ولسمشر غني موازي ادارې له منځه وړي/محمدبشیر یوسفزوی

0 710

 

په تېرو دیارلسو کالو کې ډېرې موازي ادارې جوړې شوې چې د اصلي ادارو او  وزارتونو پر کار او د خدماتو په کیفیت یې مستقیم اغېز درلود. ولسمشر غني د دغې ستونزې د حل او د وزارتونو تر منځ کاري تداخل د مخنیوي په موخه په دې وروستیو کې یو شمېر اصلاحاتو او اقدامات وکړل.

دغه اقدامات او اصلاحاتو د وزارتونو دندو ته د هراړخېزې کتنې او د هر وزارت، د وزارت د افرادو او ادارو د مشخصو مسوولیتونو ټاکلو وروسته د منظم پلان له مخې ترسره شول او دغه لړۍ به لا هم ادامه ولري.

د دغو اصلاحاتو په لړ کې ځینې وزارتونه او ادارې په نورو وزارتونو کې مدغم شول او ځینې ادارې د وزارتونو له چوکاټ څخه ووتلې، د بېلګې په توګه د کانکور ازموینې، د حج او د حرفوي زده کړو برخې له لوړو زده کړو، حج او اوقافو او پوهنې وزارتونو له چوکاټ ووتلې او د خپلواکو ادارو په توګه ایجاد شوې. همدارنګه د هوایي چلند ملکي اداره په ټرانسپورټ وزارت کې، د ایسا اداره په سوداګرۍ وزارت کې، د ځمکو خپلواکه اداره په ښار جوړولو وزارت کې مدغم شوه او د نشه یي توکو وزارت په کورنیو چارو وزارت کې د مدغمېدو په حال کې دی.

دا اقدام به په عین حال کې د دې لامل شي چې خپلواکې او موازي ادارې دوباره د وزارتونو په چوکاټ کې په اساسي ډول جذب شي. صلاحیتونه او مسوولیتونه واضح شي او هر اړخېز حساب ورکول رامنځته شي. د وزارتونو شمېر به هم د ښې حکومتولۍ د ټاکلو موخو پر بنسټ وټاکل شي او د اړتیا په وخت کې د هغو وزارتونو شمېر چې کولای شي په یوه اړونده کړۍ کې په خپلو کې کار وکړي، کم شي.

دغه اقدام د ښې حکومتولۍ بنسټي کېدو ته په پام اخیستل شوی، ځکه ښه حکومتولي له فساد څخه خالي ده او د ادارې غیر ضروري پړسوب د فساد یوه نښه ده. ښه حکومتولۍ په یوه شفافه اړیکه او له خصوصي سکتورونو، مدني بنسټونو او عامو هېوادوالو سره د یو قانونمند تړون پر بنسټ خپل زیات رول، د خدمتونو برابرولو څارنې ته متمرکز کوي، نه دا چې په متمرکز ډول ټول خدمتونه په خپل انحصار کې ولري.

د ښې حکومتولۍ او حساب ورکولو فرهنګ د رامنځته کولو لپاره، ښایي هر وزارت یوه درې اړخیزه قانونمند تعهد طرحه او عملي کړي. د وزارت او ملي شورا، ولسمشري او خلکو تر منځ تعهد.

لومړی تعهد به د وزارت او ملي شورا تر منځ وي. د دې ژمنتیا پر بنسټ د وزارت یو کلنې موخې او پروګرامونه په مشخص ډول تعریفېږي او نه یوازې وزیر، بلکې وزارت د مسوول اداري واحد په توګه د هغو د ترسره کولو مسوولیت لري.

 دویمه ژمنتیا د وزارت او ولسمشري تر منځ او درېیمه ژمنتیا د وزارت او خلکو تر منځ ده.په دې صورت کې هر وزیر او وزارت د هغه تر مدیریت لاندې د ملت د استازو، ملت او ولسمشري پر وړاندې به مشخص او ټاکلی مسوولیت لري، د خپلو ټولو اجراتو او فعالیتونو شفاف او اصولي ځواب ورکړي. که وزیر او یا د هغه له مدیریت لاندې ادارې بل هر غړی په وزارت کې د خپلو تصویب شویو پروګرامونو په ترسره کولو قادر نه وو، نو باید کار یې وڅېړل شي او قانوني پوښتنه ترې وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply