، فلتر او تحلیل کړي او د همدغو معلوماتو له ارزونې وروسته باید په هغه اساس د عمل پلان جوړ شي او بیا عملیات ترسره شي، تر څو اردو متحرکه وي، مګر د اردو د لا ښه تحرک لپاره دا ډېره مهمه ده چې د ملي امنیت منسوبین خپله دنده او مسوولیت په ښه انداز ترسره کړي او خپل دقیق معلومات له اړوندو چینلونو سره شریک کړي.

د نظامي عملیاتو پرمهال د پولیسو کړنې هم مهمې دي، ځکه پولیس باید نیولې سیمې خوندي کړي، پولیس باید ثبات وساتي او ملي امنیت باید د معلوماتو د راټولولو ترڅنګ خطرات تحلیل او د خطراتو مخنیوی وکړي . د دغه ډول همغږۍ او همکارۍ ګټې دادي چې د دوی کار به نتیجه ورکړي. د امنیت او ثبات د تامین لامل به شي. د دښمن خطرونه به دفعه شي او د دغې همغږۍ له برکته به هم د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي او هم به د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو کچه راټیټه شي او په مقابل کې به دښمن وځپل شي.

د درېو امنیتي ارګانونو ترمنځ د تفکیک په اساس دوی هم ځانګړي وظایف لري او هم مشترک مقدس وظایف لري، چې د دې وطن دفاع، ساتنه او پالنه ده. پولیس د قانون د پلي کولو مهمه دنده لري او ولس سره ورځني مخامخ روابط لري، نو ځکه د پولیسو ساتل او پالل، مخصوصا، د دوی د ورځنیو مشکلاتو حل  او هم د پولیسو مسلکي کېدل، د کورنیو چارو وزارت اساسي دنده ده.

سوله به انشاالله راشي او له سولې وروسته به زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولیت لا زیات شي. هر افغان چې سوله مني، باید اطمنان ولري چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په مسلکي چلند د دوی د مال او ځان او حیثیت دفاع کوي.

جمهوررئیس غني وایي: ”تا زمانی که ما به صلح میرسیم، ما با یک جنگ ویران کننده و تحمیلی مواجه هستیم، مدیریت و رهبری این جنگ قاطعیت، تدبیر و جدیت بیشتر میخواهد. طبق قانون اساسی کشور دفاع از هر وجب خاک افغانستان و دفاع از هر فرد افغان وظيفه و مسوولیت دولت و حکومت است. برای اوردن صلح کار میکنیم اما جنگ نیز از ما قاطعیت و مدیریت میخواهد.

تمرکز ما طی چهار سال به همین منظور بالای اصلاح نظام حکومتداری، اصلاحات در نهادهای امنیتی و دفاعی و اصلاحات اقتصادی بود، تا ما در همه عرصه ها انشاالله به خودکفایی برسیم، دوستان خارجی ما طبق قراردادهای موجوده همرای ما همکاری نموده اند و همکاری می نمایند، ما از همه کشورهای دوست افغانستان تشکری میکنم.“

هر څومره چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو همکاري او همغږي زیاته وي، نو همغومره موږ سولې ته ګام پر ګام نږدې کېږو، ځکه کله چې دښمن د سر او مال بېدرېغه زیانونه وویني، په زړه کې یې وېره ولوېږي او په دې پوه شي چې د جګړې له لارې یې نه شي ګټلی، نو دوی مجبوره دي چې سولې ته غاړه کېږدي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply